که لؤلئ یې ، ویې لولۍ

په یوه تا زه خبرکی لیکل شوي دي چې دلومړي ځل لپاره په ګپشپستان تالارکی د « ډ مو کراسي » نړۍ واله ورځ په د ا سې پرېکړه چې ( هیڅکله به په نړۍ کی دخپلواکۍ غوښتونکوقؤوتونو له ټولیوبېل نه شي ) ونمانځل شوه اوګډونکوونکوپه یوه اوازچغې وهلې چې « نو-چېنج » . په خبرکی لیکل شوي چې دمحفل له سازماني څخه پوښتنه وشوه چې محفل موولې بې ټنګ ټکوره دې ، هغه وویل چې مونږ ته له پا سه امرشوې ؤچې په وطن کی موغریبي ده په غم ښادیوکی فرق کوۍ نوځکه په ځينومحفلونوکی داصراف مخه نیول کیږي خوکه بل طرفته وګورونوپه داسې نړۍ والومحفلونوزمونږځلاهم مهمه ده ، دنړۍ خلک به څنګه پوهووچې مونږ انسانان یو، په هرڅه خبریو اوکه خبرنه یوخبربه شو خومونږ ته به دخروګومان نه کوۍ ، مونږ خوشې لافې هم نه دي وهلي ،مونږدهرچالپاره ازادي تضمین کړې ، زمونږ سره ژوندي ثبوتونه شته چې زمونږ هیواد دنړۍ ځانګړې ازادهیواددې چې رسماپولې نه پېژني ، که باورمونه راځي ورشۍ دافغانستان په هرګؤټ کی که موخارجیان ولیدل پوښتنه ترې وکړۍ چې په تېرو ۷ کالوکی کوم چارواکي دشرط لپاره یوځل پوښتنه تری کړې چې ويزه لري کنه اوچېرې ځي اوڅه کوي، خوپه یقین سره وئیلای شم چې دوي به په خپل وطن کی زمونږ اولسمشرلابې ویزې اوتالاشي پرېنږدي . زمونږ په هېواد کی هرڅوک دډموکراسۍ پلوي کوي ، هغه که نردې اوکه ښځه ، ږيروردې که بې ږيرې ، ټول ازاددي، که کله ناکله دساعت تېرۍ لپاره یود وه ساعته بودنه بازي اومرغجنګي کوو ، دچاپی څه چې په بغارویې دخلکوغوږونه کاڼه کړل چې فلانې چارواکې بودنه بازدې ، بیستانې چارواکې سپي جنګوي ، بله ورځ به وایي وزن دې زیات دې په خره مه سپرېږه ، نوخره له مونږه ښه دي ؟
خبریال لیکي چې له د ې سړي دخلاصې نه یم ، کله دا غرولي کله هغه ، اوپه خدای که پوهېږم چې داخبردې که مرکه ، خوښه به داوي چې همدلته ورته دپای ټکې کېږدم .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه