پوکڼيزتوربین


دډسکؤري تلوېزیوني چینل په یوپروګرام کی یومستندفلم چلېده ، که څه هم پېل یې راڅخه تېرشؤې وخو بیاهم زماپام یې ځانته واړاوه اوترپایه می وکوت . دامریکاپه یوه ایالت کی دپوخ عمریوسړې کوښښ کوي چې دهوایي پوکڼۍ ( بالون ) څخه دبرېښنادتوليدلپاره کارواخلي . دالویه پوکڼۍ چې په دواړوسرونوکی به یې برق توليدونکي توربینونه تړلي وي ، له ځمکې څخه په ۳۰۰ مترولوړوالي په یويؤستوي مزي له برېښنایي ستېشن سره تړلې وي اوپه ځانګړې ډيزاین جوړه شوې هوایي پوکڼۍ به دبادپه زورچورلي اوتوربينونه به له ځانه سره تاووي اوپه دې توګه به برېښنا توليدیږي . که څه هم لومړنیوازموینوښؤلې چې داکاربریالې دې خوبیاهم دنوروازموینو، نؤښتونواوښه والي په سبب لاکارپری روان دې اوچې ټوازمېښتي پړاوونه یې بشپړشي ، نوداتومي برېښنا دبټيواودتیلوځای به ونیسي اوپه دې توګه به دچاپېریال اوفضایي ککړتیاومخه ونیول شي . وئيل کیږي چې دفضااوچاپيریال دپاکوالي سربېره داګټه هم لري چې په جوړولوبه یې لګښت ډېر کم وي .
دپروګرام په پای کی خپل هیوادته چرت وېوړم ، له ځانه سره می فکرکاوه چې دانوې تکنالوژي خوخدای خبرکه څوک په افغانانوولؤروي خوکه زمونږ په سیندونودبرق دستګاوې جوړې شوې وای نوله یوه پلوه به دخپل کورپه محصول ډاډه وای اوله بله پلوه به مودکارځایونه ، صنعتي پرمختګ اودکورني ژؤنداسانتیاوې درلودای .
په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه