درنودوستانودشعراونثرترمنځ په توپيرځينوپوهانوخپل اندونه څرګندکړي دي چې دځينواندونوسره یې هوکړه کوم خودځينوپروړاندی یې بېله کتنه لرم . زما په اند ، شعرداولسي ادب اوکلتورلومړنۍ شفاهي بڼه وه چې دغږاوژبې دؤدې سره رامنځته شوې ده . داسې ښکاري چې نظم به دانسان دژبنۍ ودې هومره لرغونتیاولري . شعریانظم په تاریخي توګه دغږیوه ځانګړې شفاهي بڼه وه چې خپل ځان یې ترڅنګ وساته اودنثرپه پرتله یې تونده اغېزه هم کمه نه شوه . ددې سره سره چې نثردژبې نوې اوپرمختللې بڼه ده ، د نظم مینه وال زیات دي . تاسوبه په نړۍ کی ډېرلږخلک پيداکړۍ چې د نظم ، سازاوموسیقي سره مینه ونه لري اوداددې ثبوت دې چې نظم دنثرترڅنګ خپله ځانګړې اغېزه او بڼه ساتلي دي . نظم په سوادپوری اړه نه لري خونثریې لري ، نظم بیا دموسیقي الاتوسره نېغ اړیکي لري خونثریې نه لري . که څه هم سړې وئيلای شي چې شعرد نثر ځانګړې لنډه بڼه ده خوداچې شعرله نثرڅخه پخوانې دې نوښه به داوي چې ووایوچې په یوه حساب شعرپه خیال پایي خونثرپه شتون ؛ شعراونثردافهام اوتفهیم دوه ځانګړې لارې دي ، دوه ځانګړې ادبي وسیلې دي ، دوه ځانګړي سبکونه اوبڼې دي . شعراونثردادب داسې دوه اولادونه دي چې بېل مخونه ، بېل خویونه او بېل نومونه لري خوپه خپلومنځوکی دخپلوۍ جرړې هم لري . که دمینې په هکله سړې یواوږدنثرولیکي نوهماغومره کیف اوخؤند به ولري لکه دمینې په هکله یولنډ شعرچې څومره خؤند اوکیف لري (دګل پاچاالفت نثرونوته کتنه وکړۍ ) خودشعرپخوانښت ، جوړښت ، د وئيونوټاکنه ، وزن اوقافیه ، تشبهات اودموسیقي سره اړیکي دنثرپه پرتله په حس چټکې اغېزې لري . که سړې په شعرپوه هم نشي ، خؤندتری اخیستای شي خوکه دنثرپه موخه څوک پوه نشي ، اغېزې هم نه لري . شعردوئيونوپه ټاکنه جوړیږي اونثردجملوپه جوړؤنه . دشعرکلاسیکه اوتاریخي بڼه په وزن اوقافیې ولاړه ده اودهمدې فني جوړښت اوځانګړتیا له کبله شعرله نثرڅخه ګوښې پېژاندل شوې دې . له شعرڅخه دنثرځانګړتیاداهم ده چې نثردیوشي یایوڅه په هکله ترهغوڅېړنه کوي ترڅویې چې مطلوب شې یا څه نه وي په ډاګه کړي لکه دبېلکې په توګه دلیلااومجنون قیصه به په یوڅه پېلیږي ، څه به پکی وي اوپه یوې پایلې به ختمیږي خویوشاعربیا همدغه اوږده قیصه په یوشعرکی رانغاړي ، ځانګړي وئیونه (لغاتونه ) ، وزن اوقافیه ورته ټاکي ترڅوپه اصطلاح دلؤستونکواواورېدونکوشپږم حس رابیدارکړي اوپه هغه څه فکرکؤلوته وهڅیږي اوځان پری پوه کړي چې شاعرپه خپلوغؤره شؤو وئيونوکی نغښتي وي . دليلااومجنون په هکله د (مينې ) او(غم ) دوه وئيونه هرڅه بیانولې شي خوپه نثرکی دادوه ویونه نشي کؤلای ددوې په هکله لکه نظم اتوماتیک ټولپوهاوې رامنځته کړي .
دغه رنګه که شاعردلیلااومجنون ترمنځ [کلکه مینه] په دې بندکی انځورکړي : « دلیلامینه له مجنون نه نه ځي » نواورېدونکوته د(ليلااومجنون دهویت ، ځای ، څرنګوالي اوپایلو ) په هکله پوښتنې نه ورولاړیږي . هغوی په همدغوبندونواووئيونوقناعت کوي اودلیلا اومجنون ترمنځ پخه مینه درک کوي خوکه همدابند په نثرداسې ولیکل شي : دلیلااومجنون مینه لمنځه نه شي تللای ، نوبیا ورسره داپوښتنې چې (لیلا اومجنون څوک وو، ددوی ترمنځ داسې کلکه مینه څنګه پيداشوه ، چېرې پيداشوه ، اوبلاخره څه وشو) اوداسې نورې پوښتنې هم ځوابؤل غؤاړي ترڅوپه موضوع پوهاوې رامنځته شي . نثردشعردپټ رازپه وړاندې دهرڅه یاهرشي په هکله ډاکیزه څېړنه اوکتنه لري اوپرته له دې نشي بشپړېدای خودشعردوه بېتونه کولای شي یوه موضوع په ځان کی ځای کړي .
په نثرکی ګرامري جوړښت ، منطقي پېل اوپای وي ، په منځپانګه یې نیوکې وي ، دچاخؤښ نه شي خوپه شعرکی منطق اوګرامردومره ونډه نه لري ، سړې کولای شي په شعرکی په اصطلاح له یوغره څخه بل ته دانګ ووهي اویوشې یایوڅه دبل سره دخپل ذوق برابرپرتله کړي اودچاله نیؤکواوقضاوت سره هم مخ نه شي .
دازاد شعرنؤښت داسې دې لکه دپيکاسودځانګړې بڼې انځورګري . که هغه پخپل انځورکی دچاپوزه (پزه) دمخ پرځای په سینه کی وکاږي ، بیاهم هنردې . [زه] دپيکاسو(کاړيواړو) ته هم هنروایم خوهغو لیکنیوآوتوباوتوته چې نه وزن لري ، نه قافیه ، نه پکی تشبېهات وي اونه کلاسیک جوړښتي توکي ، نه پکی ګرامروي ، نه منطق ، نه شعرته ورته وي اونه نثرته ، شعرنه شم وئيلې اوپه دې هم بې وسې یم چې یونوم ورکړم . یوخنثا شي ته نوم ایښودل هم ګران کاروي .
بخښنه غواړم که زما پوهه لاهغه کچ ته نه وي رسېدلې چې په اصطلاح په ماډرن شعرپوه شم اودځينوپه نظربې پوهې ښکاره شم خوکه څوک راته پدې هکله ښؤونه هم وکړي بیاهم راته ازادشعرونه دشعراونظم په څېرنه ښکاري او یوداسې نثربه یې بولم چې نه کیفیت لري ، نه ګرامر.
دپخوانیوډبرلیکونویااویستا ،رګویدا اونوروتاریخي اثاروپه استنادکه نثر په ټولیزه توګه څوزره کاله زوړوګڼونوتردغه وړاندی چې لیک نه و، څه وو؟
ښایي تاسوبه زماسره توافق ولرۍ که ووایم چې شفاهي نظمونه دقامونودزېږېدوسره زېږېدلي دي خونثربیا دلیک لؤست دؤدې سره رامنځته شوې دې . نوپه تاریخي کتنه ، دپخوانښت له مخې ، دتاریخي جوړښت له مخې ، دوزن اوقافیې دجوړښت له مخې ، دفن له مخې ، داغېزوله مخې ، دموسیقي الاتوسره دبرابرښت له مخې ، دخؤندلمخې ، دتشبهاتوله مخې ، درازاو سازله مخې دنظم اونثرترمنځ ښکاره پولې شته . داچې څوک یې نه پېژني یایې نه مني ، دهرچاخپل کاردې خودنظم اوشعراصلیت ، لرغونتوب اواغېزمن ځواک نشي بدلېدای اونه شعراونظم په نثرکی مدغم کېدای شي . که چاداکوښښ هم کړې وي ، ځای یې نه دې نیولې . ما تراوسه کوم ازادشعردموسیقي دالوسره برابرنه دې اورېدلې اوپه ډاډه زړه وئيلې هم شم چې که څوک یې وهم اوري ، خوله به بې ورته پيکه شي اوساه به یې ورته لنډه شي . دپای ټکې دادې چې ازادشعرنه نثردې اونه نظم . نظم خپل خؤند ، جوړښت ، غږاواغېزه لري اونثرخپل جوړښت ، اغېزه اومنځپانګه .
زما خبره چې که ( کدواوخربوزه یورنګ ښکاره هم شي ، خؤندونه یې بېل دي)
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې