عبدالواحد مشواڼې
امریکا2010، 10، اکټوبر، يکشنبه
خبرشوم چی څوورځی مخکې په کابل کی د« اسانه پښتو» په نوم یوسیمینارجوړشوې وچی ښاغلې پوهاند دوکتورزیارصاحب ورته هم وربلل شوې و. دخبرله منځپانګی جؤتېدله چې ښاغلي زیارصاحب لکه دتل په څېرپه خپلوژبپوهنیزواندونوکلک ولاړواودیوې ګډې کره پښتوژبې دلاپرمختګ اویووالي په ملاتړغږېده خوپه سیمینارکی داسې ګډونوال هم ووچی ديوۀ کۍ اوبشپړې پښتوژبې پرځای یې خپلوسیمه ایزولهجوته لومړیتوبونه ورکؤل اودژبې پرملي ټولنیز، علمي اونړۍ وال ارزښت یې فکرنه کاوه . له بده مرغه په پښتنوکی دمخالفت خوی ډېرپياوړې دې اوزیاتره په داسې شیانوخپلمنځي مخالفتونه کوي چی له اره په مخالفت نه ارزي خوورسره په داسې مسائيلوفکرنه کوي چی دوی ته هراړخیزې اوتلپاتی ګټی رسوي اوددې علت کېدای شي داهم وي چی پښتانه په خپلوټولنیزواوسیا سي چاروکی ټاکلې اویوۀ کۍ تګلاره نه لري اونه یې په لټون کی دي . دایوه تاریخي رښتینۍ ده چې که په پښتنوکی یوخواخوږې پوهمن هم پيداشوې ، دپښتنوداسی ستره نیمګړتیایې حس کړېده ؛ په هره بڼه د «اسانی پښتو» موضوع ته ورګرځم اوددرنولؤستونکوپام یوځل بیاهغوکږلېچوته اړؤم چی ځينی پری بی باکه په منډه تېرېده غواړي . که څه هم زمامسلکي دنده ژورنالیزم دې اودژبپوهنی د مسلک سره سیخ تړاونه لرم خودکابل پوهنتون په پښتوڅانګه کی یونیم کلنوزده کړودپښتوژبې دادبیاتوسره بلد کړې یم اودژبې په تړاوبحثونوکی برخه اخیستلای شم . له بله پلوه دژورنالیزم په ډګراوچاپېریال کی ژبه اواړوندی وسیلې بنسټيزدندي کالي دي اویوژورنالیست اړدې چې په دې دواړوبرلاسی وي کنه خپله مسلکي دنده سرته نشي رسؤلې . دژورنالیزم یوه بله موهیمه (مهمه) دنده اووړتیاداده چې دپېښواوټولنیزوچاروارزؤنه کوي ، نیمګړتیاوی په ګؤته کوي اوحل ته یې وګړي هڅوي . په همدې موخه غواړم ددې لیکنې زیاته برخه دپښتوژبې په ټولنیزارزښت پوری وتړم . که مونږژبه دپوهاوي راپوهاوي یوه وسیله وګڼواوکوښښ وکړووچې اسانه یې کړوونوبیاهم دساینس اوتکنالوژۍ په دې پرمختللي دؤرکی اړیوچی هغه سخت تخنیکي ، ساینسي ، اقتصادي اوسیاسي اصطلاحات هم زده کړوچی زمونږژؤندورپوری تړل شؤې دې اوکه داکا رونه کړو، نشوکؤلای په اړوندوبرخوکی افهام اوتفهیم وکړوو. له بله پلوه که خپله ژبه مودعلمي پوهاوي وړتیا ونه لري ، دپردیوژبوزده کړوته به هم اړیوو. ساینس اوتکنالوژي پرمخ درومي ، نوي توکي پيداکوي اوله دغوتوکوڅخه نوي شیان جوړوي ، دایوه روانه تولیدي پروسه ده چې دمادي اصطلاحاتوترڅنګ معنوي اصطلاحات هم تولیدوي لکه دبېلګی په توګه دوه سوه کاله پخوابه هیچادکمپيوټرنوم نه واورېدلی خونن نه یواځې یونوم دې بلکه ددې سره په لکونومادي اومعنوي اصطلاحات هم راپيداشؤي دي چی ډېرې ژبې ورته خپلې ؤییزې زیرمی نه لري اواړکیږي چی اړونداصطلاحات له نوروبشپړوشؤوژبوپورکړي اوبیاددې جوګه شي چی افهام اوتفهیم وکړي . دلته ګوروچی نه «افهام اوتفهیم» یوساده ګړدود دې اونه ژبه یوه ساده وسیله ده بلکه ژبه دعلمي ، ساینسي ، تخنیکي ، سیاسي ، اقتصادي اوکلتوري افهام اوتفهیم یوه تکاملي وسیله ده ، څومره چی علم اوتخنیک وده کوي هغومره ورسره غوښتنی زیاتیږي اوڅومره چې داپروسه پراخیږي هغومره ورسره ژبنۍ ودې اوپراختیاته اړتیاهم پيداکیږي . دژبې بشپړتیااوپراختیاپه دې معناده چی پخپله په علمي ، تخنیکي ، فني ،ادبي ، ګرامري ، لغوي ، نثري اونظمي توګه خپلواکه اوپياوړی وي . په افغانستان اوسیمه کی فارسي ژبی دپښتوپه نسبت محرومیتونه نه دي لیدلي خوددې سره سره فارسي ژبه بیاهم خورازیاتی لیکنۍ اوؤييزې (لغوي) نیمګړتیاوی لري . په فارسي ژبې دعربي ژبې دومره اغېزه ده چې که له ځينوجملوڅخه یې عربي ویونه لري شي ، چلښت ،افهام اوتفهیم یې امکان نه لري . په دې وروستیوکی دفارسي ژبې ژبپوهان اولیکوالان هم کوښښ کوي چی دامکان ترپولې داژبه ورغوي . ترکومه ځایه چی پښتوژبې ته کتنه کېدای شي ، نودې ژبې خودسیاسي اواقتصادي ناخوالوله کبله پرمختګ نه دې کړې خودمحرومیتونوسره سره یې خپل وجودساتلې دې . دادخوابدۍ ځای دې چې شپېته میلیونه لراوبرپښتانه په خپله ژبه لیکنې واک نه لري اوپه دومره ګڼ شمېرپښتنوکی که دګؤتوپه شمېریوڅوچوپړوال راڅرګندشي نومخې ته یې همدغه پښتانه وربوکري شي اوپه کړوزیارونواوچوپړونویې پښيمانه کړي . تراوسه لاپښتوژبه دسیمه ایزوژبوسره دسیالۍ په ډګرنه ده ولاړه چې ځينی یې دډانګوسره مخې ته ولاړدي چی همدومره بس دې ، نوربایدیوپل وړاندی لاړنشو. آيا دا په منطق اوکومه علمي سویه کی ځای لري چی دپښتوژبی لپاره نورکارونه شي ځکه چی سختیږي ؟ دپښتون قام دهویت یوه ستره اومخکښه نښه همداپښتوژبه ده اوکه په زغړده یې ووایوو، پښتون قام دخپلی ژبې پرسرټکؤل کیږي ، که داژبه نه وي نوپښتانه خوشکرالحمدالله ښه کلک مسلمانان دي نوبیاورسره کرکه اومخالفت په څه دې ؟ چی داسی ده بیاخویې ساتنه ، پالنه ، بشپړتیا، لؤړتیا، علمیتوب ، لیک اولؤست هم ددې قام په ژؤنداوژؤاک پوری تړلي دي . داهیڅکله بهانه کېدای نه شي چی سخته پښتوڅوک نشي زده کؤلای اویاپخپله پښتانه لیکوال سرونه ټکوي چی زه په سخته پښتونپوهیږم بایداسانه یې کړوو. لیکنۍ پښتوخوکه هرڅومره ساده اواسانه هم وي ، بیاهم دنالؤستواوبی سوادوپښتنوله وسه لؤړه خبره ده اونه یې کارؤلې شي نوپه کوم سبب یې اسانوۍ ؟ سخت ساینسي، سیاسي اواقتصادي اصطلاحات تری باسۍ ؟ هغه اصلي پښتوویونه چې دپردیوژبوڅخه پورشؤوویونوپرځای بایددودومومي ، خزلدانۍ ته اچوۍ ؟ دپښتنوبچي اوراتلونکي نسلونه ستاسواسانی پښتوژبې ته اړتیانه لري اونه ورسره مرسته کؤلای شي بلکه یوې بشپړې اوکره پښتوته اړتیالري ، داسی یوې کورنۍ ژبې ته چی دخپل وخت دعلمي ، تخنیکي ، سیاسي اواقتصادي افهام اوتفهیم وړتیاولري اودارنګه غوښتنوته ځواب ووایي، دنوروژبوسره سیالي وکؤلای شي ، پښتون قام سرلؤړې اومشهوروساتي . داڅومره دخواشینۍ ځای دې چی دپښتوژبې لپاره په خروارکی لایوموټې کارنه دې شوې خوداهم دځينوپه اوږولوی بوج ښکاري اوددې یوڅوسوچه پښتوټکواویوڅوکتابګوسکڼؤدل غواړي . که څوک دکابل پوهنتون دپښتوڅانګې دپښتوادب فنونه اوګرامرپه غؤرسره وګوري اوس هم په عربي ژبې دې نوکه څوک یې اسانؤل غواړي اودپښتوژبې لپاره خدمت کؤل غواړي بایدداعربي ګرامرپښتوته واړوي
زه یې په زغړده وایم ، که دیوموټي پښتون قام اویؤستوې شریکې کره پښتولپاره کارنه شۍ کولای ، په خپلوسیمه ایزولهجوکلک ولاړیاست نوبیاڅه اړتیاده چې ځانونه پښتانه بولۍ ؟ ولی ځانونه کندهاري ، پکتیاوال ، مشرقیوال اونوروال نه بولۍ ؟ که داسی نه کوۍ نوبیا
اې زما پښتنوکندهاريانو ورونو! تاسوچی په هره پښتولهجه خبرې کوۍ ، کوۍ یې ، که سمه نیمه پکی فارسي ګډؤۍ هم ستاسوخؤښه خوکله چی یې لیکۍ بایدداسې بڼه ولري چی دټولوپښتنواستازګرنه وکړي . تاسوولی خوابدي کیږۍ که څوک درته ووایي چې په لیک کی سوچه پښتوویونه کاروۍ ؟
اې زماپښتنوپکتیاوالو ورونو! مونږهیڅکله نه وایوچې په خپله پښتولهجه مه غږېږۍ ، مونږویاړوچی پکتیا د پکتو(پښتو) په نوم یادیږي خوایادابه منطق اوسم کاروي چې تاسو(الف) ته (و) او(و) ته (ی) وایاست ، نونورپښتنانه هم اړدي چی ټول پښتوتوري سره ګډؤډ ولیکي ؟
اې زما پښتنو ننګرهاریانواوکنړوورونو! که تا سو(ښ) په (خ) تلفظ کوۍ ، دابه انصاف وي چې ټول پښتانه د(ښ)پرځای (خ) ولیکي ؟
اې زمادرنولروپښتنوورونو، په پښتوکی خوموانګریزي اواردوګډ کړي دي خوپه لیکنه کی هم پښتو(ټ ، ړ، ډ ، ڼ، ې ) په اردو(ٹ ،ڑ ، ڈ ، ڻ ، ں ، ے ) اړؤل غواړۍ ؟
اواې ټولولروبروپوهمنوپښتنوورونو! که نالوستي په دې خبرونپوهیږي نوګیله هم تری نشي کېدای خوتاسوته که څوک ناپوه ووایي دوښمني به ورسره وکړۍ نودومره چې په خپلی پوهې ډاډمن یاست اوهرڅه په تول پوره تللې شۍ نوراته وئيلای شۍ چې دیوې بشپړې کره پښتوونډه به دژبې په اسانتیا ، علمیت اوقامي وحدت کی ډېره وي که په یوه نامعلومه ، شیند لی ، په سیمه ایزولهجووېشل شوې ، نوروژبوته اړشوې ، په پردیواصطلاحاتوپوری نښتی اونیمګړی پښتوژبه کی ؟ دپښتوژبې اسانتیا څه مفهوم لري ؟ ولی ورته کره توب اوبشپړتیا نه وایاست ؟ که یوکندهارې ، یوپکتیاوال ، یوننګرهارې اویوپېښورې دپښتوښؤنیزنساب دجوړؤلولپاره ټاکل شوي وي اوددوی ترمنځ په خپلوسیمه ایزولهجومخالفت پېل شي ، دامسئله به څنګه پای ته رسي ؟ دیوواحدپښتون قام دراتلونکي نسل لپاره به یوه کره بشپړه پښتوژبه ګټؤره وي که ستاسو په څېربه یودبل په ګرېوان کی لاس اچؤي اودخپلو پلرونودلهجودفاع به کوي اویایې بیا اغېړپرېږدۍ چی څه وکړي ؟
ستاسوسره دخپل نسل غم نشته ، دخارجیانوغم درسره زیات دې چې پښتوورته اسانه کړۍ ، خووئيلای شۍ چی څومره خارجیانوتاسوته دپښتوژبې دسختۍ په هکله شکایتونه کړي دي ؟
ایاتاسوبه منطقا″ هم حق ولرۍ چی عربانو، روسانواویاچینایانوڅخه غوښتنه وکړۍ چی خپلی ژبې درته اسانی کړي ؟ په شمېربه سل خارجیان هم نه وي چې پښتوبه زده کوي ، دهغوی غم درسره دې خودمیلیونونوپښتنوبچوپروانه لرۍ ، ولی دومره لنډفکره اوغافل یاست ؟
هرعلم سخت وي اوهرعلم په ژبه پوری اړه لري ؛ که څوک علم زده کؤل غواړي نوپرته له استعداده ، پام ، ذکاوت اوزیارڅخه امکان نه لري ، نه دژبې په قیچي کؤلواسانېدای شي ، نه علم دلټانواوتمبلانوکاردې چی په یوڅوساده الفاظوکی تیروبېرشي اونه په دومره ساده اواسانه ژبه دیوې ستری ټولنی چاری سمبالیدای شي چی دتوریستانواوخارجیانویوڅوجملوته وقف شوي وي . ژبه هرڅه ده اوهرڅه لاسته راوړل هیڅکله اسان نه وي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې