افغانستان اوس هم په دې رنځ اخته دی اوتری کړیږي

افغانستان په ۱۹۱۹ ع کال کی دغازي امان الله خان ترمشرۍ لاندی خپله سیاسي خپلواکي اوازادي ترلاسه کړه خوهیوادداقتصادي کمزورتیااوانحصارله کبله بیاهم دسترواستعماري زبرځواکونواقتصادي مرستوته اړپاتی شو. امان الله خان دخپل هیواداقتصادي کمزوري اوورپوری تړلي مجبوریتونه هم ښه درک کړي وونوځکه دچټکوټولنیزواواقتصادي ریفورمونواوپرمختیایي پلانونوپه لورروان و. داداسی وخت وچی په نړۍ کی دوه سیاسي اواقتصادي سیستمونه چلېدل ؛ یویې کپيټالیستي سیستم واوبل کمونیستي سیستم . دنړۍ خواروملتونودغوزددانوحیثیت لاره چی په لوبه کی دخپلواوپردوپه لاس کارول کېدل اودهرسیستم په لورچی به وروویشتل شؤل ، هغه به ګټلي اعلان کړل اوبیایې خؤښه وه چی کله یې په کومه تیږه مات کړي ، چغژئ یې وباسي اوویې خوري . دافغانستان په څېرپه سیاسي خپلواکۍ لاسبروهیوادونوته بل لورې اولاره نه وه ، یابه بېرته دخپل پخواني دوښمن پښوته غورځېدل اویابه یې دخپل دوښمن ددوښمن سره دوستي کؤله. پدغه وخت کی شوروي اتحاد اوجرمني هغه اقتصادي ځواکونه ووچی دبرتانوي استعمارستردوښمنان ګڼل کېدل نوددې لپاره چی خپله سیاسي خپلواکي هم وساتي اواقتصادي مرستی هم ترلاسه کړي ، امان الله خان دبرتانیې پرځای دجرمني اوشوروي اتحادسره سیاسي اواقتصادي تړونونه لاسلیک کړل اوعملا یې دخپل هیوادپه اصلاحاتواوپرمختیایي پلانونوپېل وکړخوشیطان استعماري ځواک دافغانستان له چاروبېغمه اوبی پروانه شو. برتانوي استعمارپه افغانستان کی له خایینواووطندوښمنو مذهبي  روحانیونواوملایانوڅخه په استفاده وکؤلای شؤل چی دامان الله خاناصلاحي اوپرمختیایي پلانونه عملي نشي ، په کفریې تورن کړي اودګدایګرافغانستان د اقتصادي خپلواکۍ مخه ونیسي . که ملي خاینانواومنافقینودامان الله خان داصلاحاتواوپرمختیایي پلانونومخه نه وای نیولی، افغانستان به دننيوستونځوسره نه مخامخ کېده اوقدرت به جاهل اوغل ته په لاس نه ورته

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه