دې ته می هم پام شو


دافغانستان په اړه خوهرشي ته غاښ په ګؤته یوخودې ته می هم پام شو : په تاریخ کی خوداسې ډېرې پاڼې ډکې دي چې زمونږپه هیوادڅومره ډېریرغلونه تېرشوي دي او ترټولونه هېرېدونکي یې له مقد وني سکندرڅخه نیو لی ترچنګېز، مغول ، انګرېز، روس اوامریکې پوری رارسیږي اوهرافغان تری خبروي خوپه دې ټولوکی درې زبرځواکونه داسې دي چې دخپلویرغلونوسره یې درې فراري افغانان هم افغانستان راوستي دي . انګرېزدیوه زبرځواک په توګه یوپه فیل سپورکړ، دخپلوعسکروسره یېدختیځ لخوادکابل په دروازو ورننویست ، دهغه نوم شاه شجاع و . شوروي بل زبرځواک وچې ببرک کارمل یې په ټانک سپورکړاودخپلوعسکروسره یې دشمال له لوري کابل ته بوته ، درېئم یې دجنوب لخوادمسلحوامریکایي باډيګارډانوسره په هېلیکاپټرکی راوالوزاوه اودارګ په دالان کی یې کوزکړ، دالاژؤندې دې اونوم یې حامدکرزې دې . دافغانستان واک ددې درې کسوپه لاس کی اوددوی واک ددرې مختلفوزبرځواکونو په لاس کی و. وایي لومړې افغان فراري ښه شاعرواوځانته یې دافغانستان د باچا فکرکاوه ، دوهم فراري دیوګؤند مشرواوځانته یې انقلابي رهبروایه اودرئيم ته څوځله مخامخ وئيل شؤي چې ته خوولاکه هیڅ شې یې ، خودې ځان په هرڅه کوڼ اچوي اوداسې ښئي چې ګنې نه یې أوري . که چابه شاه شجاع اوکارمل ته ووئيل چې ګوډاګیان یاست ، نه یې منله خوکرزې نرغؤندی وایي : هو، ګوډاګې یم . ددې درې کئفیتونوخاوندان ددرېواړوزبرځواکونولخوا ځکه غوره شوي ووچې غوښتل یې له یوپلوه د جنګېروافغانانومخنیوې وکړي اودبل پلوه ځانونه له دې انته وساتي چې ګنې یرغلګرنه دي ، نویویې د شجاعت په نوم شاشجاع ، د رهبرزحمتکشان افغان په نوم کارمل اودبیارغؤنې په نوم کرزې افغانانوته ورمخته کړل . لکه څنګه چې یې نومونه وو، دهغه برعکس شجاع په ډارکی مړشو، کارمل په بېکارۍ کی مړشواوکرزې دغرب په پتنوسونوکی لاپه خپله شوله چړپيږي . داولس په ارزؤنه کی شجاع ته د بېغېرته ، کارمل ته دمداري لقبونه ورکړل شؤل خوکرزې ته خلک حیران دي چې څه نوم پی کیږدي . درېؤاړوته دمزواوچرچوسازوسامان برابرشوي وو، ددوه و هغه پای ته ورسېدې اوددریم خپل درېؤاړه زبرځواک یاران یې په شرمونووشرمؤل .
داوطن خوهیڅ کوم سړي د مشرپه نوم جوړنه کړ، بس اوس موسترګې کشرانوته نیولي دي اوفکرکووچې :

که له څوانانوپوره نه شوه
افغانستانه جینکۍ دی جوړوینه


په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه