خپلواکي ،ازادي اوبلواکي


پښتنودیوه خپلواک دولت اوهیوادڅځه پخوا دهندوستان په کوچنۍ وچه پاچاهي کووله. ددوی دحکومت ډولونه ساده
اودوخت اوسیمې دشته حکمرانانو په پرتله پرمختللي اوپه انصاف ولاړوو. د بېلګې په توګه بهلول لودي یوداسې پاچاؤچې کله به یې په جرګه کی ګډون کاوه ، دې به په تخت نه کیناسته بلکه دجرګې دیوه عادي غړي په توګه به دنوروسره په ټغرناست ؤ ، دشېرشاه صوري ځانګړتیاپه عدالت کی وه چې دانصاف اوقانون په معاملوکی یې خپل ځان ، خپله کورنۍ اودبل کورنۍ یورنګ ګڼل اوپه دې کړنه کلک ولاړؤ، احمدشاه ابدالي چې هرځای فتحه کاوه ، دهغه ځا ی اوسېدونکې به یې حکمران ټاکه اوپخپل فوځ کی یې دنوروقومونواوپښتنوترمنځ فرق نه کاوه . که سړې دپښتنوتاریخ په علمي اوناپييلي توګه وڅېړي ، نوپوه به شي چې پښتنوپه بل قؤم اوهېوادلومړني ګوزارونه نه دي کړي بلکه دهرغلیم اویرغلګرڅپېړوته یې زغم هم کړې خوهغه متل دې چې وايي ، کاسه چې ډکه شي له مورګوواوړي ، دغسې پښتانه چې دزور، ظلم اویرغل سره مخ شوي ، دځان دژغورنې لپاره راپاڅېدلي اوددوښمن سره په ډغره شوي دي توره اومېړانه یې کړې اوهریرغلګرته یې ماتې هم ورکړې خوپه خواشینۍ سره بایدوویل شي چې ددې ټولوفتوحاتواومېړانوسره سره پښتانه په حقیقي توګه دازادۍ اوخپلواکۍ څښتنان شوي نه دي ، ولې ؟دایوډېراوږدبحث دې خوپه لنډوټکوکی بایدوویل شي چې ترډېره حده پښتانه دخپلوغمیزومصؤلیتونه هم په غاړه لري . دوی دمیروئیس خان څخه راوروسته خپلمنځي اتفاق ونه کړاودانیمګړتیایې ددې سبب شوه چې ملي اګاهي ، ملي یووالې ، ملي طاقت ، ملي ښېګړې اوملي بریاوې تل دخطرونوسره مخ شي . نن په پښتنوکی داسې رواجونو اوذهنیتونوته غېرت ،مېړانه اوانصاف ویل کیږي چې هډوارزښت نه لري اولکه مرګونې ناصورپه اسانۍ تداوي کیږي هم نه . نوخپلواکي ، ازادي اوبل واکي به څه اغېزه ولري .

نن زماددې لیکنې منځپانګه « بلواکي ، خپلواکۍ اوازادۍ » ته بېله شوې ده .راځۍ چې په هریوه یوڅه خبرې وکړو:

۱ – ازادي :

ازادي داسې یوحالت ته وایي چې دانسانانوخپل ذاتي اوټولنیز حقوق پکی خوندي وي اودیوانسان ، ډلې اوملت حقوق دبل انسان ، ډلې اوملت په اختیاراوکنټرول کی نه وي . دارنګه حقونه بیاپه فردي ، ټولنیز، ملي اونړۍ واله کچه ټاکل شوي دي چې دملګروملتونودسازمان لخواپېژندل شوي اومنل شوي دي . دانسانانوذاتي حقونه پولې نه لري اودنړۍ دټولوانسانانولپاره یورنګ دي لکه دژوندحقونه ، دعقېدې حقونه ، دخبرواوفکرحقونه ، دپېژندنې حقونه ، اوداسې نور ، خودانساني ټولنو، ملتونواوهېوادونوحقوق خپلې ملي اونړۍ والې ځانګړتیاوې اونورمونه لري اوددغوځانګړتیاواونورمونوپه رڼاکی پېژندل شوي اومنل شوي دي . دبېلګې په توګه ښایي یوه ټولنه په اروپا اوامریکاکی قانوني اواخلاقي حقوق ولري خوهمدغه نورم اوځانګړتیاوې بیادنړۍ په ځينوهیوادونوکی دمنښت اوچلښت جوګه کېدای نشي ، نوځکه له نوروډېروسیاسي ، کلتوري اواقتصادي توپيرونو، ارزښتونو، ګټواوټولنیزوژغورنواوساتنوپه موخه ملتونه خپلې خپلواکي ته ارزښت ورکوي

۲ - خپلواکي :


په فکر، فیصلو، کړنواوتصمیم نیولوکی دیوفرد ، ټولنې اوملت خپل اختیارته خپلواکي وایی اولکه ازادي داسې هيڅکله دقانونیت له چاپېریاله نشي وتلای . ازادي اوخپلواکي دامعنانه لري چې هرڅوک چې هرڅه وغواړي دهغه اختیارباید ولري بلکه د هغو فردي ، اخلاقي ټولنیزواونړۍ والواصولواونورمونوتابع ده چې په ملي اونړۍ واله سطحه منل شوي دي اوپه ټولنواوهیوادونوکی قانوني چلښت لري اودملګروملتونولخواپه رسمیت پېژندل شوي دي . ددوهمې نړۍ والې جګړې په پایله کی دملګروملتونوسازمان په دې موخه رامنځ ته شوچې دنړۍ دملتونوازادي ، خپلواکي اوحقونه دبیا خطره وساتي اویونړۍ وال نظم ، تحفظ ،ملګرتیا اواصول رامنځ ته کړي اوددې سازمان دغړوهیوادونوترمنځ دسولې اوتفاهم بنسټ جوړکړي خوله هغه وخته تراوسه بیاهم لیدل کیږي چې نړۍ دیوبل نړۍ وال ګواښ اوناورين سره مخ ده ، دکمزوروهیوادونوازادۍ اوخپلواکۍ ته دپياوړوهیوادونولخواهماغسې خطرونه موجوددي لکه د۱۹ مې پېړۍ په اوږدوکی ، دکمزوروهیوادونوطبیعي زېرمې ددغوهیوادونولپاره مرګوني اووبایي خطرونه رامنځته کوي ، ددغوهېوادونودوګړوبدحالت ، دعلم اوپوهې نشتوالې اوددې سره دصنعت اوپانګوالۍ نشتوالې دوی ته دخپلوطبیعي زېرموڅخه داستفادې خپلواکي نه ورکوي اوددې پرځای چې دسیالانوسره سیال شي ، صنعتي پياوړوهیوادونوته دلاس اوږدوولواوخېرغوښتلولپاره اړدي . ددې ګدایګروهیوادونوچې مخکښ یې افغانستان دې ، وګړي اوحکومتونه کمزوري دي ، دوی خپل راتلونکې ، خپلې ملي ګټې اوپه دې منځ کی ړومبیتوبونه نه پېژني ځکه چې اګاه نه دي اواګاهي خوپه علم اوپوهې پورې اړه لري اوداخوهلته په دغوهیوادونوکی دقحطئ ترحده موجوده ده . د۱۹۷۸ ع کال دثؤوردکودتا نه راپدېخواترداننه په سیاسي ،اقتصادي اومذهبي اخ اوډب کی ټول زوردګؤتوپه شمارهغوڅوسړکونو،څو انجینرانواوکارکوونکو، څوښوونځیو، استاذانواوشاګردانو، څو روغتونونو، رنځورانواوډاکټرانو، څوخټينوکلیو،ښارونوڅخه ووځي ، چې په سوال اوخیرات افغانستان حاصل کړي . دا یوڅوکدرونه ، یوڅوسړکونه اویوڅوښؤنځۍ هم دچا په خپل مسلمان ورورنه پېرزوکیږي ، ورته ورانوي یې . افغانان دخپلونیکونوپه باتورۍ ، غېرت اومېړانې ویاړي خومایوهم ونه ليده چې په عمل کی دخپلوددې ملي شتمنیو ساتنه وکړي اوورانکاروته په نره ووایي چې تاسو نشۍ کوولای زمونږدبچودتعلیم مخه ونیسۍ ، استاذیې ورته قتل کړۍ اوښوونځۍ يې ورته وسوځۍ ځکه چې دازمونږملي شتمني ده اودازمونږدراتلونکي نسل دبقاوسائل دي ، تاسو نشۍ کوولای زمونږدرنځورو ځوانو خوېندواولوڼوشفاخانې ورانې اوډاکټران يې قتل کړۍ ځکه چې مونږنه غواړوچې خپلې لوڼې اوخوېندې دتداوۍ لپاره پاکستان ته بوځو. که خبره په مذهب کی وي نواسلام خووایي چې که لاره دمسجد په سبب بندیږي نومسجد ړنګ کړۍ اولاره پری جوړه کړۍ نوورانکاري په کوم دلیل اوکوم مذهبي روایت دعام المنفعه تاسیساتوسره دوښمني کوي ؟ کومه اخیستنه اوپوهېدنه چې ځينې افغانان دازادۍ او خپلواکۍ په هکله لري ، سمه نه برېښي اونه باراومېوه لري . ازادي اوخپلواکي یواځې داستعمارڅخه دخلاصون معنانه لري بلکه خپل علمي ، تخنیکي اواقتصادي پرمختګ ځواک اووسایلوته خپلواکي هم وایي . افغان اولس دخپلواوپردوله لاسه ګدايي اوخيرات ته کښېناست اوپخپله له دې ستونځې څخه دوتلواګاهي اومهارت هم نه لري نوپه څه شي به خپلواک شي ؟ علم ، تخنیک اواقتصاد نه په خیراتونوحاصلیږي اونه دجګوشملوپه ستاینه بلکه په زیار، فکر، خلاقیت اوپه نغښتومټو.
داخودزرګونوپېلګوڅخه یوه ده چې دخپلواکۍ ، ازادۍ اوبل واکۍ په پوهاوي کی ورته اشاره وشؤه ، کېدای شي یوڅوکسه پيداشي قضاوت اوفکرپری وکړي چې زه څه وایم ، ایادې روانوجګړو،ناخوالواوتاریځي پندونوهم په کومه کوپړۍ څه تاثیرکړې چې ووایوځه که افغانانودومره ستونځې اوناخوالې وګاللې اوقربانیانې یې ورکړې خودخپل راتلونکي نسل دبقالپاره یې دایاهغه وکړه ، هغه « دایاهغه » څه دي ؟ زه به ړوندیم چې نه یې وینم نو!

۳ – بل واکي
:

دادوه غوټه شوي ؤیونه دي چې یویې (بل ) اودوهم یې (واک ) دې .کله چې یوانسان ، یوه ډله ، یوقؤم اویایوملت دڅه په هکله دغؤر، بدلون ،منلو، نه منلو، خؤښې اوناخؤښې اختیارونه لري اودبل په اختیاراواجازه پورې تړلي وي ، دغه سلوکواواړتیاوته بل واکي وایي . که یوهیوادپه بهرني سیاست کی دیوبل هیوادتراغېزې لاندې وي نوخپلواک هیوادیې نشوبللې خودادخپلواکۍ اوبل واکۍ یواړخ دې اوپه اقتصادي ، تخنیکي ،مذهبي اوحقوقي چاروکی هم خپلواکي اوبل واکي وي . که دیوه ملت پرسريوه ډله یا یوګؤند دټوپک په زورحکومت کوي نودغسې ملتونوته هم خپلواک نشووئيلای ، که یوشتمن وګړې نوروګړي غلامان کړي ، دغه ته هم یوډؤل بل واکي ویل کيږي . که یوملت دخپلوفیصلواختیارهم ولري خومجبوروي چې ګاونډي ته دمرستواوخیرات لپاره لاس اوږد کړي اوهغه ګاونډي هیواد ورسره په شرطونومرستې وکړي ، داهم په خپل ځای اوډؤل بل واکي ده . یوملت هغه وخت دخپل هرڅه واک لرلای شي چې بل ملت اوهیوادته دڅه لپاره اړنه وي . په افغانستان کی خوکه بهرنې یرغل هم نه وي ، له ازادۍ اوخپلواکۍ څخه دنیمې پېړۍ په واټن کی واقع دې ، هلته سیاست ، اقتصاد او کلتورهم دانسان دمدني حقونو،فردي اوټولنیزوخپلواکیومخه نیسي ، هلته ډېرداسې څه دي چې هیڅ ارزښت نه لري خوخلک پرې له سره هم تېريږي . خلقیان اوپرچمیانوپه اوږدوږيروعادي افغانان بندیانؤل اواوږده ږېره یې د اشرارونښه ګڼله ، دشوروي سره په جهادکی مجاهدینوپه لوڅ سراونظافت هم بیګناه مکتبیان ؤژل ، دطالبانوپه رژیم کی اوږدې ږیرې دمسلمانۍ ترټولومهم شرط و. خودوی داسلام په پراخوالي اواعتدال نپوهېدل ، دوی ددې پرځای چې داسلام په پراخه معنا وپوهیږي ، تبلیغ یې کړي اودخلکوپه زړونوکی یې خوندي کړي ، پخپلوعملونویې صدمه ورورسؤله . درېواړه ډلې پخپلونظریواوکړنوکی افراطي وې اوعام وګړودازادۍ اوخپلواکۍ حق نه لاره اودغه ذهنیت اوس هم په افغاني ټولنه کی ښه په زورحاکمیت کوي نوځکه دخپلواکۍ اوازادۍ څه خؤنداوارزښت نشته .
په افغانستان کی نه دولت اونه ملت دازادۍ اوخپلواکۍ دټينګښت لپاره کارکوي ، دواړه یودبل نفې کوي ، دواړه دخپل چاپېریال واک نه لري ، دواړه یودبل سره مرسته نه کوي ، دواړه یوپه بل ځان باروي نوخپلواکي به څنګه رامنځ ته شي ؟
خپلواکي اوازادي خوهم کارغواړي ، هم فکرغواړي ، هم زیارغواړي هم پوهه غواړي ، هم عزم غواړي ، هم قرباني غواړي اوهم ایمان اوصداقت . نواوس قضاؤت په تاسو ، له دغوصفتونوکوم یوصفت په اکثریت افغانانوکی موجوددې ؟




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه