پام کوه ، چې کش یې نه کی !

راویان وایي چې داولسمشرکرزي ا ولسکشرورور، کرزي وئيلي دي چې دنیویارک ټایمزاخباردی ، دې نه غوسه کوي کنه ټوله عمله به یې محکمې ته راکاږي . داڅووم ځل دې چې ولسکشرولي جان د مایکروفونونومخې ته برګ برګ کیږي اوفکرکوي چې ګنې لالایې د۳۴ فوځونوقومندان اود۲۱ پېړۍ شاه جهان پاچا دې خوخبرنه دې چې لالایې یوعادي امریکایي ته هم ژاړي ، قوماندانۍ خودده له شان څخه لرې کاردې ، اونه د ( شاه جهان ) غوندی پاچاهي لري ، هو ، یونیم وزیربه یې دبيربل اوملا دوپيازه پېخې کوي خودهغوی په څېرکارونه خونه شي کوولای کنه . ۷ کاله یې لالا وایي چې « دابه وکم ، هغه به وکم » ، خوچې کله به خدای وس ورکړي چې (دا) یا ( هغه ) وکړي ، خوولي جان دخپل لالا څخه یوڅه تریخ دې ، که کوم افغان ته یې دسترګواکروران شي ، نوبیاتری دخلاصې نه دې . په ټول هیوادکی به دکوکناروکوم بزګراویادکنړکوم لرګبه خوله چوله کي چې ۳۶ غاښونه ورماتوي که نه . که ولي جان ووایي چې « داکندهارې به راکش کم ، هغه کنړې به راکش کم ) نوشک پکی نشته ، ځکه چې کړي یې دي خودایې په هیواد کی کړي اوکوي یې ، تراوسه ورته په بهرني هیوادونوکی د (کشؤلو ) تجربه نه شته خوچې دې سیالۍ ته یې په امریکاکی جرأت کړې ، توفیق یې غواړو . یوڅه چې باید دې ورته تیارې ولري ، هغه کشؤل دي چې باید تمرین یې کړي اوځان ورته چمتوکړي نوکه یوه وړه غوندی تجربه په امریکایي عسکروکړي ، بده به نه وي ، خوکه بیاهم په ځان کی دومره زورویني چې هرامریکایي کشؤلای شي نوپه خوله وئيلوته څه اړتیا ، داګزاودامیدان ! اوکه دیوه امریکایي عسکردځواب نه وي نوخوارواوبرمته پښتنوته دې ځان هم د ( شاه جهان ) دورورپه څېرنه ځلؤي . ولي جان که خیال کړې وي چې لالایې چې کوم محلونه دخپلې معشوقې لپاره اباد کړي ، ګنې چاته به د تاج محل حیثیت ولري خوکه له خیاله په سد شي نودلالامحلونه یې چاته دتاج محل د تشنابونو هومره ارزښت هم نه لري .
زماخوپوره باوردې چې کرزي صاحب به خپل ولي جان ته ویلي وي چې هلکه خوله دې یوڅه ګړوازه شوې ، یوڅه یې په واک کی کړه ، هسې نه چې امریکایان درته تری کلوشه جوړه نه کړي . مشرکرزي صاحب به کشرکرزي ته داهم ويلي وي چې هلکه کېدای شي هغه ارزه نوره نه وي راپاته شوې چې په فيل به لکه شاجهان سپاره ؤاوښکارونه به موکؤل ، پروېزمشرف درپه یادکړه چې هرڅه یې په یوه طریقه کؤل اوپه طریقه یې ځان خلاص کړخوزمونږ غوندې بې طریقي اورسوا به څه وخت وروسته خره هم په لغتووؤهي ، نوهغه چاته مه بوڅ بوڅ کېږه چې له سماوارنه یې نېغ د شورا ریاست ته راوستې . ښه به داوي چې دخپلې کمپلې سره پښې وغزوې ، که نورڅه نه وي نودومره روپۍ خودی وګټلې چې په هیوادکی خوبیا خشره کارۍ ته نه اړکېږې ، دومره خوباید فکروکړې چې که چېرې ( ښه نا ښه ) شي ، بیا به همدغوخلکوته زېړې سترګی ناست یو اوپناه به تری غواړو . اوداهم ښه په غوږوواوره چې دوباره په لوی لاس دمحکموخبرې دپښتنوغوږونوته ونه رسوې ، چې په هغه کشمکش کی به په خدای چې دخانګل خولۍ درنه ډېره ښه ښکاري ، کاڼه موتخلوصونه دي خوګوره چې ړوند نه شې ، شاوخواته دې وګوره چې څومره افغانان دغړوندو په لاس راته شنه ناست دي ؟ که داځل بیا هم د کابل لپاره وټاکل شم ، نورمی ګومان نه کیږي چې داوړۍ به راته شړۍ شي ، ماته خوښکاري چې دشړۍ پرځای خورا ډېرغړوندي جوړشوي دي اوډارېږم که مستربوش نه وي ، دا زما راشن به هم راباندی ودریږي ، نو ورورکه ، لږڅه پخپل ګرېوان کی سرټيټ کړه اوتېر۷ کاله درپه یادکړه چې په دغوکلونوکی مااوتا دکوم مرض دواشوي یوچې امریکایانوراباندې په سؤونومیلیونه شنه نوټونه بربادکړه ؟
لالادی جارسي ، چې نوره بد ماشي ونه کړي ، شوله دې خوره اوپرده دی کوه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه