خپلواکي لوی نعمت دی


خپلواکي لوی نعمت دی ، داولسونودهویت ، غیرت اومیړانی ثبوت دی ، دکوراوګورډاډمنتیاده ، دغلامۍ اوپردي جبرڅخه دازادۍ سنددی ، دیرغلګرومخنیوې دی ، میراث دی ، خؤښي ده ، دملي شتمنیواوملي کلتورساتنه ده ، دملي شتمنیودملکیت اوکارلوحق دی ، له ملي پولواوملي شتمنیوساتنه ده ، دعزت اوناموس خوندي کؤل دي ، دملي قانون تابعیت دی ، داولسونوحق دی ، داولسونوپېژندګلوده ، دراتلونکونسلونولپاره ویاړاودفردي اوملي پرمختګ ضمانت دی اوپه ټوله کی ښه وي اوکه بد خوخپلمنځي وي .
خپلواکي په دوه مهموسیستمونوکی ترلاسه کیږي : سیاسي خپلواکي چی دیوملت د بهرني سیاست ټولی تړلی مسئلی اوپرېکړی ورپوری تړلی وي
اوبل یې خپلواک اقتصاد وي چی دملي زېرمو، ملي شتمنیو، تجارت ، مهارت ، تخنیک ، تولید، سړي سرګټه اودپرمختګ کچه ورپوری تړلي دي
دافغانستان سیاسي اواقتصادي خپلواکي دروس اوامریکادنظامي یرغلونواوددې دواړویرغلوترمنځ وقفه کی لمنځه لاړه اوتراوسه پوری دوباره نده اعاده شوې . افغانستان اوس هم بی پولوهیواددی ، بهرني نظامیان پکی دهرڅه اختیارلري ، تراوسه دولایتونونظامي سلاحیت اوواک دامریکایي اوورسره نظامي قواوپه لاس کی دی ، ملي قانون ندی پلی شؤې ، ملي محاکم تش په نوم وجودلري ، داردواوپولیسوملي دندی اولږښتونه ملي منابع نه لري ، ملي اقتصادپه خیراتونو،د مخدره موادوپه تولیداوقاچاق اودملي شتمنیوپه غصبؤلوبدل شؤې نوځکه لاتراوسه ورته خپلواک هیوادنشووئيلای .
افغانستان ته رښتیانۍ سیاسي خپلواکی دامان الله خان اوورسره غازیانوپه مېړانه ترلاسه شؤی ده اودغه ریفورمست پاچا په صداقت اوچټکۍغوښتل چی افغانستان په اقتصادي توګه هم خپلواک کړي خودهغه وخت کورنیوغلاموخاینانو، جاسوسانواومنافقینودافغان تاریخ سترسپاهي ، سترپاچا اوسترریفورمیست پرېنښودچی افغان اولس دخپل واک اوازادۍ ټول وسائيل ترلاسه کړي . که رښتینی سیاسي اواقتصادي خپلواکي په افغان ولس لؤرول شؤې وای اوهغه مېړني پاچا ته وخت ورکړشؤې وای ، افغانستان به نن په داسې مرګوني حالت کی نه پاتی کېده .

تل دی وي دسترامان الله خان ویاړونه

نابوداوشرمېدلي دی وي کورني خاین ، جاسوس اوغلام منافقین

افغانستان اوس هم په دې رنځ اخته دی اوتری کړیږي

افغانستان په ۱۹۱۹ ع کال کی دغازي امان الله خان ترمشرۍ لاندی خپله سیاسي خپلواکي اوازادي ترلاسه کړه خوهیوادداقتصادي کمزورتیااوانحصارله کبله بیاهم دسترواستعماري زبرځواکونواقتصادي مرستوته اړپاتی شو. امان الله خان دخپل هیواداقتصادي کمزوري اوورپوری تړلي مجبوریتونه هم ښه درک کړي وونوځکه دچټکوټولنیزواواقتصادي ریفورمونواوپرمختیایي پلانونوپه لورروان و. داداسی وخت وچی په نړۍ کی دوه سیاسي اواقتصادي سیستمونه چلېدل ؛ یویې کپيټالیستي سیستم واوبل کمونیستي سیستم . دنړۍ خواروملتونودغوزددانوحیثیت لاره چی په لوبه کی دخپلواوپردوپه لاس کارول کېدل اودهرسیستم په لورچی به وروویشتل شؤل ، هغه به ګټلي اعلان کړل اوبیایې خؤښه وه چی کله یې په کومه تیږه مات کړي ، چغژئ یې وباسي اوویې خوري . دافغانستان په څېرپه سیاسي خپلواکۍ لاسبروهیوادونوته بل لورې اولاره نه وه ، یابه بېرته دخپل پخواني دوښمن پښوته غورځېدل اویابه یې دخپل دوښمن ددوښمن سره دوستي کؤله. پدغه وخت کی شوروي اتحاد اوجرمني هغه اقتصادي ځواکونه ووچی دبرتانوي استعمارستردوښمنان ګڼل کېدل نوددې لپاره چی خپله سیاسي خپلواکي هم وساتي اواقتصادي مرستی هم ترلاسه کړي ، امان الله خان دبرتانیې پرځای دجرمني اوشوروي اتحادسره سیاسي اواقتصادي تړونونه لاسلیک کړل اوعملا یې دخپل هیوادپه اصلاحاتواوپرمختیایي پلانونوپېل وکړخوشیطان استعماري ځواک دافغانستان له چاروبېغمه اوبی پروانه شو. برتانوي استعمارپه افغانستان کی له خایینواووطندوښمنو مذهبي  روحانیونواوملایانوڅخه په استفاده وکؤلای شؤل چی دامان الله خاناصلاحي اوپرمختیایي پلانونه عملي نشي ، په کفریې تورن کړي اودګدایګرافغانستان د اقتصادي خپلواکۍ مخه ونیسي . که ملي خاینانواومنافقینودامان الله خان داصلاحاتواوپرمختیایي پلانونومخه نه وای نیولی، افغانستان به دننيوستونځوسره نه مخامخ کېده اوقدرت به جاهل اوغل ته په لاس نه ورته
په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه