خبرتیا

نن موواورېدل چې دافغانستا ن دولسي جرګې غړوله دولت څخه غوښتي دي چې دخبري رسنیواوژورنالیستانود کنترول ، سا نسوراوجزا لپاره هغه رسنیزچلوونکي اوژورنالیستا ن هغوی ته ورمخ کړي چې دهغوی له ذوق سره برابرخپرونې اولیکنې نه کوي . داچې دافغانستان دپارلمان غړوپه خپل تېرماموریت اومسؤلیت کی دستاینې کوم کارنه دې کړې ، ددوی په پاتې وخت کی به نوره څه هیله تری وشي ؟ هغوی پرته له دې چې دپارلمان په نرمواوپستوکورسیوخوبونه وکړي اویا په کوم ژورنالیست سترګې وربټې کړي اوامرورته وکړي چې داوکړه اویادامه کوه نورنود خواراولس دکوم درددواشوي دي ؟ ددغومفتخورواستازوزوراوأمربه په افغا نستا ن کی په مجبورواوترماشې لاندی ژورنالیستانوبروي خومونږبه په بهرنیوهیوادونوکی دحق اوباطل په هکله دچاأمرته ګونډې ونه وهوو. مونږخپلوهم مسلکوته ، په هرځای کی چې وي ، دژورنالیزم اورسنیوداصولوسره برابرفعالیت ته مشوره ورکوواودبیان اولیکنې دازادۍ دحقونوڅخه یې په کلکه ملاتړکوو. ددې ترڅنګ مونږدهغوتش په نوم رسنیواودهغوچلوونکواوژورنالیستانوسره پریکون کووچې دحق اوباطل په بېلونه ، ښودنه ، څېړنه ، دملي ګټوپه خوندي سا تنه اودملي وحدت په ټينګؤنه کی له منطق ، ثبوت ، نا پيلتوب اوانصا ف څخه کارنه اخلي .


په درنښت

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه