لیکنه : عبدالواحدمشواڼې
2010، 25، اپريل، يکشنبه
زه په دې اندیم چې که دژبې په هره برخه کی ( که هغه ژبپوهنه ده ، ویي پوهنه ده ، نؤښتنه ده ، فنون دي که ګرامراوکه په ټولیزه توګه ادبیات دي ) څوک هرڅومره کاروکؤلای شي ، کوردې ودان وي . مونږټولوته څرګنده ده چې پښتوژبه خوراډېرومنډوترنډو، لیکوالو، شاعرانو، مؤرخینو، څېړونکواوپوهانوته اړتیالري اودادیوه کس دوءس کارنه دې . پوهه ، علم اوتخنیک داسې څيزونه نه دي چې په یویادوه کتابونواویایویادوه پوهانواولیکوالوسره پای ته ورسیږي بلکی دوخت دتېرېدو، دنؤوپدیدو، نؤولیکوالانواوپوهانواودهغوی دنؤوفکرونوسره سم ځغلي . که څوک داروپایي هیوادونواویاامریکا دیوه وړوکي ښاریوې کتابخونې اویایوکتاب پلورنځي ته ورشي نوحیران به شي چې په یوه وړوکي ښارکی دومره کتابونه وي نودلویو ښارونوهغه خوبه بې له شکه له کچه اووښتي وي . بیاچې د یوې ځانګړې موضوع په هکله پلټون وشي نودهغې موضوع په هکله به په لسګونویاسلګونولیکوالانوکتابونه لیکلي وي اوچې منځپانګې یې وکتل شي نوهرلیکوال به خپل اندپکی ليکلای وي . زمونږدخلکواوهیوادبدبختي داده چې له یوه پلوه ۸۰ فیصده وګړي دسواد له سترنعمت څخه بې برخې اوبې ګټې پاتی شوي اویاپرېښودل شوي دي . دادفکراوپوهې هغه ستره تشه ده جې ډکؤل یې هم څه اسان کارنه دې . دارزښتونود سمې اومناسبې ټاکنې لپاره څلورګؤټي (کونجونه) پوهنیزې وسیلې (دپوهې لؤړوالې ، ژؤروالې ، پلنوالې او درونوالې ) ته اړتیاوي . دپوهې اوعلمیت کچه په دغوڅلورګؤټو(څلورکونجو) پئیمانوټاکل کیږي اودارزؤنې په وخت کی یوشې یایوه مسئله هم دهرګؤټ له زاویې څخه کتل کیږي . له بده بخته زمونږ دټولنې له سلیزوڅخه ۷۵وګړودپوهې اوعلم کچه لادکوم ګؤټ په لورنه ده غځېدلې نوزمونږپه داسې نښتې ټولنه کی هم دقضاوت اوارزښتونوټاکنه نښلي . له بله پلوه پاتې ۲۵ په سلوکی لیکپوه اولوءستوال هم په بېلابېلوپوړونوکی شمېرل کیږي اوپه پای کی دوړتیا خبره یوڅوکسوته پاتی کیږي . بیاهم شکردې چې یوڅوکسه خوشته ، که داهم نه وای نوچابه دقامي کلتوراوادبیاتوغږپورته کړې وې ؟ خوداخواشیني هم بایدښکاره شي چې دیوه سترقام لکه دپښتنوچې ترشپېتومیلیونوزیات وګړي ورپوری تړلي دي ، یواځې یوڅوکسه په علمي اوادبي خدمت لګیادي اودهغوی دخدایي خدمتونوستاینه خوڅه چې په دې اوهغه بهانه تورنیږي او مخه یې نیؤل کیږي . داڅه داوس خبره نه ده ، تاریخ بایدوکتل شي اوزمادخبروثبوتونه پکی پيداشي . زه دلته یوڅوښکاره تاریخې بېلګې یادوم : « پټه خزانه » هغه نوم دې چې دټولو پخواپېښوسیاسي څرنګوالې راسپړي اوهم یوسوچ راولاړوي چې دپښتنودشاعرانویادؤنه ولی لکه خزانه په یوپټ ځای کی خوندې شوېده ؟ که فکرورته وشي له دې نامه څخه دوه پئيغامه راکول کیږي ، یودمنځپانګې ارزښت اوبل یې هغه خطرونه چې داخزانه تری پټه شوې وه. دپټې خزانې لیکوال دخپل وخت شرایطواوسیاسي حالاتواړکړې وچې هغه څه پټ وساتي چې بایدښکاره وای . دپيری روښان اثر(خېرالبیان ) که څه هم یودیني اوروحاني اثروخوداچې دیوه مبارزپښتون روحاني په لاس لیکل شؤې و، دپښتنودوښمنانوته دمنلووړنه و. ارواښادسیدبهادرشاه ظفرکاکاخېل په خپل کتاب ( پښتانه دتاریخ په رڼاکی ) لیکلي دي چې دهندمغولي دربارپه شعوري توګه مؤرخین ګومارل چې دپښتنوپه هکله دهندوانوښه فکرونه په بدوګومانونوبدل کړي اوهندوان خپلې خواته واړوي . دغه رنګه دهندمغولي درباردپښتنوپه سیموکی داسې پردي روحاني مبلیغین ، اوځایي خانان اوجاسوسان ګومارل چې په اقتصادي ، کلتوري اومذهبي تاکتیکونو، اوحربودپښتنودپوهاوي ، اګاهۍ اوپرمختګ مخه ونیسي ، په هغوی کی بې اتفاقي اودوښمني رامنځته کړي اودمبارزې اوخپلواکۍ احساس پکی ورک کړي . خوداهم په دې معنا بایدتعبیرنه شي چې ګنې زیاتره پښتانه ددوښمن په مکاریو، عیاشیواومالي رشوتونوغولېدل، نه هیڅکله داسې نه ووخوځينې دګوتوپه شمېرملي خاینانوووچې دپردیوپه وسایلویې خپل پښتون قام دومره ځپلې دې چې رغؤنې ته یې کلونه نه ، بلکه پېړۍ پکاردي اودغه بنیادي تاوانونه لکه سرایت کوونکي رنځونه له یوه نسل څخه بل ته لېږدېدلي دي اودپښتون پرمختګ مخه یې ډب کړېده . دخوښۍ خبره داده چې که په پښتنوکی شاعران اولیکوالان دګؤتوپه شمارهم راټوکېدلي دي ، درښتینې اوبې ریا حس څښتنان وو ، غداران ، غوړه ماران اوبې حسه نه ووچې دمغولوپه تبلیغ اومالي ګټوتېروتلي وي اوهمداسبب وچې مغولوهم پرې باورنه کاوه . ددوی ترڅنګ بیاځينې داسې پښتانه خانان اوډلګۍ هم وې اوله بده بخته اوس هم پيداکیږي چې دخپلوشخصي ګټواومقامونولپاره ګمراه شوي وو. دپښتنوپه بې لاری کېدوکی دمغولوسترجاسوس اوجعلي روحاني پير، اخونددروېزه ډېربریالې و. اخونددروېزه دمذهب نه په سوء استفاده دومره پښتانه ګمراه کړل چې دخپل حقیقي لارښوداورښتیني پير، ارواښادروښان (رح ) دمړي سپکاوې یې هم پری وکړاودهغه په رښتیني اسلامي اثر (خېرالبیان )يې (خرالبیان ) ونوماوه . په دې هکله کاکاخېل صاحب لیکلي دي چې سترشیطان ، اخونددروېزه پښتانه داسې سره په خپلومنځونوکی په جګړوکړل چې پکی « مسلمان پښتون دمسلمان پښتون دلاسه په ډېرې بې دردۍ اوذلت قتل شو» کاکاخېل صاحب وړاندی لیکي چې اخونددروېزه دپيرروښان مریدانواوکورنۍ ته ډېرپه بې تکلفئ « کافران» وایي . په داسې بې لارېتوب اوخیانت کی دهغه وخت دیوسفزواودله ذاکولاسونه ووچې دپښتنودسترروحاني مشراومبارزهډوکي یې هم ونه شوزغملای اوهغه یې له پېټۍ راوکښل ، ځينې یې وسؤل اوځینې یې سیندته وغورځول. دادشکرځای دې چې دداسې پښتنواودهغوی دناجائيزوشیطاني بادارانوڅخه دسترخوشالخان څواثروونه په معجزانه توګه خوندي پاتی شؤي دي که نه دا سترمبارزاومفکرشاعرخولیکلوته هم نه پرېښودل کېده اونه یې وخت درلودچې په ارامومغزواوکتنوخپل اثرونه بشپړکړي اوپه دماغي او فکري سکون لاډېرې څېړنې وکړي . ددا سې یوپښتون شاعرچې په یوه لاس کی یې توره وي اوپه بل لاس کی قلم اوددوښمنانوله لاسه اړااوکډاګرځي ، بیادی هم (۲۵۰ ) ارزښتناک اوعلمی اثارپه خپلوګؤتوولیکي ، په نابغه توب کی هیڅ شک نه لیدل کیږي اونه دومره لیاقت اوزغم دیوساده وګړي دوءس کاردې
ددې ټولوسترتاریخي حقیقتونو څخه په عبرت اخیستنه اودخپلوتاریخي ویاړونوپه ساتنه ، دپښتوژبې دپياوړتیا ، بشپړتیا ، پرمختګ اوعلمیتوب دپاره بې کچې اړتیاده . پښتوژبه نه یواځې ادبي چوپړته سملاسي اړتیالري بلکی په پښتوتخنیکپوهنې ، روغتیا پوهنې ، درملپوهنې ، بدنپوهنې ، ساهپوهنې ، ټولنپوهنې ، سیاستپوهنې ، اقتصادپوهنې ، کرپوهنې ، روزنپوهنې ، کلتورپوهنې ، شمېرپوهنې ، لیکپوهنې ، کتابپوهنې اوداسې نوروپوهنوته بې ځنډه اړتیالري . داکاربې له قربانۍ ، کلک هوډ ، احساس ، قامپالنې ، وړاوماهرومتخصیصینواووسیلوسرته نه شي رسېدلې . که یوڅوک ددومره سخت کاریوې برخې ته هم چمتوشي اوویې کړي ، هغه بایدوستایل شي اووهڅؤل شي چې خپل ؤس نورهم وکړي که څه هم هغه په لومړیتوبونوکی رانه شي خوبایددخپلې ژبې په غني توب اوپډاینه کی یې دیوګام په توګه ومنو. پښتانه دذهنیت اوفکرپراختیاته هم اړدي ، یواځې په خیالي ځان ستاینوکومې موخې ته نشي رسېدلای بلکی په خپل ځان اوټولنه بیابیا کتنه هم اړینه ده .
دپښتنوپه ژؤند، ټولنه ، جوړښت ، رواجونو، ذهنیتونو، فکرونو، کارونو،انصاف اوقضاوتونوکی دویاړونوترڅنګ نیمګړتیاوې اوناخوالې هم شته ، پرهغو نیوکې ، کتنې ، اندېښنې اوبدلونونه هم اړین دي . په افغاني ټولنه کی نیوکې په جرات اومبارزې پورې تړلي وي ، که یوڅوک په چانیوکه وکړي ، دزړه بداوي اوان ددوښمنۍ سبب ګرځي اوداځکه چې مونږداسې حیاتي اواصلاحي کړنوته زغم نه لروو. پښتانه ایکي یوقام دې اونوم یې پښتون دې ، که څوک ځانته په رښتیا پښتون وایي نومکلف دې چې یواځې په همدې نوم بسنه وکړي اوپه یوه معیاري ژبه سره یوشي ، اګرمګرپکی ونه مني ځکه چې يوه معیاري ژبه دیوواحدتعلیمي نساب ، ژبني لېږد، اتفاق اویووالي لپاره اړینه وي . دیوې کره اومعیاري پښتوژبې ګټې په سیاسي ، کلتوري اوعلمي برخوکی ډېرې دي اوپښتانه پوهان اولیکوالان بایددې ته ټکي ته کلک پام وکړي اودخپلې ژبې د کره توب اومعیارملاتړوکړي . که داونه کړي دخپلې ژبې سره جفاکوي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې