Wednesday, May 21, 2008
لیکنه : مشواني
آيا دزده کړو ډيپلوم ، ارو مرو د مهارت د ډېرېدو او کاري وړتيا ضمانت کولى شي؟
دافغانستان لپاره په دم ګړۍ کی داپوښتنه بې ګټې نه ده خوکه داسې پوښتنې څوک له چانه په یوپرمختللي هیوادکی وکړي ، کېدای شي دیوې حئيرانې موسکاسره په یوه ویي (هو) باندې ځواب شي ځکه چې په نورتفصیل اواړتیایې خلک اګاه دي اودتعلیم اوتربیې په ماهیت اوقېمت هم خبردي . کېدای شي زمونږ اودهغوی ترمنځ په فکرکی دومره توپيروي چې هغوی بې سنده هیڅ شې نه مني خومونږ دسندونو سره سره ډېرڅه نه منو. د یورښتینې دیپلوم معنا هم داده چې دخپل څښتن دلوړمهارت اوورسره وړتیا ضمانت وکړي ځکه چې ددېپلوم حاصلوونه اسان کارنه دې بلکه خورازیار، کوښښ ، لیاقت اودماغي قووت ته اړتیالري خوکه چادنیکلي چاینکوپه تجارت اویادپېښوردکابلي بازارله نابغه و څخه حاصل کړې وي نوبیا هیڅ ضمانت نشي کوولای . له بله پلوه دلوړوزده کړو معتبرسنددرلودل یوداسې ویاړدې چې نه یواځې درلودونکي پری هسکیږي بلکه دهغه شخص دبچوپه روحیه هم ښه تاثیرغورځوي اویوهڅوونکې پئیغام ورکوي. دافغانستان حالاتوداسې شخصیتونه چې لوړې زده کړې یې درلودې ، دزیاتوستونځوسره مخ کړه اودخپلې مسلکي وړتیا سره سره دژونددکړاوونوله درنوپېټوڅخه خلاص نه شول اونه ورته موقع مساعده شوه چې په خپل ټاټوبي کی له خپلوتجربوڅخه هم ځان اوهم نورهیوادوال مستفید کړي . له بده مرغه زمونږ هیواددتعلیم اوتربیې اولوړوتحصيلاتوپه سیالیوکی دنړۍ ترټولووړوکي هیواد ، مالدیف سره هم ځغلېدای نشي ځکه چې هلته یوکب نیوونکې هم بې سواده نه نشته ، په افغانستان کی دنارینه اوښځينه وګړودلیک لوست سطحه هم برابرنه ده ، تولیدي زېرمې اوسرچینې لادومره پياوړې نه دي چې وکوولای شي دسړیسرعاید له لوړېدوسره مرسته وکړي ، تقاضااوعرضه سره په یوه ډاډمن سایکل کی نه دي اچوول شوي اونه هغسې مټوره قوه شته چې دغه سایکل بې له ځنډه وچورلوي ، له تولیده مصرف په کراتوزیات دې ، که دبهرنیوهیوادونومالي مرستې نه وي افغانستان به ونشي کوولای ځانته نیمه خپلواکه بودجه هم برابرکړي اوداسې نورټولنیزبېړني اموراوچارې دي چې درغون لپاره وړمتخصصینواودهغوی مهارت اوتجربوته اړتیالري ، ټولنیزې اوتخنیکي چارې ټولې یورنګ نه دي ، په هغوکی لوړې اوساده کته ګورۍ شته چې په ځپل ځای لږاوډېراهمیت لري ، ځينې امور له لوړوزده کړوپرته نشي چلېدای خوځینې بیادومره لوړوزده کړو ته اړتیا نه لري لکه دبېلګې په توګه طب ، انجینري ، علمي څېړنې ، لوړې دولتي ادارې ، حقوقپوهنه ،اقتصادپوهنه ، نړۍ واله سیاستپوهنه ، دلوړوزدهکړوښوونه اوورته مسلکونه سندلرونکوماهرینواومتخصصینوته اړتیالري . ددې ټولومسلکونولپاره په مختلفوسطحواودرجوشهادتلیکونه ټاکل شوي دي چې دزده کړو دبریالي پای ته رسېدواوازموینې وروسته په رسمي اومنل شوې توګه فارغانوته ورکوول کيږي . ددرجې پېژندګلوي اودرسمیاتودود په ديني تأسیساتوکی هم شته ، یوطالب ته ترهغوملا نه وئېل کیږي ترڅوچې یې دملاتوب وړدیني زده کړې نه وي کړې اوهرملا ته مولوي نه وئېل کيږي ترڅويې اړوند دیني علوم نه وي زده کړي اودمولویت دستارورته نه وي تړل شوې .دغه رازلکه څنګه چې یوانجینیرته د ډاکټردنده اسانه نه ده همدغسې یوډاکټرته دیوانجینیردنده اسانه نه ده نوددې لپاره چې دواړه متخصصین په مناسبه دنده وګمارل شي ، باید وړتیایې په ثبوت ورسي اودوړتیا یوسترثبوت تعلیمي سندونه دي . دغسې یوه ګومارونکې اداره په دې پوه وي چې دخپلې مؤسيسې لپاره څنګه اوپه کومه درجه ماموراستخدام کړي ، ددې کارلپاره هغوی خپلې کاریزې لایحې لري اوددغولایحوپه مرسته وړمستخدمین لټوي او په کاريې ګماري ، اوکه داکارونه کړي ، مؤسیسې اوادارې به یې له سقوط سره مخ شي . په دنده ګومارنه (استخدام ) هم تجربې اوهم مهارت ته سخته اړتیا لري ، یواسخدام کوونکې باید ښه قضاوت ، ذکاوت اوپېژندپوهه ولري ترڅوتکړه ، تجربه لرونکي ، فعال اوماهرمراجعه کوونکي پيدا کړي اویواځې پخپله وړتیا ورته ماموریت ورکړي . کارورکوونکوته به داهم ستونځمنه وي چې په شفاهي توګه په هریوباوروکړي . که دولتي سیستمونوته پام وشي نوهلته هم دمختلفو کته ګوریواورتبومامورین استخدامیږيخودغه استخدامونه په پټوسترګونشي کېدای اوکه وشي چارې به یې له ستونځوډکې وی . له بده مرغه زمونږ په هیوادکی کاري اومسلکي وړتیاته دومره پام نه کیږي لکه څومره چې عنعنوي اودودیزواړیکو، شخصي اوسیاسي تړونونوته ارزښت ورکوول کيږي .اودې کاردهیواد رغوونه سخته سسته کړېده . په پای کی به ووایم چې که دېپلومونه دومره بې اهمیته شي ، نودپوهنتونونوبه څه حال شي ؟ له دې پوښتنې سره چې آيا دزده کړو ډيپلوم ، ارو مرو د مهارت د ډېرېدو او کاري وړتيا ضمانت کولى شي ، داپوښتنه هم وشي چې آيا په افغانستان کی زمونږ پوهنتونونه دفارغانود مهارت د ډېروالي او ډاډمنې کاري وړتيا ضمانت کولى هم شي که نه ؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې