چېرې دي هغه موسمي لراوبر پښتانه مشران

چېرې دي هغه موسمي لراوبر پښتانه مشران چې په سخته ګرمۍ کی داېرکنډېشن له څنګه نه بېلیږي اوپه سخته یخنۍ کی د صند لۍ اوهیټرله څنګه ، یواخې دپسرلي په معطروګلبڼونوکی دسرو، سپينواوتورورنګونوسره خانونه دګلونوسره همرنګ کړي خودغه وخت لکه یوعشقي خوب په درنګ کی پرې تېرشي اودیوه ناڅاپي ( اخ ) سره داېرکنډېشن سړو پوکوته خان سپرکړي او دهډوکودتړکاسره اېرکنډېشن ته یوڅوتاوده ارګمي وروشړي . ددوی سیاسي چراریواخې په مني کی چې نه ګل وي نه بلبل اوهرڅه په رژېدوشي ، ډېرترغوږوکیږي اوداهم شایدپه دې خاطروي چې هرڅه ورته بې رنګه اوبې خونده برېښي . پښتانه نورنه شي کؤلای ددوی د موسمي مزاجونونخرې وزغمي . پښتانه له بل هروخت نه اوس زیات دملي ، سیمه ایزواونړۍ والوتېریو ، یرغلونو اوکرکوسره مخ دي ، لویان ، خوانان ، سپين ږيري اوښخې یې لا پرخای پرېږدۍ چې په وړو بچویې هم څوک رحم نه لري ، ۷ کاله همدا سې په غم او زغم کي تېرشول خوماله یوه سیاسي ليډرڅخه وانه ورېدل چې اخر دپښتنوماشومانوګناه څه ده چې بې پوښتنې په هره حمله کې قتل کيږي .
زه دغولروبروپښتنومشرانوته وریادووم چې دپښتنوحق څه ( د ؤچ خوړخېرات نه دې چې هرڅوک دې په ناولولاسووخوري ) تاسوکه دچوکۍ اوسیاست لپاره دماشوما نوپه بې رحمانه قتلونوهم له سازش څخه نه تېرېږۍ ، پښتانه پری پوهیږي خوداهېرنه کړۍ چې پرته له پښتنوبه ستاسوارزه څه وي ؟

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه