حی علل فلاح


دسولې دنړۍ والې ورځې له ډاډ سره په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کی لکه دمؤذ ن د (حی علل فلاح) سره په هر ټوپکوا ل ، هررشؤت خور ، هرفسادي اوفتنه ګر ، هرقاچاقبر ، هرمتعصب اوکرکجن ، هرتنظیمي ، هرګوندي ، هرحزبي ، اوهرزورواکي غږ کوو چې له رشؤته نوره توبه کړي ، له فساداوفتنو لاس واخلي ، مینه اوورورولي جوړه کړي ، ملي سیاست اوکورني حئثيت ته مخه کړي اودافغان اولس له شریفو ، دیانت لرونکو، امانتګرواودادارې اودولت وړ هیوادپالواستازو څخه یوه ملي دولتي اداره رامنځ ته کړي . مونږ دکورنیواوبهرنیوټوپکوالواوبمباردچیانوڅخه په کلکه غوښتنه کؤوچې دپښتنوسره دوښمني ختمه کړي ، په دوی بمبارۍ اویرغلونه بس کړي او دوی پخپل کلي اوکورکی دخپلوبچوسره عادي ژوند ته پرېږدي .
مونږ د تخارولایت په خوجه بهاؤالدین اولسوالۍ کی دازبک ټوپکوالواوزورواکونه غواړوچې ۷۰۰ برمته شوي پښتانه پرته له قېد اوشرطه ازاد کړي اوهغوی ته خپلې ځمکې وروسپاري .

افغانان په دې ورځ دپاکستان ، ایران ، ازبکستان ، تاجکیستان ، روسیې ، عرب هيوادونو، چین اوهند څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کی د رښتیانۍ سولې دراوستواوټينګښت لپاره په صداقت اوبېطرفۍ دافغان اولس ملګرتیا وکړي. ،
دافغانستان ګاونډي هیوادونه مکلفیت لري چې دمخدره موادو اوانساني تجارت مخه ډ به اولارې یې بندې کړي ، همدغه رازدمافیایي بانډونو اونړۍ وال قاچاقبران ، ولوکه دناټوپه عسکروکی هم وي ، نړۍ ته رسوا کړي .
ګاؤنډي اودسيمې هيوادونه نه شي کؤلای خپله جامعه له هغوناورینونواوخطرونوڅخه وژغوري چې دافغانستان اولس ورسره لاس اوګرېوان دې نوځکه مکلف دي چې دخپلو هیوادونواوخلکودحفاظت اوروغتیا لپاره دمبارزې ډ ګرته ودانګي .
مونږد سولې دورځې دنړۍ وال ارزښت په درک کؤلو، د فلسطینیانواودنړۍ دټولومظلومواوبې حقوملتونوسره یوځای دسولې ، ازادۍ اوخپلواکۍ غږپورته کؤواوقابضوزورواکواوداسلحوکاروونکوته د سولې ، امن ، عدالت ، انصاف اوانساني کرامت ته ددرناوي بلنه ورکؤو.
مونږدسولې په لوړغږ خپل زورېدلي پښتانه وروڼه زغم اواتفاق ته دعؤتوواوپام یې دیوه سوله ایز ، غښتلي سیاسي، ستراو خپلواک خؤځښت اوتړون ته اړؤو چې دډاډمن بري اوتحفظ یواځینۍ لاراودوخت له غوښتنوسره برابره ده . مونږ پوره باورلروچې پښتانه کؤلای شي چې په خپل نوم سوله ایزه مبارزه کی خپل وقار، عزت ، خپل اولادونه ، راتلونکې نسل ، شتمني ، پښتونؤلي ، اسلامي تقد س ، کلتوري اوفرهنګي ارزښتونه اوهویت وژغوري اودپائښت اوپرمختګ خپل وسائيل ترلاسه کړي . پښتانه دنړۍ هغه سترقووم دې چې دازادۍ لپاره یې په هروخت سرښندنې کړي ، دوی هروخت دهنددنیمې وچې په ساتلوکی دنړۍ دستروزبرځواکونوسره دډغروپه لومړي صف کی ولاړؤخوددوی مبارزې دبل چاپه نوم ثبت شوي ، هغه وخت نني وسایل اوعلم نه وو ، اوس بل اوبېل وخت دې ، پښتانه سټلائټ نه لري چې پخپله خاوره کی دپردیوکړنې وڅاري خونوریې لري اودشپې په توره تیاره کی هم هرڅه څارلې شي ، همدغه علت دې چې که دپښتنوپه سیمه کی یوخارجي عسکرووژل شي ، په بدل کی یې سل پښتانه وژل کیږي ، نودسلوپښتنودژوندي پاتې کېدو اودخپلوحقوقولپاره دمؤثرې مبارزې ښې سوله ایزې اوډاډمنې لارې اووسائل شته چې پښتانه یې باید ترلاسه کړي .


ددې مبارزې اوارمان په ملاتړ وایو :

پياوړي اوبریالي دی وي دسولې اوازادۍ پلؤیان

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه