دکابل ښاروال ، حامد کرزي نېکپا ته د میسود مډال په بدله کی دسروزرومډال ورکولو څخه وروسته رسنیو ته وویل چې ټولو ته مبارکي وایم چې نېکپا هېواد ته ویاړ راوړی دی او په ترڅ کې یې په خوست کې د کرېکېټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شهیدرحمت ولي په وژلو محض خفګان وښوده او ویې ویل چې ګنې خواشینی کړی یې دی خو په داسې حالت کی چې په ښۍ سترګه یې ( سترګکونه ) وهل ،شک یې ښکاره کړ چې ګنې دا کار به ناټو یا د ده د رژیم کوم بل بهرني ملګري کړی وي . هغه په خپلوسترګکونوکی داهم ونغښتله چې د څېړنې امر کوي او شاید پته یې ولګوي .
د ( کر) پښتوژباړه ده ( کوڼ ، تخم شیندل ) دا تخلص بالکل د حامد دشخصیت اودهغه دکړوسره برابردې ، هغه وخت چې یوڅوخارجي تروریستانوپه کابل کی دده دکورترڅنګ زندان جوړکړې ؤ اوبې ګناه افغانان یې پکی سکنجه کوول اووژل ، ده یې چغې اوفریادونه هم نه اورېدل نو دخوست ، ننګرهار، شینډنډ ، تخار، کنړاوهیلمند نه به په لرې واټن کی دپښتنوفریادونه څنګه واوري ؟
په تېرو۷ کلونوکی دپښتنوپه کورونو ، ښځو ، بچو ، حیواناتو، ودونو اوښادیو په زرونوټنه بمونه غورزېدلي ، مونږ تری ددنیا په بل سرکی خبرشوي یوخودې تری لااوس هم خبرنه دې ؟
د(شهرناپرسان) مشري خوهم داسې وي چې یونازوه اوبل وژنه
دلته داپوښتنه راپيداکیږي چې ایادې به دډوډۍ خوړلونه پرته په بل څه هم خبروي که نه ؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې