خبرې یې ښې وې خوکړنې به یې څنګه وي ؟

دامریکادمتحدوایالتونودجورج واشنګټن پوهنتون په انګړکی دافغانستان دپارلمان غړي اوداقتصادي چاروڅوکۍ وال، ښاغلي داوودسلطان زوی دغونډې دګډونوالوپوښتنوته په روانه انګریزي ژبه ځوابونه وئيل اودمشهورتلوېزیوني چینل (سي سپېن ) څخه خپرېده . ددغې غؤنډې لارښونه دامریکادکورني امنیت دپالیسۍ دانستیتیوت رئيس ، ښاغلي فرانک سیلوف کؤله . که څه هم ددې غؤنډې دوئينا برخه راڅخه تېره شوې وه خوومی کؤلای شول چې دتلوېزیون په پرده دپوښتنووروستۍ برخه ووینم اووايې ورم . زه دښاغلي سلطان زوی سره تردې دمه پېژندګلونه لرم اونه راته دهغه سیاسي اوفکري تګلورې معلوم دې خودګډونوالوپوښتنوته دده وروستیو ځوابونوډاډه کړم چې دمسائيلوپه شننه کی یې ستونځې نه درلودې اوځوابونه بې ترډېره کچه دمنلووړوو. دده په خبروکی دافغانستان دکړاوونو، په تېره دپښتنودکړاوونواوله چاري صحنې څخه ددوی دګوښه کؤلودیادؤنې ترڅنګ سیمه ایزوکړکېچونوچې هنداوپاکیستان یې پکی ډېرواړؤل راواړؤل ، دبن کنفرانس ، په د ولت کی دشمالي ټلوالې ونډه ، د ښاغلي کرزي کمزورې اداره اودبهرنیوځواکونوکړنې په نیؤکیزه توګه نغښتې وې اوورسره داسې څرګندونې هم وې چې په افغانستان کی دبهرنیوځواکونودنده لاسرته نه ده رسېدلې اودهغوی شتون ته لانوره اړتیاهم شته . له ښاغلي سلطان زوی څخه په اقتصادي پوښتنوکی دافغانستان دطبیعي مینرالي زېرموپه هکله ځوابونه هم واورېدل شووچې دراایستلوپه هکله یې دامریکااواروپایي هیوادونومرستې اړینې وبللې . ماته په ځانګړې توګه ددې ښاغلي داخبره په زړه پورې وه چې افغانستان هغه هیواددې چې دبرېښنایي اینرژي دپاره خپلې خوراډېرې زېرمې لري لکه دبېلګې په توګه تېل ، طبیعي ګېس (غاذ) ، یورانئيم ، سکاره ، اوبه اوسیندونه ، لمراوبادونه ، خوپه سوونومیلیونه ډالره لګؤل کیږي ترڅوله ګاونډیوهیوادونوڅخه برېښنا ، روغتیاته زیانمن اوبې کئيفیته تېل اوګېس راوارد کړي . نوموړي داهم ووئيل چې دافغانستان په سیندونودبرېښنایي بندونوجوړؤنه دپاکیستان اوایران دمخالفت اودافغان کمزوري حکومت دبې غؤرۍ ، بې وسۍ اودمیلي ګټوپه زیانمنتوب ناشونې شؤې ده . دیادونې وړده چې مونږهم په دې هکله پخواڅرګندؤنې کړې وې اوحکومت ته مومشورې ورکړې وې چې داقتصادي خپلواکۍ اودکاراوروزګارلپاره لاره جوړؤنه مهمه ده اوپه دې توګه به هغه پانګه چې دویجاړهیوادپه لاس ورځي ، په کورنیوبازارونوکی به وچلیږي ، توليدبه رامنځته کړي اوخوندي به شي خودزړه بدۍ سره بایدووایوچې نه کورنیوچارواکواونه بهرنیومرستندویانوزمونږخبروته څه ارزښت ورکړ. زه خوفکرکوم چې هډواورېدلې به یې هم نه وي . دادې زمونږپخوانۍ مشورې په داسې وخت کی تکراریږي چې ګومان کووچې زرینې موقع له لاسه وتلي دي خوبیاهم که دښاغلي سلطان زوی خبرې کوم ځای ونیسي اویوڅه نوي اقتصادي پلانونه اوددغوپلانونوداجرادپاره اداري ادلون بدلون رامنځته شي ، دافغان اولس اوښکې به هم ورسره وچې شي خوترکومه ځایه چې حالات څارلې اوڅېړلې شو، دابه یواځې یوسیاسي لکچروچې ښاغلي سلطان زوی په مړه خېټه ورکړاودښاغلي جنرال پيترویس د چای ناخورده بې هوشۍ سره یې دامریکایانوهېښتیا بې سده کړه . ددې ترڅنګ ښاغلې اوباماهم دخوراډېروکورنیواقتصادي اوسیاسي ستونځوسره مخ دې . په امریکاکی دخلکوبې روزګاري ، دمکسیکوپه خلیج کی دبي پي دتېلوکمپنۍ پېښه ، ددې له امله دسمندري چاپېریال ککړتیا، دسمندري مرغانواونوروژؤوژؤندته خطر، دتېلودککړتیاله کبله توریزم ته زیان ، په امریکاکی راروان پارلماني انتخابات اوپه افغانستان کی داضافي فوځيانولپاره دکانګریس څخه دبودیجې غوښتنه هغه چلېنجونه دي چې ښاغلې اوباماورسره مخ دې اوددیموکرات ګؤندرقیب ، جمهوري غوښتونکې ګؤندددې حالتونوڅخه ګټه اخلي ترڅوپه راتلونکوپارلماني انتخاباتوکی اکثریت رایې وګټي اوددیموکراتانودګوندواک اوځواک کمزورې کړي . په داسې بحراني ګیرتیاکی به څنګه ممکنه وي چې دافغانستان دپاره ډالري ناوه بهوونکی وساتل شي ؟ مونږخویې همدااوس وینوچې افغاني چارواکودډالري ناوې اخري څاڅکوته خولې نیولي دي اوهریوهڅه کوي چې اخري څاڅکی یې په خپله ژبه وڅاڅي . دډالروهغه باران چې دبوش له طوفان سره راغلې و، نوردرېدلې دې اوپه هغه شړک کېدای شي بیاونه اوري نوځکه یې پرځای هغه وچکالي اوهغه تنده راروانه ده چې افغان اولس به دکرزي صاحب اونوروګرېوانونوته لاس اچوي اودتېرونانصافیوپوښتنه به تری کوي . که سړې ورته پام وکړي نورښتیاهم دښاغلي کرزي مدیریت اوادارې ډېروخت ، ډېرچانسونه اوډېرې پئیسې عبث کړي دي . داورسره افغانان نشي منلای چې دټولوبهرنیومرستو(۲۰ ) ددولت په اختیارکی ورکړشوې ده اوپاتې (۸۰ ) فیصده بهرنیانوپه خپله خوښه لګولي دي ځکه چې داکارپه افغانستان کی دکرزي صاحب دمدیریت اوادارې په موجودیت کی شوې دې ، دوی داخیانتونه ، سازشونه ، غلاوې ، خپلسریانې اوتجارتونه ولې نه افشاکؤل ؟ ولې یې یوه ملي څارګره اداره نه جوړؤله ؟ ولې یې ازادوخبري رسنیواوڅېړونکوته اجازه نه ورکؤله چې په دې هکله افغان وولس اودنړۍ خلک خبرکړي ؟ دولتي اونادولتي اداروخوکه په تېرو(۹ ) کلونوکی یونیم کارهم کړې وي ، دومره بې کیفیته اوبې پائيښته نتیجې یې دي چې هغه ټول شیان بیارغؤنې ته اړتیالري اوبیاملاماتوونکي لګښتونه غؤاړي، نودغه لګښتونه به دکرزي صاحب حکومت له کومه راپيداکوي ؟ دکرزي صاحب وزارتونوترننه په دې فکرنه دې کړې چې کوم کارونه لومړیتوبونه غواړي اوکه په دغولومړیتوبونواجراأت وشي نوڅومره پائيښت اوچورلښت بایدرامنځته کړي . اصلا″ په تېرونهو کلونوکی افغان دولت داسې کارونه ونه کړل چې په نتیجه کی یې دملي اقتصادلپاره داسې تولیدي مشینري رامنځته شي چې بهرنیوخیراتونواوپورونوته تریوکچه اړتیاپيدانه شي . ددې سره په تړاوبه تېره دسولې ملي مشورتي جرګه دبېلګې په توګه یاده کړوچې په درې ورځوکی پری تردوه سوه میلیونه زیات ډالرولګېدل خودهیوادپه امن اوسوله کی یې څه نوې هیلې راونه ټوکؤلې اونه څوک باورلري چې ګنې کوم بدلون به رامنځته شي ځکه چې دجرګې ګډونوالوداسې کومه نوې اواغېزمنه طرحه اوتګ لاره جوړه نه کړه چې په دومره زیات لګښت وارزي . ددې دومره زیات لګښت نتیجه یوداسې پرېکړه لیک وچې په زرروپيولیکل کېدې شو. کېدای شي یوڅوک ووایي چې سړې دسولې اوامن هانداوهڅوته بایدهرکلې ووايي اومخالفت یې ونه کړي خوداسې هانداوهڅې چې ملاماتوونکي لګښتونه پری کیږي خوهدف ته درسېدولارپری نشي موندل کېدای ، منطقا″ دمنلووړدي ؟ آیادابه غؤره نه وای چې ددې خپلمنځي جرګې دلګښتونوپرځای دهغودوه میلیونونشه یي معتادینولپاره پری یوروغتون جوړکړای شوې وای ؟ ایاداسې کارونه په سولې اوامن پورې نه دي تړلي ؟ کاش چې دغې قیمتي جرګې خویوه سمه اجندا درلودای . ټولې ویناوې پکی یوله بله اودبهرنیانوڅخه مننې اوملاتړته وقف شوې وې . بې له شکه چې د سولې اوامن ملاتړدهرافغان دنده اومسؤلیت دې خوبایددملي مسؤلیت په روحیه اواحساس رامنځته شي نه دپيسو، شخصي ګټواوتجارت په نیت . له هغه وخته چې افغانستان جوړشوې ، بې شمېره رسمي جرګې هم جوړې شوي دي خودومره پيسې پری نه دي لګېدلي لکه دکرزي صاحب په دورکی چې کوم شاه خرڅونه وشؤل اوکیږي . لرې به نه ځو، پلازمېنې کابل ته به وګوروچې دغریبواوبډایوترمنځ څومره توپيررامنځته شوې ، غریبان یوه مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه دي ، کرزې صاحب ورته په دوه سوه میلیونه ډالره دمړې خېټې ببولالې اوروي . کرزې صاحب ، داخوهمداتاسې یاست چې هم موسوګرانه کړېده اوهم موجګړه . که له یوې خواپه سوله یوډالرلګیږي نوله بلې خواپه جګړه سل لګیږي ، اوکه چېرې یوکورجوړیږي نوورسره لس نورورانیږي اودادواړه حالتونه هم دهغه چالخوامنځته راغلي دي چې دسولې نارې وهي . هغه دچاخبره ، داکومه سوله چې کرزې صاحب اوبهرني دوستان یې پرې په میلیونونوډالره خرڅونه کوي ، ددوی له خپله لاسه نشي ټينګېدای ځکه چې سوله ایزبنسټ نه لري ، داحساس ، ښېرښېګړې اوصفانیت په ځواک اوتړون نه رامنځته کیږي بلکه دیوې تجارتي معاهدې حثیت لري چې دنښتوخواودګټواوتاوان په صورت کی لغوه کېدای شي . سوله په تشومشورونه رامنځته کیږي اونه یواځې دطالبانوپه پخلاینې رامنځته کېدای شي بلکې دجګړې دعاملونوپه لمنځه وړلواودسولې دبنسټيزووسیلوپه پيداکېدومنځته راځي . دکرځي صاحب دولت بایدکوښښ وکړي چې دجګړې عوامل پيداکړي اولمنځه یې یوسي . دجګړې عوامل پخپله په دولتي اونادولتي اداروکی هم دي ، ددولت په مخالفینوکی هم دي ، دبهرنیانوپه کړنواوخپلسریوکي هم دي اوپه رشوت ، قاچاق ، مخدره موادو، مافیایي ډلو ، بې روزګارۍ ، بې سوادۍ ، غربت اودملت په خفګان اونه ملاتړکی هم دي. پوهیږوچې افغانستان ته خدای ډېربدنیته ګاونډیان هم په نصیب کړیدي خومتل دې وایي خپل ځان وساته ، ګاونډي ته مه وایه چې غل یي نوترهغوچې کورنۍ نیمګړتیاوې اومسئلې نه وي یوې خواته شوي ، دسولې ټيګېده به هسې یوخوب وي . لنډه به کړوو، په افغانستان کی سوله همدغوشیانوچې یادونه یې وشوه ، تم کړې ده.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه