داپاکستان دې

کشمالې

وئيل کیږي چې نامتو سندرغاړې نازيه اقبال او مېړه یې جاويد ، نور له ټنګټکوره توبه ګارشؤي دي اووایي چې پس له دې به درایؤنډ له تبلیغي جماعت سره دیني تبلیغ ته ووځي . نواټکل شؤې ده چې ښځه اومېړه دواړه به په راتلونکې مياشت کې له خېره سره که خدای کؤل بې ټنګټکوره کومې خواته په تبليغ ووځي خوځايي څارونکووئيلي چې نازیه خودوخته بې مېړه تلې ده . بلې خوا ویل شوي چې دوى په خپل یوبيان کې خبریالانوته ويلي دي چې نور زمونږاوستاسوخو نده نده پاتې ځکه چې هغه بله ورځ ستاسویوملګرې دتلوېزیون په پرده دبې ټنګټوره تبلیغ قرباني شواوطالبان وایي چې دجنت دروازې به تری ونه ویني ، نومونږبه پس له دې ددوکړۍ اوباجې سره څوک پرېږدي ؟ نوښه به نه وي چې تاسوهم له دغه بې ځایه تبلیغ څخه لاس واخلۍ اوپه حجروکی دتلویزیون دپردې پرځای په جوماتونوکی دتبلیغ لپاره راڅرګندشۍ ؟ دوی داهم وئيلي چې دافیصله مونږ پخپله خؤښه کوو اولکه ګلزارعلم به بیا شرنګ شرونګ ته مخه نه کړواوخدای مودې په تېرونقېدومعاف کي ، دا دنیا هسې هم دسړي نه پاتې ده اوراتلونکې نسل موپه دردنه خؤري نواوس به هغې بلې ته مخه کړو که څه پکی وګټو . رښتیاوایي ، پښتانه په کلتوراوفرهنګ څه کوي ، داخودکافرورواجونه دي اودادنیاهسې هم دکافروده اوهغه دنیاهم داسې اسانه نه ده چې دهرکدوکرېلې په نصیب اوقسمت شي ، هغه دونیا هم قرباني غؤاړي ، که نورڅه نه وي نودکورپه سرخویوځانمرګې دې ته تیارشي . دسروشونډو، سپين سپوږمیزمخ ، تورو، خرمایي اوطلایي زلفو، ګودراوجانان په ځای دې توبې اوباسي اونوردې دادسترګو، غؤږونو، خولې اونوروزناوته جینکۍ نه هڅؤي ، که شیطان پری ډېره غلبه کړي وي اوایلېبيلې خپل نفس ته تسلمیدل غواړي نوښه به داوي چې دزړه دبړاس ویستلولپاره کوم پۍ مخې چڼې ګډکړي . هغه بیاهم نروي دومره باک یې نشته اونه دومره پېغورلري خوچې جینۍ نه وي . په دې پسې خبره رایاده شؤه ، هغه بله ورځ می دمحبت خان صېب دجومات څنګ ته یوپۍ مخې چڼې دزرکې په تګ ولید چې سترګې یې په رنجوتورې کړې وې اوله مخې یې نوربادېده ، چاته یې په تلوتلوکی سلام واچاوه تابه وېل چې جوړی څؤارلس کلنه جینۍ وه . هغه رانه تېرشوخوماهسې ورپسې سوچ کاوه ، ماوېل ته ګوره ، په وظیفوداسې چاق اوچمن دې ، که دې څوورځې په هشنغرۍ کی دشګودنینورېړئ ته ودريږي ، بیابه ورته دغه زړه راښکونکې ( اندام) پاتې نه شي لکه اوس چې یې لري . زه دځان سره بنګېدم چې ناڅاپي مې خؤدسرله راغې اوپه زړه کی می وویل چې اې خؤارشې تا، دې دوکان ته چې ولاړدې دا چټ مولا نه وليدلې ؟ دې به څه فکرکوي چې ته ... نوپه مړوسترګومې مولاصېب ته وویل : استاذه چې بدګومان راته ونه کې ، هسې شیطان راپسې شواوبلې خواته یې بوتلم ! مافکرکاوه چې مولاصېب به اوس راته نصیحت شروکي خوهغه راته نه یوه کړه اونه بله اووې وېل :
نه نه فلاني ، هغه مولا نه دې چې یوځل یې چڼې نه وي ګډکړې . بس دده ددې خبرې سره مانه هم خوله چینګه پاتې شؤه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه