
مسلمان دزړه په صدق
داسلام دي دادوه رکنه
مسلمان رښتینې دادې
کل حجاب دسړي خپله ناپوهي ده ...... دهرچالیده دفهم په مقدارشي
مېرزاخان انصاري
چې احسان تری پيداکیږي کان هغه
په جهان دننګیالودي دادوه کاره
یابه وخوري ککرۍ یابه کامران شي
مخ یې مخ ، قول یې قوول، عهدیې عهد
نه دروغ ، نه یې فرېب نه تش تپاک
مردهغه چې همت ناک برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زیست وژواک
لږوئيل، ډېریې کوول په خاموشۍ کی
...... دغونچې غوندی خوله ډکه سینه چاک
دولت دخلکوپه اتفاق کی دې
...... هغه به خوارشي چې په نفاق کی دې
که توفیق داتفاق پښتانه مومي
...... زوړخوشحال به دوباره شي په داځوان
که سړې په مصلحت کی لربرنه شي
...... زه ضامن یم دده کاربه ابترنه شي
پېرزوینه ، ښه سلوک ، نمځنه عدل
...... که دې داخویونه شته څه غواړې نور
دیارۍ اود دوستۍ لایق هغه دي
...... چې ازارورځنی نه وي موراوپلار
که دی زړه دې چې به نه مومې له چانه
اول ته پرېږده دبدوخصلتونه
هغه کارچې په نرمۍ ترسره کيږي
څه حاجت چې رساوه شي ترجنګونه
وهغووته که قهرکړې روادي
چې لري دبدوفعل بدخویونه
په هرکارکی چې درپېښ شي بېړه مه کړه
په تلوارسره ورانیږي جوړکاونه
دښه دین لپاره علم دانش ښه دې
نه په داچې پری لوټي پردي کورونه
په جهان کی که مردان دي هم هغه دي
چې وسختې وته ونیسي ځانونه
چې بدانوسره ښه کړې قباحت دې
دبدانوخوهمتورښه دي مخونه
بې حیا سترګې به څه کړې که زېبا وي
ارتینه چې زېب لري پوهه یې نه وي
په ښائست یې غلط مه شه سپينه غواوي
هغه یارعبدالقادره ترسپي زارکړه
هغه زړه به له طوفانه په امان وي
چې کشتۍ غوندی دخلکوباربردارشي
که امېد لرې له رحم له کرمه
ستاهم بویه په هرچاباندی کرم
دهرچاسره چې کړې هغه به مومې
دهیڅ تخم مېوه نه درومي برهم
اوس ده ستارضا، نېکي کړې که بدي کړې
نېک اوبد، دې دواړه کښې شي په قلم
دزرې په څېردلمرپه طلب ګرزه ل
که تیږه هسې پروت په زمین مه شه
کارپه تش لستوڼي نه شي بې دلاسه
لاس په توره کړه بې لاسه استین مه شه
که بلنده مرتبه دچا په کارده
لوی مقام دې عدالت په دادنیا
چې داوسپنې ځنځيرشړوي په ګوتو
هغه دېوپه اومه تارداحسان نښلي
پتنګ نه دې په ډيوه چې ستي نه شي
بلبل نه دې چې په ګل فریادي نه شي
زړه یې مه بوله تورکاڼې دصحرادې
په لیدودزخمي زړه چې زخمي نه شي
دسړوکاردې چې دخپل وطن کارونه جوړکړي
جونه اوپېغلې سینګارونه کوي ځان جوړوي
ډېرتفاوت دې په انسان کی دمعنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
مینه:
___
چې ديارپه نامه وینه وم په دم کی ...... دغه یادبه یې دخوږخاطرمرهم کړم
مېرزاخان انصاري
بدرګه که محبت راسره نه وای
یک تنها به په خونخوارولاروتلل څوک
یابه سردخپل ورمېږ په وینوسورکړم
یابه ښکل کړمه داستاشونډې ملوکې
سترخوشحال خان خټک
په هغودهجران څه چې یاریې نه وي ...... زه یې ځکه په اوروسوم چې اشنایم
اشرف خان هجري
یارمې تله دباغ په لور کاندي پوهېږم ...... ګل به حسن ترېنه پورکاندي پوهېږم
عبدالقادرخټک
که عالم دې که ادم دې چې موجوددې
پئيدائش واړه له عشقه دې ای مسره
زه له عشقه یم زوکړې عشق له مانه
مسري خان ګیګیاڼي
داجهان دې خدای له عشقه پئيداکړې
ترعشق غوره بل څه کارپه دنیا نشته
سره په وینودسروګلوپه څېرزانګي
ستادعشق حرفونه تورنه دي ګلګون دي
رحمان بابا
ماله یاره سپينه خوله په خنداغوښته
محبوبه پرپالنګ واوښته له خوبه
پيرمحمدکاکړ
چې دې زه یمه لوټلې پری دلبره
هغه شان دې بیاخندلي دي که نه
درېغه یوځل مې ګوګل درته پاره کړې
چې مې غوڅې دزړه ولې دي که نه
اوس له وېرې په کوڅه ورتللې نه شم ...... مادمستوسترګوجنګ لیدلې نه دې
مطیع الله
دایې خط نشونما کاندي په مخ کی
یادښکلودپاولیوشرنګهاردې
دازماله غمه شین زړه پکې خیال دیاردشونډو
هسې رنګ زېب وزینت کا لکه مئ په شنه پياله کی
حمیدبابا
مه ګوره بې خطه قلندره دیارمخ ته ...... بې توروړندیږي چې څوک وګوري کاغذته
قلندراپریدې
چې دپله خاورې دې بادراباندی راوړي
سودایي که همتناکه دېوانه یم
چې کنډرته مې دتن ننووت غل شو
زلفوځکه دې تړلې زما روح
لېدې نه شي زه په دا ورته حيران یم
ښکاري څنګه دې ویشتلې زما روح
علیخان
داڅوورځې چې دژوندپه نوم یادي ...... بې له مینې که تېریږي ضایع کیږي
ګل پاچاالفت
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې