افغانستان اودګاونډیوکړۍ





دنني افغانستان ګردچاپېر شپږوهیوادونویوه کړۍ جوړه کړې اوافغانستان یې په منځ کی ګیرکړې دې . افغانستان چې هرڅومره زوروهي له دې کړۍ بهرکېدای نشي ، ایا داددې کړۍ علت دې اوکه دافغانستان خپله کمزوري ده چې لاره اوچل نه مومي ؟

دې پوښتنې ته دځواب لپاره ډېرڅه ویل کېدای شي خوزماپه فکرکی راوګرزېدل چې ایاښه به نه وي چې ددې ګاونډيوهیوادونو هریوته سترګی ورواړوواوویې وینوچې په اقتصادي تنه څومره غښتلي ښکاري ؟ دابه نوڅنګه ګاونډوي چې سړې یې ونه پېژني ؟
ایا لیدلي مو نه دي چې دکوم اخترپه ورځ درته خپلوبچویاخوېندووروڼوګیله کړيوي چې دګاونډیوماشومانوداخترپرورځ تردوی ښې جامې اغوستې وې اودوی ورته کړېدل ؟ زه خوفکرکووم چې داسې خبرې ډېرې وي اودایو فطري حقیقت دې چې دګاونډیوترمنځ په یوڅه کی هرومروسیالي کیږي . داسې یې په لوړه کچه وګڼۍ ، هرګاونډي هیوا دخپل ګاونډي سره دڅه نه په یوڅه کی سیالي کوي اودغه سیالۍ اورقابتونه دپرمختګ ، تجربو اوقووت سبب ګرځي .
دلته دافغانستان ګاونډيوته په یوه ځغلنده کتنه غواړم افغانان خپل ځان اوژوند ته پاموال کړم چې ګوره ورونو، دا تش اوپوچ غرورچې دایم اوهغه یم ، تاسوهیڅ ځای اومقام ته ونه رسؤلۍ نوکه لږڅه تریخې لرۍ اودسبا اوبقا فکردرسره وي نو دا موګاونډيان دي چې ترهرڅه وړاندې په سواد اوعلم کی درڅخه وړاندې تللي ، که دنړۍ له ملتونو سره په علم اوتخنیک کی سیالي نشۍ کولې ، لږترلږه خودخپلوګاونډيوڅخه عبرت واخلۍ ، دهغوی ژوندته وګورۍ ، دهغوی جوړښتونوته وګورۍ اوخپل کلي ، ښارونه اوټولنې جوړې کړۍ .
پوه ، سیال اوپهلوان خوهغه ته ویل کیږي چې سواد ولري ، نوراځۍ چې ترهرڅه مخکې ځانونه دګاونډیوسره وتلوچې څومره ورسره برابریو

دافغانستان اوګاونډیوهیوادونودوګړودسوادکچ په ۲۰۰۶ کال کی

۱ – تاجیکیستان : دسواد سطحه یې (۵ /۹۹ ) فیصده ;

۲ – ازبکیستان :۴ / ۹۹٪ ; ۳ – ترکمنیستان : ۸/ ۹۸ ٪ ; ۴ – چین : ۹ /۹۰ ٪ ; ۵ – ایران : ۴/ ۸۲٪ ; ۶ – پاکیستان : /۴ ۴۹٪ ; ۷ – افغانستان : په سلوکی ۳۴ ٪ وګړي سواد لري

وګورۍ چې افغا نستان دخپلوګاونډیوهیوادونوڅخه په علم اوپوهه کی څومره وروسته پاتې دې ، ترټولولږوګړي یې دسواد په نعمت کی برخمن دي .

په لاندی لیست کی وګورۍ چې افغانستان دنورواسلامي هیوادونودسواد د قطارپه کوم ځای کی ولاړدې ،

یوه پرتله ایښودنه :

– مالدیفس : د وګړود سواد سطحه په سلوکی ۹۶/۳ ٪ ده ، یعنې په سلوکی تر۹۶ زیات وګړي یې سواد لري ; – کویت : ۹۳ عشاریه ۳ ٪ ; – برونای داروسلام : ۹۲ عشاریه ۲ ٪ ; – فلسطین : ۹۲ عشاریه ۴ ٪ ; – اردن : ۹۱ عشاریه ۱ ٪ ;
– اندونیشیا : ۹۰ عشاریه ۴ ٪ ; – قطر : ۸۹ عشاریه ۰ ٪ ; – لیبنان : ۸۸ عشاریه ۱ ٪ ; – ترکیه : ۸۷ عشاریه ۴ ٪ ; – بحرین : ۸۶ عشاریه ۵ ٪ ; – لېبیا : ۸۴ عشاریه ۲ ٪ ; – صعودي عربستان : ۸۲ عشاریه ۹ % ; – عمان : ۸۱ عشاریه ۴ ٪ ; – سوریه : ۸۰ عشاریه ۸ ٪ ; – مصر : ۷۱ عشاریه ۴ ٪ ; – الجزایر : ۶۹ عشاریه ۴ ٪ ;
– سودان : ۶۰ عشاریه ۹ ٪

دافغانستان ګاونډيوهیوادونوته یوه لنډه کتنه




ایران : دنني ایران پرسرمختلفوملتونو نېږدې (۴۵ ) امپراتورۍ ، واکمنۍ اوپاچایانې کړي او دنني ایران په تاریخ کی ثبت دي . دغه هیواد لکه افغانستان اونورګاونډي هیوادونه یې د ترکو، عربو، مغؤلو، کردانو، قزلباشو، فارسیانو، ارمنیانو، پارتیانو ، افغانانو، بلوڅانواونوروترواکمنۍ لاندی راغلې دې اواوس پکی لکه افغانستان ، مختلف قؤمونه مېشت دي . پښتنوهم پدغه خاوره حاکیمیت چلؤلې چې دپښتنوهوتکي امپراتوري ( ۱۷۲۲- ۱۷۲۹ ) یې یوه بېلګه ده .
ایران په ۲۰۰۷ کال کی دنړۍ ۳۹ هیواد ؤ چې جاپان ، چین ، ترکیې ، ایټالیا ،جنوبي کوریا اوهالینډ ته دخپلوصادراتوپه وجهه یې ( ۵/ ۷۶ ) ملیارده ډالره ګټلي . په همدې کال دې هیواد له جرمني ، چین ، جنوبي کوریا ، ایتالیا ، فرانسې ، روسیې اوعربي اماراتوڅخه د (۳ / ۶۱) ملیاردوډالروپه بیه آموال واردکړي دي . ایران په ۲۰۰۶کال کی د (۶ / ۱۰۴ ) ملیاردوډالروپه بیه تېل پلورلي اوله دغه مدرکه یې ( ۶/ ۱۰۰) میلیارده ډالر په فوځ ، تعلیم اوروغتیا لګؤلي دي . دایران څرګندپيداوار پټرول ، کیمیاوي مؤاد ، خوراکي مؤاد ، ټوکران ، معماري وسایل ،برقي وسایل ، دموټروتولید اوددواتولید دي .
په دې هیوادکی سږکال ( ۱۲٪ ) وګړي بې روزګاره وو.



ترکمنیستان :

دادمنځنۍ اسیا یوترکتوکمه اود افغانستان یو ګاونډي هیواددې اومعنا یې ده « د ترکانو ټاټوبې » ۰ د ترکانودا ټاټوبې دتزاري روسيې اوبرتانوي امپراتورۍ ترمنځ درقابتونوډګرؤ اودغه رقابتونوته د « لويې لوبې » نوم ورکړشؤې دې خوروسانووکؤلای شؤل چېله ۱۸۹۴ څخه تر۱۹۹۱ پورې پرې خپلې منګؤلې ښخې اودځان یې کړي .
په دې هیواد کی وګړي په ازبکي ، دري اوروسي خبرې کوي خوروسې پکی ترنوروژبوپیاوړې ده . له مېلادڅخه څلورپېړۍ پخوا لوی سکندرهندوستان ته دتلوپه لاره قبضه کړې وؤ ، په ۷ مه پېړۍ کی عربوپری یرغل ورووړاواسلام یې پکی خپورکړاوهغه وخت د « خراسان کبیر » په نوم یادشوچې خلیفه آلمامون خپل مرکز مروې ته بدل کړ. په خراسان کبیرکی دایران نیشاپور، اوتوس ، دافغانستان هیرات ، بلخ ، کابل اوغزني ، دترکمنیستان مروه ، دازبکیستان سمرقند ، بخارا او خېوه ، دتاجیکیستان خوجند اوپنجه کند شامل شؤل .
د ۷ مې او ۱۹ مې پېړیوترمنځ ترکمنستان دبخارادامیرانو ، دایران دشاهانو ، دخېوې دخانان اودافغانستان دچارواکولخواکنترولېده ، په دې وخت کی پکی د مګتیم ګلي پيرګي په نوم یوروحاني مشرهم راټوکېدلې چې غوښتل یې خپله خاوره اوخپل خلک دخپل واک اواختیارخاوندان کړي .
ددې هیواد نیمایي کښت پنبه اوصنعت یې په طبیعي ګازولاړدې .
په ۲۰۰۶ کال کی پکی (۶۰٪ ) وګړي یانې له بیمایي نفوس څخه زیات بې روزګاره وو .



ازبکیستان :

داسې ويل شؤي چې ددې هیواد په خاوره له مېلاد څخه دوه قرنه پخوا هم انسانان مېشت وو. انساني لومړني ابزاراوتاریخي مقبرې هم په فرغانه ، تاشقند ، بخارا ، خوارزم اوسمرقندکی موندل شؤي دي . ترپېړیوپورې ازبکیستان دایرانیانو، پارتیانو اوساسانیانو لخوا قبضه شؤې اواداره شؤې دې .
دشیکاګودپوهنتون دجنېټيکي څېړنوڅخه داسې برسېره شوې چې ازبک دایرانیانواومغؤلوترمنځ یوتوکم دې.
په دې هیوادکی دازبکوترڅنګ تاجک ، تاتاراو روسان هم اوسېږي اودپنبې په صادرؤلو،دنړۍ دوهم هیواد دې . صنعت یې په پټرولیم اومنرالونوولاړدې. په ۱۹۹۱ ع کال کی یې له پخواني شوروي اتحاد څخه

خپله ازادي اعلان کړه .



تاجیکیستان :
داهیواد په شلمه پېړۍ کی دروسانولخواقبضه شواوپه ۱۹۹۱ کال کی يې له پخواني شوروي اتحاد څخه ازادي ترلاسه کړه خودازادۍ سره سره اوس هم په فوځې لحاظ دروس تابع ښکاري. پيداواریې پنبه ، داوبوبرېښنا اودالمونیمومزي (وایرونه) دي اوویل کیږي چې طبیعي زېرمې دومره نه لري. تاجیکیستان دسپيودهررنګ نسلونوله کبله شهرت لري اودهیوادپرپوستي ټکټونویې عکسونه چاپيږي .
ددې سره سره چې ددوی په هیوادکی ازبک ، تاتاراوروسان مېشت دي ، زیات شمېرتاجیکان په ازبکیستان ، افغانستان ، اوچین کی هم مېشت دي.



چين:

داهیوادو د۱۹۴۹ کال په اکتوبرکی د ( دچین دخلکوجمهوریت ) په نوم یادشواوله دې پخوا قرنونه اوږد تاریخ هم لري چې لکه دافغانستان دګاونډیو هیوادونو، همدغسې دنړۍ دنوروهیوادونوپه څېر د مختلفوامپراطوریواوواکمنیو شاهد و چې د کسیا ، شانګ ، ژو ، غربي ژو ، ختیځ ژو، قین ، هان ، خین ، ویشووو ، جین ، تانګ ، سونګ ، یوان ، مینګ او قینګ واکمنیانې اوامپراطوریانې پکی دیادؤلووړګڼم افغانستان دې سترهیواد ته هم خپله غړۍ ورغزؤلې اولکه زاڼې ، مښوکه یې ورته وازه نیؤلې .
دنړۍ داګڼؤګړې هیوادله هرڅېزنه کاراخلي اوهرشې تؤلیدوي چې په ۲۰۰۷ کال کی یې دصادراتوکچ (۱٫۲۱۶ ) میلیارده ډالره و. له ۱۹۷۸ کال نه رادېخوا دچین بودجه هرکال ۹/۹٪ لوړه تللې چې ښکاره پياوړتیا ښۍ . دچین چټکې اقتصادي ودې دا هیواد دنړۍ دوهم اقتصادي ځواک کړې دې اوددې امکان شته چې څوکاله وروسته دنړۍ لومړې اوترټولوپياوړې اقتصادي ځواک شي .
په ۲۰۰۷ کال کی یې د ۹۵۳/۹ میلیاردوډالروپه بیه له جاپان ، جنوبي کوریا ، تائيوان ، دامریکا متحدایالات ، جرمني ، ملائيشیا ، تائلېنډ اواسترالیا څخه اموال هیوادته وارد کړي دي .
په همدغه کال کی یې د ۱٫۲۱۶ میلیاردو ډالروپه بیه خپل اموال امریکا ، هانګ کانګ ، جنوبي کوریا ، جرمني ، هالېنډ ، برتانیا اوسینګاپورته صادرکړي دي .
دچین څرګند صنعت اوپيداوار، کانونه ، اوسپنه ، المونیم ، سکاره ، پټرولیم ، سیمنټ ، سره ( پارو ) کیمیاوي مواد، ماشین الات ، موټرجوړؤنه ، داورګاړوتولید ، دبحري بېړیوجوړونه ، دالوتکوتولید ،ټیلي کمیونیکېشن ، سټلایټونه ، کمپیوټرې ، موبایل ټیلیفونونه ،برقي وسائل ، دغذایي موادواودوایانوتولیداونوردي.
زراعتي تولیدات یې وریجې ، غنم ، جوار ، پټاټۍ ، تماکو، سویابین ، مومپلي ، چای ، زړي ، مڼې ، پنبه اونوردي.
طبیعي زېرمې یې اوسپنه ، سکاره ، تېل ، وناډیم ، المونیم ، منګنېز ، زینک ، یورانیم ، اواوبیزځواک دي


________________________________


پاکیستان :
دافغانستان ختیځ لوري ته پاکیستان دې چې په ۱۹۴۷ کال کی دهنداوافغانستان له بدنه بېل شوې اوزېږېدلې دې . څه وخت وروسته تری هغه چيرړۍ ( بنګله دېش ) بېله شؤه چې په ختیځ پاکیستان نومؤل شؤې وه . دپاکیستان دزېږېدو څخه پخوا په ۱۸۵۸ کال کی انګرېزانو دهندپه نیمه وچه قبضه وکړه اوهلته یې خپل مستعمراتي واکمني ټينګه کړه چې تر۱۹۴۷ کال پورې ډاګیزه وه .
پاکستان له څلوروصوبوڅخه جوړدې چې پښتونخوا ، بلوچیستان ، سیند اوپنجاب پکی شامل دي . خلک پکی په اردو، پنجاپي ، پښتو، بلوچي ، سیندي ، چترالي ، ګوجري ، فارسي ، کاشمیري وسرایکي خبرې کوي . ددې ترڅنګ دپښتنوقبائيلي سیمې دپاکستان دجوړېدوسره جوخت دانګريزي استعمارچیانوله خواپه سیاسي اجنسیانووېشل شوي دي . بله ستونځمنه اوبې سرنؤیشته سیمه دکشمیرده چې دهند اوپاکستان ترمنځ وېشل شوې اوتراوسه ددواړوهیوادونوترمنځ دژؤرواختلافونوسبب شوې ده . په افغانستان دپخواني شوروي اتحادیرغل دنړۍ بې کچه مالي اونظامي مرستې دې هیوادته راماتې کړې اودغربي هیوادونوداهدافوترڅنګ یې دپاکستاني چارواکودسیاسي اواقتصادي ستونځومخه نه یواځې ډب کړه بلکه دکشمیراوډېورنډ دساتلولپاره یې ورته زرین چانسونه هم برابر کړل ، پيسې دغربي هیوادونو،جنګیالي د افغانستان اونورواسلامي هیوادونواوتصامیم دپاکیستاني چارواکووو.
پاکیستان دنړۍ دشپږم ګڼوګړي، پنځه ویشتم اقتصادي غښتلې اودامریکا دنیږدې غېر ناټویي ملګري په توګه ښه اقتصادي اوسیاسي وده کړې اوداسلامي هیوادونوترمنځ اټومي ځواک شؤې دې خو خپل لوېدیځ رقیب ، افغانستان یې دپولۍ پړق ته کښېنؤلې اواداري اواقتصادي ناورینونه یې پکی زېږؤلي دي .
ننې پاکیستان پخوانې افغانیستان اوهنددې ، اوښکاره خبره ده چې هم افغانستان اوهم هند دمختلفوقومونواوځواکونودواکمنیواویرغلونوډګرونه وو. کله چې دهند په نوم یادېده ، نوله ۱۷۴۷ څخه تر۱۷۷۲ کال پورې داحمدشاه دراني دامپراطورۍ لاندې و.
له پخواڅخه داسې اصطلاح وه چې ویل کېدل چې غرب پکی « شین انقلاب » راوستې خودااصطلاح دلیبیا دمشرمعمرالقضافي د سیاسي ایډیالوژي « شین انقالاب » سره توپيرلري . د پاکستان په پنجاب ایالت کی دغربیانوپه مرسته داوبواوکانالونوجوړشوي سیستم ته چې دزراعت لپاره په سیمه کی یوفوق العاده سیستم و ، د شین انقلاب نوم ورکړشې دې .
ددې هیواد پيداوار، ټوکران ، ارتزاقي مواد ، زراعتي حاصلات ، مالداری ، دکیمیاوی موادوتولید ، داسپنیزو، پلاستیکي اوالمونیمو څيزونوتولید دي .




افغانستان :

دیوه هیواد په څېردراټوکېدولپاره اوپه هغه کی دمختلفوقومونودخپلواکۍ اوواکمنۍ لپاره لومړۍ روحیه د هوتکي پاڅون سره راپيدا شؤه اودپښتنودمشرانوپه ذهن کی وروزل شؤه چې وروسته داعلیحضرت احمدشاه ابدالي په انتخاب ددراني امپراطورۍ ترواکمنۍ لاندې د یولوی ا فغانستان درامنځ ته کېدواومخ پربشپړېدوپروسه پېل اوسرته ورسېده خو داحمدشاه ابدالي له وفات څخه وروسته دهغه زامنواونؤسیانونه یؤاځېدخپل پلاراونیکه امپراطوري دړېؤړې کړه بلکه پښتون قؤم يې هم ټوټه اویودبل سره دوښمنان ا وبې اتفاقه کړه اوخپلوسترواوځواکؤرودوښمنانولکه شاهي ایران ، مغؤلي هند ، برتانوي استعماراوتزاري روسیې ته یې دافغانانوپرسرلوبوته ډګرونه خالي کړه . داحمدشاه ابدالي زامن مئیرني ورونه وواویودبل پروایې نه لرله ، په هغوی کی ملي اوقامي حس هم قؤي نه و ځکه چې ټول څورګه وو، په هغوی کی دځان ښؤنې ، ځان غوښتنې اوشخصي ګټوجذبه ډېره قؤي وه ځکه هریوه غوښتل چې دافغانستان پاچاشي ، شتمني ، مشري اوقدرت خپل کړي . ددوی بې حسي اوخیانتونه ددې سبب هم شؤل چې د دراني امپرطورۍ دډهلي اوکندهارمرکزونه بدل شي . نود دوی له تربورګلویو، دوښمنیو، بې حسیواوملي خیانت له کبله افغانستان وړوکې ، تریرغلونولاندې ، دسترودوښمنانوسیاسي اواستعماري تجارت ته بې یاروبې مددګارپرېښودل شو اودوښمنانوله دغه موقع اوددوی له کمزوريو ګټه واخیسته اوپه دوی یې خپل ټاټوبې تنګ کړ. موقع له لاسه تللې وه خوبیاهم ځينې افغانانوځان دیرغلګرواواستعمارګروغلامۍ ته نه شوتسلیمؤلې نوپه مېړانه د برتانوي استعمارسره وجنګېدل اوڅه خاوره چې ورپاتې وه هغه یې دخپلووینواوسرونوپه ځواک وساتله اونن دافغانستان په نوم هیوادلا وجودلري . که سړې دافغانستان تاریخ ته وګوري ، دنړۍد سترویرغلګرودغوبل میدان و ، هریرغلګرپرې پنجې ښخؤلې خوپه لاس نه ورته ځکه چې افغانانوپری سرونه ورکؤل خودبل له منګؤلویې خلاصاوه . داحقیقت دې چې که د چاوس پری برشؤې وای ، افغان ته به یې دیوه تشناب هومره خاوره هم نه وه پرېښؤدی خو دا خاوره دمیلیونونوافغانانوپه وینوساتل شؤې اوهمداسې به وی خوترټولوخفه کؤنکې ، اندېښمنه اودشرم خبره داده چې دافغانستان چارواکي اوتوکمیز سیاستوال اوسیاسي ګؤندونه ددغه ښکلي هیواد دوښمنان دي ، په دغوکړیوکی ترملت پالنې پرديپالنه ډېره زیاته ده اودملت اووګړودتحفظ ، اوحقوقو روحیه نه لري . په دغه هیواد کی داسې ګؤندونه هم شته چې موقع اوچانس په لاس ورشي ، افغانستان به ټوټه ټوټه اودړېؤړې کړي خوبیاهم دهغوجنګېدلواوپه هیوادمئينوډلواوشخصیتونوډاډلانه دې ورک شؤې اودا ښکلې هیواد چې په هررنګ سختیو، تنګسو، تېریو، یرغلونواوجګړوکی یې (۲۶۰ ) کاله تجربه ترلاسه کړې ، په اسانۍ به دوښمنانوته ګونډې ونه وهي .

هغه څه چې باید افغان اولس ورته په کلکه پام وکړي ، دالاندې څو حیاتي ټکي دي :

۱ – دځان اوخپلوبچولپاره دامن اوسولې په کارونوکی صادقانه ګډون ، ځکه که سوله نه وي هیڅ کاراوژوند ډاډمن نه وي اوداولادونوراتلونکې به هم معلوم نه وي . سوله لکه خواړه ، اوبه اوکالي لوی نعمت دې اودادرېواړه شیان په امن اوسوله کی لاس ته راځي . په سوله اوامن کی دهرافغان حق ، عزت اووقارنغښتې دې ، په امن اوسوله کی قانون حاکیمیت پيداکوي اودهیواد وګړي دبې عدالتۍ ، ظلم ، بداخلاقۍ اوفساد څخه ساتي . افغان قؤمونه باید امن اوسوله پخپل قوؤت، اتحاد، نؤښت اوفکرمنځ ته راوړي ، دنړۍ اوخپلوګاونډیانوڅخه دامن اوسولې عبرت واخلي ، دهغوی دترقۍ رازپيدا اوخپل کړي اودهغوی په نیتونو، اهدافو، عزمونواو لاسؤهنوځان پوه اواګاه کړي اودهغوی مخې ته دفاعي تدبیرونه ونیسي .

۲ – دځان سره دمرستې چلونه اووسیلې پيداکړي اودغه وسیلې اوچلونه په علم ، فنونو ، کسبونواومهارتونو لاس ته راوړل کیږي .
۳ – له سیاسي ، توکمیزاوعقیدوي ککړتیا څخه پاکه ، ملي اګاهي پيداکړي او دا درښتینو، هیوادپالوسیاسي ګؤندونو، پوهو، مسلکي اوتجربه لرونکوشخصیتونو، ډله ایزورسنیو، ژورنالیستانواولیکؤالودنده ده چې دعام اولس ذهنونه روښانه کړي ، دسوله ایزاوهوساژوندلارې وروښئ ، دعایداتوزېرمې اوله هغوڅخه دکاراخیستنې لارښؤنې وکړي ، دروغتیا اوبدن روزنې په اهمیت یې پوه کړي، دچاپېریال جوړؤنې اوساتنې چلونه اواهمیت ورؤښئ .
۳ – اتفاق اواتحادهغه قؤت دې چې هرشې ، هرفیصله اوهرعزم په چټکه اومطمئنه توګه سرته رسؤلای شي . بله ګټه یې داده چې په یوه واحد اومتحد ملت کی دغلیمانو، جاسوسانو ، پردیو ، شیطانانواومغرضواثراوکامیابي کمه وي اودوښمن نشي کؤلای په اسانۍ جرآت وکړي. که څه هم طبیعي زېرمې ډېرې لري خولکه څنګه چې ښایي ، هغسې تری ګټه نده اخیستل شوې .
دافغانستان صنعت ډېرکوچنې دې اوزیاتره په لاسي صنایعو ولاړدې ، تولیدات یې هم ډېرکم دي چې ټوکران ، صابون ، بوټونه ، کېمیاوي سره ، سیمنټ ، پټرولیم ، سکاره ، فولاد اوطبیعي ګاز وو.
دافغانستان زیاتره خلک په زراعت اومالدارۍ بوخت دي اوداسکتورهم دومره پرمخ نه دې تللې چې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي اوخلک اړکیږي چې خوراکي توکي له ګاونډيوهيوادونوواردکړي اویا دملګروملتونواوغربي هیوادونو په مرستوګوزاره وکړي . زراعتي اوحیواني پيداواریې اپيون ، غنم ، جوار ، پنبه ، مېوې ، اوقیمتي کاڼي دي . دصادراتو منزلونه یې هندوستان ، پاکیستان ، امریکا اوروس دي .
په ۲۰۰۷ کال کی دافغانستان صادرات ( ۵۰۰ ) میلیونه ډالره ووچې دیوه هیواد په سطحه ډېرکم دي .
واردات یې ۵ میلیارده ډالره وو چې غذایی مواد ، ټوکران ، پټرولیم اونورپکی شامل وو . دفیصدي په حساب پاکیستان لومړې هیواد دې چې دافغانستان ۲۳ عشاریه ۹ فیصده واردات له هغه ځایه دي ، د امریکا ونډه دوهمه ده چې ۱۱ عشاریه ۸ ده ، همدغسې په ترتیب سره جرمني ۶ عشاریه ۸ ٪ ، هندوستان ۶ عشاریه ۵ ٪ ، ترکیه ۵ عشاریه ۱ ٪ ، ترکمنستان ۵ ٪ ، روسیه ۴ عشاریه ۷ ٪ اوکینیا ۴ عشاریه ۴ ٪ وو. دایران اودنوروهیوادونوپه هکله اوس ارقام موجودنه دي اوکله چې په لاس راغلل ، خپاره به شي .
دیادؤلووړيې بولم چې د افغانستان د صادراتواوله دې مدرکه عاید د وارداتوپه نسبت ډېرزیات کم واودا ددې سبب کیږي چې له افغانستان څخه د عاید په نسبت زیاتې پيسې نوروهیوادونو مارکیټونوته نقل کیږي اوکورنې مارکیټ دومره وده نه لري. دافغانستان اقتصاد هسې هم په بهرنیومرستوولاړدې اوهغه هم دکورني مارکیټونو، بازار، صنایعو اوزراعت په وده اوپراختیا کی نه مصرفیږي .

لنډه بودیجوي پر - تله ايښودنه :

۱ – د ایران دولتي بودیجه په ۲۰۰۷ ع کال کی ( ۷۷۶ ) میلیارده ډالره اټکل شؤېده ; ۲ – ترکمنیستان ( ۲۷ )ملیارده ډالره ;
۳ – دازبکستان دولتي بوديجه څه دپاسه (۶۴ ) میلیارده ډالره ; ۴ ـ تاجیکیستان نیږد ې ( ۱۲ ) میلیارده ډالره ; ۵ – دچین دولتي بودجه ( ۹ /۶ ) ترېلیونه ډالره ; ۶ – دپاکستان دولتي بوديجه ( ۴۱۰ ) میلیارده ډالره اټکل شوې وه ; ۷ – دافغانستان دولتي بودیجه (۲۰ ) میلیارده ډالره ښودل شوې ده چې دبهرنیوهیوادونوله مرستوجوړه شؤې وه اودمرستندویوهیوادونوپه سرکی دامریکا متحد ایالتونه د یادؤلووړدي .

ددولتي بودیجې دلوړوالي له کبله دافغانستان دګاونډیوپه لړکی دچین دخلکوجمهوریت لومړې مقام ، ایران دوهم مقام ، پاکیستان دریم ، ازبکیستان څلورم ، ترکمنیستان پنځم ، افغانستان شپږم اوتاجیکیستان اوؤم مقام درلود.

کلنې سړیسرعاید په ۲۰۰۷ ع کال کی :

ایران – (۱۱۷۰۰ ) ډالره ; _ ترکمنیستان - ( ۰۲۵ ۵) ډالره ; _ ازبکیستان - ( ۲۳۸۹ ) ډالره ; _ تاجیکیستان – ( ۱۸۴۲ ) ډالره ; _ چين - ( ۵۳۰۰ ) ډالره ; _ پاکیستان – ( ۲۵۹۴ ) ډالره ; _ او په افغانستان کی کلنې سړيسر عاید ( ۱۴۹۰ ) ډالره و و .

دکلني سړیسرعایداتوپه ښه والي ایران لومړې مقام ، دچین دخلکوجمهوریت دوهم ، ترکمنیستان دریم ، پاکیستان څلورم ، ازبکیستا ن پنځم ، تاجیکیستان شپږم او افغانستان دګاونډیوهیوادونو په اخرکی و .

دپورتنیوخواپخواکؤنوڅخه څرګندیږي چې په پورتنیولړونوکی دوه هيوادونه ددولتي بودیجودلوړوالي سره سره دکلني سړیسرعا ید ټيټه سطحه ښئي . دچین هیواد دخپلې ترېلیونونو ډالروبودیجې اواقتصادي پرمختګ سره سره سړیسرښه عاید نه درلود اووګړي یې د ترکمنانو په نسبت په کال کی یواځې ( ۲۴۸ ) ډالرزیات ګټلي . دغه راز دافغانستان دولتي بودیجه دخپل شمالي ګاونډي ، تاجیکیستان ددولتي بودیجې په نسبت نېږدې دوه برابره لوړه برېښي خودوګړوکلنې سړیسرعاید ترتاجک وګړو ( ۴۰۰ ) ډالره ټيټ و.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه