أیا ژبه دیوه قام دپېژندنې ، اتفاق اویووالي بنسټ نه دې ؟

لیکنه : واحد مشواڼې
‏2009‏، 22‏، ډیسمبر‏، سه شنبه
‏زه چې ورته ګورم نوهمدا ژبه ده چې یوقام یې له بله توپيرکړې دې، دبېلګې په توګه ترکان ، اوزبیکان ، عربا ن ، جرمنیان ، فرانسویان او روسان د خپلوځانګړوژبوپه سبب خپلې ځا نګړې پېژندنې لري . ښکاره خبره ده چې په هره ستره ژبه کی دسېمې دموقیعیت ، اقتصادي اړیکو، سیاسي ، مذهبي اوکلتوري اغېزواوواټن له کبله دلته یا هلته غږیزې اغېزې دلهجوسبب ګرځېدلي دي خوپه ټوله کی لهجې دیوې بېلې ژبې څرګندؤنه نه کوي . که جرمني ژبې ته پام وکړوونوپه دغه ژبه کی هم مختلفې لهجې شته لکه دمثال په توګه زاکسن ، پرویسن ، تیورینګن ، بایرن اوپلټ ډویچ یادؤلی شووخوجرمنیا ن دخپلورسمي، تربیوي ،پوهنیزو، دټولنیزاتفاق اویووالي په خاطریومعیارلري اودهغه ژبني معیارپه اصولوپه خپلورسمي ،غېررسمي ، مطبوعاتي اوکتا بتي چاروکی له خپل منل شؤي معیارڅخه کاراخلي . دانټرنټ اوچاپ ازادي دهغوی په معیاري ژبې أغېزه نه ده کړې اوددې لامل دادې چې هغوی په اګاهۍ عمل کوي اودخپلوټولنیزواوژبنیوارزښتونوته په غؤرګوري. دنړۍ داسترقامونه هم یووخت له ناخوالو، بدحالت ، جګړو، ویجاړتیاو، تنګسو، اقتصادي بحرانونواوسیا سي تؤطیواومعاملوسره مخ شوي دي خوخپل تلپا تې اوغؤره ارزښتونه یې ساتلي دي . تکنیکي ، تکنالوژیکي اوسا ینسي پرمختګونواونؤښتونوددغوقامونوپه تلپاتوارزښتونوارزښتونومثبتې أغېزې درلودې خوپه تلپاتومهموارښتونوکی یې بدلون نه دې زغملې . د خوابدۍ سره بایدپه ډاګه ووایم چې زمونږنوې کوول دحالاتو، وسايلواوتکنالوژۍ سره دومره ارتجاعي شؤې دې چې دتلوېزیون اوانټرنېټ په پرده لاپردي موډونه اوفېشنونه نه تېرشوي چې په دوی یې اغېزه کړي وي . اوس لادامصیبت هم په تعلیم والو پښتنوأووښتې دې چې په خپلوخبروکی لکه هندوان اوپاکیستا نیان انګلیسي ورګډؤي اوفکرکوي که داکاروکړي نوخلک به فکروکړي چې ترنورومخته تللي دي . دهندوانوبالیووډ اودپاکیستان اردوژبي رسنوال له انګرېزانوڅخه داسې تقلید کوي چې فراط ته و اوړي اوپایلې یې داوي چې کټ مټ دانګرېزانوپېښې نشي کولې خوڅه دهغوی اوڅه پکی خپل توکي ورګډکړي اوله هغه څخه لکه داېډزیونوې وائرس جوړکړي اوخپل اصیل کلتور، ژبه اوټولنه پری ککړه کړي. ددې خلکوپه کارونوپوری انګرېزان خاندي اوخپله ټولنه پری ژاړي. ژبه سربېره پردې چې دیوه قام دپېژندنې ، اتفاق اویووالي بنسټ دې بلکه دکلتوري ارزښتونومهمه ټولګه اوبرخه هم ده . څوک چې دقام بنسټ ګډؤډوي هغه دخپل قام سره جفا کوي ، خیانت ورسره کوي اوپخپل لاس یې بې بنسټه کوي . ما ډېرځله کوښښ کړېدې چې پښتانه تعلیموال ځينوژبنیوا رزښتونوته متوجه کړم اوترڅوچې ؤس لرم داکاربه کؤم خوهغه تعلیموال چې دخپلی پوهې دجګ پوړدعوې کوي ، ولې داسې قامي ارزښتونواویاتاوانونوته پام نه کوي چې پښتون قام یا په اتفاق کوي اویادلابېلتون اوټوټه ټوټه کېدوسبب کیږي ؟ زه فکرنه کوم چې هغوی داواقعتونه نه پېژني اوپه هکله یې څېړنه اوقضاوت نشي کؤلای بلکه جرأت نه کوي چې په غلطولاروروانوځوانانوته په زغړده ووایي چې سمه لاره داده ، په دې کی دقام اوټولنې خېراوښېګړي دي ، مونږبایدټولپا ل ذهنونه ، استعدادونه اوفکرونه وروزواوله سیمه ایزو، کوچنیواوکم ارزښتوکړنوپرځای قامي ټولپا لې کړنوته لومړېتوب ورکړوو. داچې زماددې لیکنې منځپانګه ژبه ده نوځکه غؤاړم هغوشیانوته ستاسوپام واړؤم چې په اندمودومره دپام اویاغؤروړنه وي، دبېلګې په توګه دخپلې ژبې معیارته پاملرنه هماغومره اړینه ده لکه څومره چې مودپښتون قام اتفاق ، اتحاد، یوالې اوپرمختګ مهم دي . أیا یومعیاري پښتو لیکبڼه به دپښتون قام په اتفاق ، اتحاد، یوالې اوپرمختګ کی غټه ونډه ونه لري ؟ که پښتون قام په یوه معیاري ژبه نشي سره یوکېدای اودپکتیا پښتانه وایي چې مونږ دننګرهاردپښتنوپه لیکبڼه لیکل نه کووبلکه په خپله لهجه به (و) په (ي) لیکوواو(الف) به په (و) لیکوو، دلرې پښتونخوا پښتا نه ضدکوي چې مونږبه (پښتا نه) په (پوختانه) لیکوواویا دکندهارپښتا نه ضدوکړي چې مونږبه د(ونې) پرځای (درخته ) لیکوواودهرنومپلاوي سره به ا یکي یوکړنې (فعل ) کاروولکه په دې سرلیک کی : « پولیسویواسترالیا یي سړې ونیول » نو دادومره ډېراوبې ګټې پښتا نه خېلونه به په بل کوم شي په اتفاق ، متحداویوشي ؟ دانه یواځې دپښتنولیکوالواوژبپوهانودنده ده چې دیوې کره لیکنې اومعیاري لیکبڼې رامنځته کېدواومنلوته ټينګ پام وکړي بلکه دپښتنوژورنالیستانو، چاپي مؤسساتواورسنیودنده هم ده چې معیاري پښتولیکبڼې ته ټينګ پام وکړي . زه نه وایم چې دهرې سیمې پښتانه دی خپلې سیمه ایزې لهجې پرېږدي اونه دې کاروي خوبایدیومنل شؤي پښتومعیاري لیکدوداولیکبڼې ته بایدپام هم وکړي ځکه چې داکارترلهجوي لیکدوده زیات ارزښت لري ، په مختلفولهجوپښتون قام نشي یوکېدې خوپه معیاري پښتولیکبڼه اولیکدودکېدې شي ، په سیمه ایزولهجوبه ځوان کوول مغشوش شي خومعیاري ژبه یې له ګډؤډۍ څخه ژغوري . دغه رنګه معیاري پښتوبه دنوروژبوپه منځ کی دیوې واحدې اواسانې ژبې په توګه ځای ومومي اووبه پېژندل شي . دهرې ژبې دپرمختګ وسیلې اوخؤځندځواک ګرامر، معیار، منطق ، لیکبڼه ، ژبپوهنه ، لیکدود، فنونه، ادبیا ت، لیکوالان ، ژبپوهان او چاپي رسنۍ دي اوکومه ژبه چې په دې هره برخه کی وړتیا ونه لري ، نیمګړې ،وروسته پاتې اوکمزورې ژبه ګڼل کیږي اوتاریخ شاهدد ې چې وروسته پا تې اونیمګړې ژبې دځان ساتنې ځواک نه لري اولمنځه ځي . یوځل بیاغؤاړم چې ددې جملې (ویيلیکه) چې لیکل شوې وه: « پولیسویواسترالیا یي سړې ونیول » څېړلوته ستاسوپام واړؤم ترڅووپوهیږووچې رښتیاګرامري نیمګړتیا پکی شته کنه ؟ هو، په دې وییلیکه کی د( نیؤل ) فعل د يؤستوي نوم سره برابرنه وکا رؤل شؤې . سم ګرامري جوړښت یې داسې دې : پولیسویواسترالیا یي سړې ونیو . په دې جمله کی یونارینه څه فعل سرته رسؤلې دې نه ډېرو. که چېرې پولیسودوه یا ډېربهرنیان نیؤلولي وای نوبیاورته د(نیؤل ) فعل برابرو. دغه رنګه د یاګانو(ی، ي ،ې، ۍ، ئ )پرځای کارؤلوته خوزیاتره چاپي رسنۍ اوخونې هم پام نه کوي اوعلت به یې کېدای شي چې په لیکلوکی اسانتیا اوساده ګي اویاهم بېخبري وي. کېدای شي ځينې خلک د پښتوژبې په ځانګړتیا اوسوچه والي خبرنه وي اوپه دې هم ورسره غؤږنه نیسي چې دپښتواصلي توري څومره لیکنۍ اوغږيزه پښتوسره نښلوي اوله ګنګسیته یې ساتي . دپښتودسوچه توروپه برکت پښتوژبې ځانګړې هویت پيداکړې اودغه سوچه توري لکه وفادارڅؤکیداران ،د پښتوژبې اولیکدودساتنه کوي. ددې بېلګې یا دښت ددې لپاره نه وچې ګنې لیکؤالان املایې تېرؤتنې کوي بلکه ددې لپاره چې زه دیوې کره اومعیاري پښتوژبې ونډه دپښتنوپه یووالي اوددوی دژبې په پرمختګ کی أړینه اوارزښمنه ګڼم اوهغولیکونکواولیکؤالانوته د خدای پاربیا وروړاندی کؤم چې په لوی لاس په یوه ، واحده اودیووالي په بنسټيزه پښتوکی چا وونه اوواټنونه مه جوړؤۍ . زه ډېرهغه لیکؤالان هم وینم چې زماپه پرتله په پښتوګرامرډېرښه پوهیږي خوهغوی بیاهم په خپلوسیمه ایزولهجودومره کلک ولاړدي چې نه منطق پری څه اغېزه لري اونه دژبې ګرامر. که تاسودکره اوسمې پښتولیکبڼې سره دري اوفارسي پرتله کړۍ نووبه ګورۍ چې پښتوژبه اولیک ترهغوډېروړاندې تللي دي اوهغوی لاجوګه نه دي چې په غږ، فونېټيک ، تورواولیکبڼه کی دپښتوسره یالي وکړي اوداځکه چې په پښتوکی هرغږته توري لرووخوپه دري اوفارسي کی هرغږته خپل توري نشته اوله دې کبله زده کوونکي باید بې له کومی قاعدې، هغه بې توروغږوونه په یادولري لکه دبېلګې په توګه (شیر= شیدې اوشیر= زمرې) خوکه مونږدغه دري نومونه په پښتوولیکونوداسې به وي: (شیر= شیدې) او(شېر= زمرې ) . بله بېلګه چې پښتوتردري اوفارسي پياوړې ښئي ، داده چې که له پښتوژبې څخه عربي پورشؤي ویونه (لغاتونه) وباسونوپښتونه کمزوری کیږي خوکه داکارپه دري اوفارسي کی وشي نوداژبې کمزوری کیږي اوله ستونځوسره مخ کیږي. نودپښتوخپل توري، غږیزه پراختیا اولهجوي ډېرښت دپښتوژبې ځانګړتیاوې دي نوځکه بایددلاپرمختګ اویووالي ارزښت له پامه ونه غؤرځؤل شي . زما ښه په یاددي چې دکره پښتولیکبڼې اولیکدود په هکله ښاغلي پوهاندزیارصاحب لیکنه هم کړېؤه اوپښتانه لیکوونکي یې د خدای په پارسمې اوکره پښتولیکبڼې اولیکدود ته بللي ووخودځينوأړم خویوهوډدخدای په پارهم بدل نه شواود پښتوژبې دپرمختګ اوددې کارقامي اغېزمنتیا ورته دومره اهمیت ونه لاره لکه څومره چې سیمه ایزولهجوورته ارزښت درلوده . زه نه وایم چې پښتانه دې خپلې سیمه ایزې لهجې هېری کړي اونه دکاروي خوپه یوه متحده پښتولیکبڼه دی سره یوشي ځکه چې په دې کی قامي پايښت اوقامي یووالې نغښتې دې، دایوه اغېزمنه اوډاډمنه وسیله ده چې پښتانه اوددوی راتلوونکي نسلوونه سره یوځای اونیږدې ساتي . ستا سودڅېړنې اوفکرپه هیله!

: دادارې یادؤنه    ددې بلاګ ټول مضمونونه ددې بلاګ ملکیت دې اوڅوک حق نه لري چې کوم مضمون کاپي اوپه خپل نوم یې په بل ځای کی خپورکړي. هو، مینه وال کؤلای شي دلیکوال اودبلاګ دنومونو په ذکرهرمضمون کاپي اوبل ځای خپورکړي .

په درنښت

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه