Saturday, April 12, 2008
دروان کا ل دا پریل په دولسمه دنیویارک ښاردبروکلن په پاراډائزايسټ بینکویټ هال کی پښتنودسترمشرخان عبدالغفارخان دنه تشدد-غورځنګ په هکله یوکنفرانس جوړکړې وو. ددې کنفرانس تابیاپه امریکا کی دنیشنل عوامي پارټۍ اوخېبرسوسایټي په ګډوهڅوشوې وه چې دپاکستان ، افغانستان ، هندوستان اوامریکااستازوپکی ګډون کړې وو. کنفرانس دقران کریم دمبارک ایت په تلاوت سره له ماسپښين وروسته پېل شواودشپې تردووبجویې دوام وکړ. دکنفرانس په پېل کی دعوامي نېشنل پارټۍ صدراودغفارخان نووسي ښاغلي اسفندیارولیخان ،دپښتونخوا صدرښاغلي افراسیاب خټک اودپېښورپوهنتون څخه ښاغلي ډاکټرفضل رحیم مرووت دتلیفون په تارخپلی ویناوې واورولې . همدارنګه دنوروویناوالوترڅنګ له هندوستان څخه دهغه هیواد دازادۍ دستراتل، مهاتماګاندي نووسي ، ښاغلي راجموهن ګاندي، دپېښوورپوهنتون دپښتوادبیاتوپوهاند ښاغلي ډاکټرراج ولیشاه خټک اوله افغانستان څخه تکړه ژورنالیست ، څېړونکي او ښوونکي ښاغلي عبدالواحد مشواڼي ویناوې وکړې . دویناوالوپه منځ کی دپښتوژبې تکړه اومشهورشاعر، ښاغلي عبدالباري جهاني خپل شعرولوست .
ښاغلې راجموهن ګاندي دنړۍ دازادیبخښونکوغورځنګونودیوه ځلانداتل، مهاتماګاندي لمسې او یومشهورتاریخپوه، بایوګرافر ، اومؤلف دې چې نړۍ وال شهرت لري . نوموړي دخپل نیکه په هکله ډېرکتابونه لیکلي چې دنړۍ په کتاب پلورنځیوکی موندل کیږي . هغه دخان عبدالغفارخان ، دپښتنود « نه تشددپادشاه » په هکله هم یوکتاب ليکلې دې .
داچې نورې ویناوې په انګلیسي ژبه وې ، دې وخت کی نشي کېدای تاسوته درولېږل شي خودښاغلي واحدمشواڼي ویناپه پښتوژبه وه اوفکرکووچې لوستونکوته به په زړه پوری وي نودادې دهغه دوینا متن :
د۲۰۰۸ کال داپري لدمیاشتی ۱۲
دامريکامتحدایالتونه، دنیويارک ښار
ویناوال : عبدالواحد مشواڼې
څوچې راغونډ په یومرکزیې نه کړم
هرې تپې ته دجرګوسره ځم
ترکومه ځایه چې زه خان عبدا لغفارخان پېژنم
ډېروقدرمنوپوهانو، سیاستوالواوحضارو ، سلام پرتاسو
اجازه راکړۍ چې دیوه سترلارښود ، خدايي خدمتګاراوفخرافغان ارواښاد خان عبدا لغفارخان په هکله تاسوته هغه څه واورووم چې مالیدلی او لوستلي دي . ما داسترشخص دخپلوملګروسره د افغانستان په کندوزولایت کی زمونږ دلومړنۍ ښوونځۍ په انګړ کی هغه وخت لیدلې وو چې زه په لومړنیوزده کړوبوخت وم . ښه مې په یاددي چې ټکنه غرمه وه، زمونږ ټولګې دښوونځۍ وءرته مخامخ دیوې ببرې ونې سوري ته دبوریا پرسرناست ووچې دخامتاد ایره رنګو جامو، یودنګ سړې دڅوملګروسره دښوونخۍ انګړ ته ننووت . دهغه په ليدوزمونږ ښوونکې په بېړه دهغه مخې ته ورغې اوتود هرکلې یې ورته ووایه . مونږ دخپل ښوونکي په دغه کړو حئيران وواویوبل ته به مووۍیل چې دا به څوک وو چې زمونږ استاذ ورته دومره په درناوي هرکلې ووايه .شېبې لاتېرې نه وې چې دټولې ښوونځۍ ښوونکي اواداره په منډودهغه سړي مخې ته ورغلل اودرون هرکلې اوستړي مه شي یې ورته وویل .
که څه هم هغه وخت زه ماشوم وم خوددې سره سره زماپه ذهن کی داپوښتنه په وار- وارچورلېده چې ددغه دنګ سړي مخې ته زمونږدښوونځۍ اوبیاله بهره هرسړې ولی ورځغلي ؟ دپوخ عمر په دغه دنګ سړي کی نواخر څه کمال دې چې هریوپه دومره بېړه مخې ته ورځغلي اولاسونه يې نیسي ؟ په دغه تلووسه دهغه دخبرولېوال هم وم چې څه تری واورم . په درنګ کی دهغه دنګ سړي چاپېره ګڼه ګوڼه زیاته شوه اوزمونږ دښوونکو څخه یودمېزسرته وخوت اوویې ویل چې مونږ باچاخان ته دزړه له کومي هرکلې وایواوله ده څخه په درنښت هیله کووچې مونږ ته خبرې وکړي . دانوزمونږدښوونځۍ له غونډو، مظاهرواوجلسوڅخه ډېره جلا وه ، نه پکې ستېج وو، نه څوکۍ اونه بل کوم تیارې. هرڅه بې تکلفه اوساده روان وو. باچاخان ودرېداودڅه سریزې اوخبرو وروسته یې وویل چې زه یوخدایي خدمتګاریم دلته ستاسوپوښتنې ته راغلې یم ... دهغه داخبرې مې اوس هم په یادې دي خو هغه وخت زه ډېروړوکې ماشوم وم اودباچاخان په خبرودومره نه رسېدم ، څه چې زماپه ذهن کی همغسې پاتی وه، دا پوښتنه وه چې دادومره خلکونودغه نااشنا سړي ته ولی دومره درناوې وکړ، په دغه مېلمه کی څه کمال ووچې دادومره خلک تری تاووو؟
شایدهمغه دوړوکوالي دسترګولېدلې حال مې ددې سبب شوي وي چې زه دخان عبدالغفارخان دشخصیت پېژندنې په لټه کی شم اوددې انګېزې سره دپښتنومشرانوپه شخصیت پېژندنه پسې هم وګرځم . کله چې دپښتنومشرانواوسیاستوالوپه هکله مالومات ترلاسه کیږي نوداحس هم دسړي سره پیدا کيږي چې ددغه مشرقامي کړنې څه وې، اوکله چې دیوه مشرهراړخيزه پېژندنه وشي نوارزوونه يې هم اسانه اوڅرګنده شي . نن چې مونږ دکوم شخصیت په اړه خبرې کوو هغه دنړۍ اوسیمې په یوستر قام ، پښتنوپورې اړه لري . پښتانه دپېړیوراهیسې دمنځنۍ اوجنوبي اسیادکلتورونو، سیاست او فوځ مهمه برخه وه . پښتنو مشرانوله فارس خلیج څځه ترهندوستان پورې پاچاهۍ کړ ي دي اوپه دې برخه کی اوږدې تجربې هم لري . په پښتنوکی ډېرپاچاهان ، مشران اومبارزین وواوشته چې خپل قام پری وياړي اويادونه یې تازه ساتي، ځکه چې ددغومشرانو په شخصیت کی معنوي کیفیت ،اغېزې،کړنې اوځانګړې ځواک موجود وو. غواړم دلته دداسې شخصیتونويوڅو بېلګې يادې کړم چې په سیاست ، عسکري امورو، اداري جوړښت ، رهبرۍ اومشرۍ کی یې تجربې پرېښې دي. په سیاست کی میرويس خان اودهغه محترمه مور ، په سیاست اونظامي ځیرکتیاکی احمدشاه ابدالي، دعدل اوانصاف په برخه کی په هندوستان کی سوري شېرشاه مشهوروو، وایي دا پښتون پاچا دومره عادل اومنصف ووچې دیوه هندودتهمت په سبب يې د خپل ځوی لحاظ هم نه وو کړې . دپاچاهۍ نه پخوا دهغه نوم فريدخان وواودخپلې مېړانې اوزړوورتیا په بدل کی ورته د« شېرشاه » لقب ورکړل شوې وو. له کابله ترډهلي پورې لویه لار چې دانډس های وې په نوم هم مشهوره شوې، دهمدغه شېرشاه په ابتکارجوړه شوې ده. شېرشاه یوفوق العاده امانت ساتونکې پاچا ووځکه خو یې خپل ژوند دبیت المال په ژغورنه کی له لاسه ورکړ. په مبارزوکی پيری روښان ،خوشحال خان ، دافغانستان په ټولنیزوریفورمونوکی امان الله خان تربل هرپاچانه مخکی وو. دې مترقي باچا دنجونوښوونځۍ جوړې کړې اونجونې اوهلکان یې دلوړو تحصيلاتولپاره ترکیې ته ولېږل ، دښارونو ، سړکونو ، پارکونواورېل پټلیو په جوړولویې لاس پوری کړې وو، فوځ اوپوليس یې په ماډرن شکل اړوولي وو ، اخبارونه یې چاپ کړي وو اوښځوته يې ازادي ورکړې وه . محمدظاهرشاه دافغانستان بهرنۍ پالیسی په سوله اوناپيلتوب چلوله اوددې اصولوپابند وو. افغانستان په دوهمه نړۍ واله جګړه کی برخه وانه خیسته ځکه چې ددې هېوادمشرانويوناپيئلې بهرنې سیاست چلاوه، داؤدخان شاهي نظام په جمهوریت بدل کړاودافغانستان په سیاسي اورسمي چاروکی یې نوې توکې ورګډ کړه. ددې سره یواساسي قانون تصویب اوپنځه کلن پرمختیایي پلانونه جوړ کړل شول . پښتانه دافغانستان اوپاکستان په رسمي اوغېر رسمي چاروکی مهم رول لوبوي اوپرته ددوی له ګډون څخه به ددواړوهېوادونوسیاسي اقتصادي اونظامي امورله ستونځوسره مخ وي. دایوحقیقت دې چې پښتانه دبېلابېلو یرغلونو، سیاستونواودوښمنیوپه سبب له اقتصادي اوتعليمي پرمختګ اوتجربوڅخه بې برخې کړای شوي دي خوپه جګړو اوعسکرۍ کی په دوامداره توګه ښکېل اواړشوي اوپه دې توګه داوږدو تجربولرونکي شوي دي .
دپخواني شوروي اتحاد ديرغل سره پښتنوته دنړۍ پام وروګرځېد اوله دغه وخته يې دنړۍ په سیاست کی د فعال عنصرپه توګه ځای ونیو . خان عبدالغفارخان هم دپښتنومشرانو، مبارزینواوسیاستوالوپه ليکې کی ځانګړې،ځلاند اونه هېرېدونکې اتل وو. له نورو پښتنو مشرانوڅخه دده توپير داووچې ده دانګرېزي تشددپه وړاندی د « نه تشدد» دفلسفې په بنسټ مبارزه کووله اوخپلوملګروته یې هم دصبراوزغم ښوونه کووله .
خان عبدالغفارخان دپښتونخوادچارسدې سیمې ديوه شتمن بزګرپه کورکی زېږېدلې اودخپلې هوښیارتیا، زده کړو، قضاوت او جرآت په سبب لا په زلمیتوب کی دخپلی سیمې دپښتنولخوادمشرپه توګه ټاکل شوې دې اود « باچا » په لقب درنوول شوې دې . علامه سیدجمالدین افغانی په خپل کتاب « تتمه البیان » کی لیکلي دي چې دپښتنودعسکروافراددخپلومشرانوهغومره اطاعت کوي چې په يومتمدن مملکت کی هم دهغې مثال نه مونده کيږي ، تردې چې که دوی په کوم ډاګ کی سره خواره اویویوشوي وي خوچې دا آوازواوري چې دوی خپل رئيس اومشرته راغوښتل کیږي نوډېرژرپه توندۍ سره درئیس اومشرځای ته حاضریږي . همدغسې دغفارخان په یوه غږ یولک رضاکار پښتانه خدمت اوقربانۍ ته تیارشوي وو .
ددغه سترشخص په کورکی درې زامن روزل شوي دي چې ارواښاد خان عبدالولیخان سیاستوال او دعوامي نېشنل پارټۍ صدروواودخپل پلارسره یې دنه تشددپه اصولو اوږه په اوږه مبارزه کړې ده ، غني خان شاعراوفیلیسوف وواوعلیخان دتعلیم اوتربیې ښوونکی وو. ددوی په کورنۍ کی بېګم نسیم ولیخان دعوامي نېشنل پارټۍ په رهبرۍ اودپښتنومېرمنوپه نماینده ګۍ کی نشي هېرېدلې .په پښتنو کی داسې شخصیتونه وخت په وخت راپيداشوي او دپښتنودتاریخ ویاړمنه برخه ګرزېدلي دي . په پښتنوکی مشري اونوم ګټل خوراګران کارځکه دې چې ډېر ګران شرطونه لري، څوک چې په دوی کی دقامي مشرۍ وړتیاموندلې اویایې داتلولۍ لقب ترلاسه کړې هرومرویې پښتانه قانع کړی دي . باچاخان په زلمیتوب کی دپښتنوپه ازموینه کی بریالې شو او تراویاکالوزیات جدوجهد کی يې عملاثابته کړه چې دخدای د مخلوق خدمت کوي . دهغه شخصي ژوند هم دیوه خدمتګارپه څېروو، دهغه لباس ، ناسته پاڅه ، خوراک اودخلکوسره مخامختیا اوراشه درشه ټول دیوه خدمتګارپه څېروو. هغه ته به خلکوددې هرڅه سره سره باچاخان وایه خوباچاخان به ځانته خدایي خدمتګاروایه. باچاخان ته دخپلومبارزوپه اوږدوکی ډېروړانديزونه شوي ووچې دې يې رسمي لوړومقامونوته رساوه ، خوهغه نه دي منلي اودهرامتیازاووړاندیزپه بدل کی یې ايکي يوځواب وو چې زه خدایي خدمتګاریم .
پښتانه زیارکښ خلک دې ، یوځل چې یوکارته مخه کړي هغه سرته رسوي اوپه دې کارکی له خپل ځانه دبل لپاره ځان ډېر ستړې کوي . که داسترالیا تاریخ ته کتنه وشي افغانانو ددغه هیوادد رېل پټلیوپه غزوولوکی خورامهم رول لوبوولې اوپه خپلې زیارکښۍ یې داستریالیاپه تاریخ کی هم ځای نیولې دې.
پښتانه خپل خاص قبیلوي جوړښت لري، دوی ځانګړي خاصیتونه لري اوصفتونه لري . ددوی دپېژندګلوۍ لپاره کافي نه ده چې په یوڅوروایاتوډډه وشي بلکه پکارده چې ددوی ځانګړتیاوې، دوديزاوقبیلوي ژوند، تاريخ ، خاصیتونو، کلتوراو دلایلواوثبوتونویې څېړنه وشي . مونږ نشوکوولای دپښتنوسره په دوښمنۍ اوتوکمیزمخالفت کی پروپاګنډته حقیقت ووایواوداښکاره منطق دې چې له یوه دوښمن اومخالف څخه به هرومرودکرکجنو اومنفي نظرونوتوقع کيږي خوکه په حقیقتونوپسې وګرځونوپښتانه په هررنګ سیالۍ کی ترنوروقومونووروسته نه دي، ددوی کلتوري ارزښتونه اوعنعنات به په ځینومواردوکی داروپا اوامریکاله کلتوري ارزښتونواوعنعناتوسره اوږه نه لګوي خودپښتنوپه ټولنيزژوند اوجوړښت کی له پامه نشي غورځېدای. ددوی په ورځني ژوند کی پښتواوپښتونوولي دملادتیر حیثیت لری ځکه چې پښتویوازی دژبې نوم نه دې بلکه دعهد ،وفا، مېړانې ، سړیتوب، کلتور، تړې اواصولونوم هم دې. پښتوپه پښتنودومره اثرلري چې ان په ځینووختونوکی سوګند هم پری يادوي لکه دوی وایي که داکارمې ونه کړپښتون به نه یم اويا دا اصطلاح چې وایي دې یا هغه سړې له ده يا هغه سړي سره پښتووکړه . که څه هم پښتانه په قبیلووېش دي خودپښتونولۍ اصولوته یورنګ متعهداووفاداردي اوپه دې اصولوکی قبيلې اويادیوې قبيلې ځانګړتیا استثنانه لري. دوی دخپل ټولنیزنظم لپاره دجرګو يوډېرپخوانېسیستم لري اوترننه په دوی کی په خپل پیاوړي تاثیرپاتی دې . دجرګودې سیستم ته دماډرن دیموکراسۍ ابتدایي شکل ویلای شوځکه هغه څه چې دننۍ دیموکراسۍ په اجزاووکی شمېرل کيږي ، جرګواجزاوې هم وې لکه دبېلګې په توګه رایه ورکوول ، انتخاب ، دبیان ازادي، بحث اومخالفت . دیوه پښتون ژورنالیست په توګه ویاړم چې ووایم چې هغه وخت چې نني متمدن هیوادونه ددیموکراسۍ نه لرې پاتی وو، زما قام په خپلو جرګوکی پلې کووله . دپښتنوټولنيزنظم اوامورکه دحکومت يامشرۍ له نشتوالي سره مخ کېدل نودجرګوله لارې به اداره کېدل اوسمون به یې مونده. دپخوانیولویوجرګوپرېکړې اومعاهدې دومره ځواکوورې وې چې په پایله کی یې ان یو ملت اوهیواد راټوکېدل. د۱۷۴۷ع کال تاریخي لویې جرګه چې په پوره دیموکراتیکواصولو نهه ورځې چلېدلې وه ، پایله یې د افغانستان تآسیس وو. پښتانه دخپل ازاد طبیعت په سبب ان دخپلمنځي جګړوبېلګې هم لري خوکله چې خبره دقامي ګټواوحقوقولوري ته وګرزي نوهلته بیا خپلمنخي اختلافونه شاته غورځوي اودخپلومشرانواطاعت اوملاتړ ته بډې وهي . همدغسې اطاعت دخان عبدالغفارخان په غږ کی هم په ثبوت رسېدلې چې یولک پښتانه ورته لکه دعسکروچمتوشول . هو، داپښتانه دي اودایې د پښتونولۍ یوصفت دې . ښاغلې قیام الدین خادم صاحب په خپل کتاب « پښتونولي » کی لیکلي دي چې د پښتونولۍ روح یوداسې خاصیت لري چې دقومي لطف ، مهربانۍ ، خواخوږۍ اودملي قیادت اومساوات په مخ کی لکه ورېښم پستیږي اودسختۍ ، زور، حاکیمیت اوظلم په مخ کی داسې کلکیږي چې دتوپونواور، دالوتکوبمونه اودپولادوتورې یې هم نشي نرموولای . که څوک غواړي چې دپښتنوسره په اسانۍ افهام اوتفهیم وکړي ترټولوغوره لار یې سوله ایزې خبرې اترې دي. پښتانه رښتیا ویل پښتونولي ګڼي اوان تردې چې دوښمني يې هم په ډاګه وي . پښتنوله ډېرپځواڅه دبیان اوووټ ازادي لرلې ، په جرګوکی به شاه اوګدا په يوه ټغر کښېناستل اودهغوی په منځ کی به هیڅ فرق هم نه وو له نېکه مرغه دې ارواج دافغانستان په دولتي جوړښت کی مخکښه ونډه لرلې ده. خوبیاپه خواشينۍ سره بایدیادوونه وکړم چې په تېرودرې لسيزوکی دوامداره جګړواونه تصوورکېدونکومهاجرتونودپښتنوپه ژوندژوره اغېزه کړې اودځوان کول لویه برخه دخپل کلتوري چاپېريال نه بې ځایه شوې ده. خان عبدالغفارخان دپښتنودملی دود اودستور په بنسټ په ۱۹۲۰ کال کی د« انجمن اصلاح افاغنه » په نوم یوه ټولنه جوړه کړه اوهدف یې داووچې په پښتنې ټولنه کی اصلاحات راولي اوپه پښتنوځوانانوکی دتعلیم اوتربیې جذبه اوروحیه بئیداره کړي ځکه چې له یوې خوا انګرېزانو دپښتنوبچوتعلیم اوتربیې ته پام نه کاوه اوله بله پلوه پښتنوځوانانوپه انګریزي ښوونځیوکی درس اوزده کړې نه خوښوولې . پخپله غفارخان ديوه پښتون زلمي په توګه دخپلې کورنۍ دمخالفت سره هم مخ شوې وو، دده زړه وو چې دانګریزانو وړاندیزومنی اودلوړوزده کړولپاره برتانیا ته لاړشي خودخپلې موردمخالفت په سبب له لوړوزده کړو محروم شو. هغه غوښتل چې پښتنې کورنۍ قانع کړي اوویې هڅوي چې په هره توګه چې وي باید خپل بچي دسواددزده کړې نه محروم نه کړي. دده داغورځنګ داسلام داساساتوسره برابروو. په اسلام کی دعلم اوتعلیم لپاره دځای اوملک بندېز نشته او علم په نراوښځه فرض دې. غفارخان بې علمي اوبې تعلیمي دپښتون قام لپاره یو حیاتي زیان ګاڼه . دغفارخان لویفکري اودوراندیشي لادده دځوانۍ اوزلمېتوب څخه ثابتیږي چې دخپل غورځنګ پېل يې له هغه څه وکړ چې ګټه يې نسلونو-نسلونوته رسېده . هغه په دې پوهېدلې وو چې دپښتنوبچي بې تعلیمه اوبې سواده پاتی شوي دي ، دنه تعلیم په وجهه پښتانه دټولنیزونیمګړتیاوو اوناروغورواجونوسره لاس اوګرېوان دي لکه دپښتنواوږدې خپلمنځي دوښمنۍ ،د ودونواونکاح ګانوپرسرشخړې اودوښمنۍ ،په غم-ښادیواود« تربورولۍ » په سیالیوکی ملاماتوونکي خرڅونه اولګښتونه. لکه څنګه چې مې مخکې دپښتونولۍ په هکله خبرې وکړې همدغسې بايد دایادوونه هم وشي چې هرکله دپښتونولۍ په اصولوغږېږومعنا یې داده چې دیومهذب کلتورپه هکله خبرې کوواوبایدله هغوخرابورواجونواونیمګړتیاووسره یې بایدګډنه کړوچې پښتنه ټولنه یې له یولړستونځوسره مخ کړې ده . باچاخان په دې فکرکی ووچې څنګه له دې رنځونوڅخه پښتانه وژغوري اوکه دخېرښېګړې پدې کارد پښتنوپه ژوند کی بدلون راوستلای شي نوپښتانه به د ښه مهذب ژوند اوراتلونکي جوګه شي .د دې مقصدلپاره هغه پخپل کلي کی ښوونځۍ جوړه کړه اوپه هغه کی یې پښتنوبچوته دتدريس ترڅنګ دټولنیزژوند ښېګړې هم ورښوولې اوپه دې توګه یې خپله لومړۍ فریضه سرته ورسووله . دهغه دې ابتکاردنوروسیموداوسېدونکوپام هم ځانته واړاوه اودښوونځیودجوړوولو لړۍ دصوبه سرحد ډېروسیموته خوره شوه اوهلته ډېرې ښوونځۍ جوړې شوې. باچاخان دخپلونیکونوپه دوداودستوراګاه وواوپوهېده چې دجرګواومرکو، غونډو اوسفرونو، لیدنواوکتنوپه مرسته دخپل چاپېریال اوخلکولپاره موثرخدمت کوولای شي . د ۱۹۲۹ کال په سپتمبر کی یې په اتمانزو کی د «افغان جرګې» په نوم یوه لویه جلسه جوړه کړه اود« افغان ځوانانوتړون » په نوم دیوه تنظیم بنسټ کېښودل شو. په دې تنظیم کی درضاکارانوتقررهم وشواوهدف یې داوو چې په جلسوکی دنظم ترڅنګ نورهررنګ ټولنیز خدمتونه وکړي . درضاکارانوددغه ډلې نوم « خدایي خدمتګاران» غوره شو. درضاکاروپه تنظیم یعنې خدایي خدمتګارانوکی دشموليت لوی شرط داکېښودې شوچې ددې تنظیم هرغړې به دډېرې غوسې په وخت کی هم له تشدده کارنه اخلي بلکه زغم اوحوصله به کوي . له همدغه پېله دباچاځان د نه تشدد فلسفه هم رامنځ ته کیږي . خدایي خدمتګارانودعامه خدمتونوترڅنګ په جلسواوجرګوکی دنظم اونسق دندې هم په غاړه لرلې نوځکه هغوی دخپلې پېژندګلولپاره لومړې دسپينې خامتا یونیفورم غوره کړخوبیایې ورله رنګ ځکه بدل کړچې سپینې جامې به ډېرژر خیرنېدلې . رضاکارانو دسپین رنګ پرځای نسواري رنګ غوره کړاوله دغه وخته درضاکارانو تنظیم د « سورخ پوشو» په نوم مشهورشو. د «سورخپوش » نوم دومره عام شوچې رضاکارانودخپلوجامورنګ په رښتیاپه تک سره واړاوه . داردواخبار، پاکستان نیوزژورنالیست مجیب ایس لودي لیکلي چې خدایي خدمتګارانودخپلوجامورنګ ددې لپاره هم سورټاکلې ووچې دشپې په تیاره کی به دانګریزي استعمارګروله تعقیب څخه په ارام وو.داخبره خوشې پروپاکنډ ووچې ګنې سورلباس دچپي ايډیالوژۍ یا بلشوایزم انګېزه وه ځکه روسي بلشویکوسورلباس نه په تن کاوه . له سپين رنګه په سره بدلېدل دکوم ایډیالوژيکي الهام نتیجه نه وه بلکه یوه کاریزه ستونځه وه چې حل شوه خو کله سړې هک پک شي چې ځینی خلک له ماشي څخه څنګه هاتي جوړوي ؟ په غفارخان پسې به پروپاګنډ کېده اوځینوساده اوناخبروبه باورهم پری کاوه لکه دبېلګی په توګه چې ګنې دې دمسلمانانوپه خوانه دې ولاړ یامطلق سیکولروو نوځکه دهنددکانګرس ګوندسره یوځای شو خوداتش الزامونه دي . ښه به داوي چې ووایوچې غفارخان یوریالیست شخص ووچې په سوله ایزه اوصبرناکه توګه یې مبارزه کووله اودده ریالیزم ددې سبب کېده چې دخپل مرام اومقصد په مبارزه کی دهرچاسره ودریږي .که غفارخان په کانګرس ګوند کی نه وای شامل شوی صوبه سرحد به دیوې صوبې په توګه نه وې پېژندل شوې اوپه لومړنیوښوونځیوکی به دپښتوژبې تدریس هم نه وې رسمي شوې . دانوکوم منطق دې چې یولک پښتانه رضاکار مسلمانان دې دباچاخان په ملاتړ دريږي خودې دی دهغوی په خوانه دریږي؟ باچاخان نه یواځې د صوبه سرحد (۵۰۰ ) ډستریکونوته ورغلې دې اودپښتنوسره یې مخامخ لیدلي اوجرګې يې کړي بلکه په افغانستان کی دخپلې هستوګنې په وخت کی د لیدنو، کتنو اوخبرولپاره دپښتنوکلواوښوونځیوته هم ورته چې ان زمونږ لرې پرتې سېمې هم ترې نه وې هېرې شوې . دده دخدایي خدمتکارتنظیم دهندله کانګرس سره ځکه یوځای شوې ووچې له یوې خوا دوخت اړتیاوه اوله بله پلوه دکانګرس ګوندداستعمارضداوازادي غوښتونکې ګوندوواودخدایي خدمتګاردتنضیم داهدافوسره یې اوږه لږووله . غفارخان دلوی صبراولویېحوصلې خاوند هم وو اوخپلوملګروته يې دصبراوزغم توصیه هم کووله ، نوموړي په ۳۵ کاله بندکی بیاهم دنه تشدد لاره نیولې وه اوهمدا علت وو چې په ۱۹۳۹ کال کی یې له کانګرس ګوند څخه دهغه ګوند دجګړه ایزې پالیسۍ پرسراستعفاوکړه اوکله چې دهند دکانګرس ګوند دجګړې په هکله خپله پالیسي بدل کړه نوغفارخان بېرته ورغې . غفارخان په رسمي چوکۍ ، موقف اودیوه هوسااوشتمن شخصي ژوند پروانه لرله ځکه د کانګرس دریاست وړاندیزيې ونه مانه اوپه ځوا ب کی يې وویل چې زه یوخدایي خدمتګاریم ، ده په کوم حکومتي پوست هم کارنه دې کړې اودهرامکان اوچانس سره سره یې داسې ژوند تېراوه لکه یوعادي بزګریامزدورچې تېراوه .باچاخان یواځینې پښتون اومسلمان مشر ووچې په ۱۹۶۹ کی هندوستان ته لاړاوپه احمدابادکی دمسلمانانوپه قتل عام یې خپل ژورخفګان څرګند کړ،دهندوستان پرچارواکويې نیووکې وکړې اودګجرات دتوکم پرستومجرمانوڅېرې یې بربنډې کړې ،هغه دګجرات هرښارته ورغې اودراتلونکوخونړیوفسادونومخه یې ونیوله، هلته یې مسلمانان اوهندوان صبر، حوصلې اوسوله ایز ژوند ته دعوت کړه ، ددواړخواووپه ذهن کی یې دا ورواچووله چې هندوان اومسلمانان دواړه هندوستانیان دي . غفارخان هلته مېشتومسلمانانوته ډاډورکړاوورته ویې وئیل چې باید ونه ډارشي ځکه چې مسلمانان دهندوستان پرخاوره هماغومره حق لري لکه یوهندوچې یې دعوه کوي .که سړې دغفارخان دنه تشدد په بنسټ مبارزه ترغووراوڅېړنی لاندی ونیسي نو وبه ګوري چې ډېرې ډاډمنې اوښې نتیجې یې درلودې ،همدغه رازدغفارخان دمبارزوتاریخ ته که په څېړنیزنیت وکتل شي نودهغه په ژوند ، ناسته پاڅه ، مبارزه ، اهدافو، کړنو، وینا اوفکرکی له رښتينې انساندوستۍ ، ترقي غوښتنې ، خېرخواهۍ، ریفورم غوښتنې انکارنشي کېدای . هغه ویل چې خدایی خدمت کووم اوپه دغه عزم کلک ولاړ وو.
دد اسې سترشخصیت روح دې تل ښادوي او يادونه دې يې تل تازه وي
دارواښادقیام الدین خادم صاحب په دې شعرخپلی خبرې پای ته رسووم :
خدمت دخپلې ژبې قام وطن زمامسلک دې
په دې مینه به پایم که وم وم که نه وم نه وم
کرم ښکلي تخمونه چې ګلزارشي پښتنوته
په دغه تمنایم که وم وم که نه وم نه وم
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې