عبدالواحدمشواڼې
دامریکامتحدایالات ، نیوجرسي
2010، 18، آگسټ، چهار شنبه
ولی افغانانوته له انګرېزانوڅخه په ۱۹۱۹ ع کال کی دخپلواکۍ اوازادۍ ورځ ترنورواشغالونومهمه ده چې بایددهرافغان ماشوم ذهن ته په شعوري توګه ولېږدؤل شي ؟
خپلواکي اوازادي دانسان یوفطري حق دې ، خؤښي ده، درنښت دې اوارزښت دې . که تاسویوه مرغۍ له خپلې ځالې څخه راوړۍ اودیوې شپې لپاره یې په پنجره کی بنده کړۍ اوبیاورته پنجره خلاصه پرېږدۍ نوهغه مرغۍ به په پنجره کی پاتې نه شي اوچې له پنجرې ازاده شي نوورته وګورۍ چې په څومره خؤښۍ به والوځي اوخپل ځای ته به ځان ورسوي . دغسې که تاسودځينوالوتونکومرغانواوحیواناتودبچوخواته هم نیږدې شۍ نوحملې به درباندی وکړي . په دغه وخت کی به دخپلواکۍ اوازادۍ فطري تړاواومعناهم درڅرګند شي . انسانان خوبیااشرف المخلوقات دي نوڅنګه به خپلواکي اوازادي دخپلوټولوجزونواوارزښتونوسره نه حس کوي ؟ دسترپښتون سیاستوال ، میروئيس خان اوسترملي قایداحمدشاه بابالؤرینه وه چې پښتنواونوروورونوقومونوته یې له ایراني اومغولي استثمارګرانواوعیاشانوڅخه نجات ورکړاوپه یوه ستره امپراتورۍ کی یې سره راټول کړل خوله بده بخته چې ددوی څخه پاتې میراثخؤروواکمنانودخپل پلاراونیکه امپراتوري ونشوه ساتلای اوان تردې چې خپل پلرنې ټاټوبې یې هم دشخصي ګټواومقامونولپاره دړېؤړې اودخطرسره مخ کړ. دپښتنوخپلمنځي غمیزه دتیمورشاه څخه پېل شوه اودامیردوست محمدخان ترراپورته کېدوپوری په بې شرمۍ روانه وه اولاتراوسه لکه موزي رنځ دافغانانوپه منځ کی کله پټ اوکله راښکاره شي . زه ځکه دې خپلمنځي اخوډب اوخیانتونوته دامیردوست محمدخان په وخت کی پښه نیولې شوم چې داهغه وخت دې چې دهیوادوګړواوخاورې ته سترخطردې خوافغانان په داسې حالت کی هم یودبل وینوته ناست وواوددوی له بې اتفاقیواودوښمنیوڅخه انګرېزانو، روسانو، ایرانیانواوسیکانوفایده اخیستله اویووروربه یې دبل پرخلاف راپورته کاوه ، په دې توګه به په خپلمنځي اخوډب کی پښتنوته مالي اوځاني تاوانونه اووښتل اوددوی دټوټه ټوټه کېدواوترمنځ یې دفاصلوپيداکېدل به هغه څه ووچې دوښمنانوبه غوښتل . امیردوست محمدخان دپښتنودغسې حالت نشوزغملې نوپه ۱۸۲۶ ع کال کی یې دپښتنودلارښؤنې اوژغورنې کارته مټې ونغښتلې . دپښتنوله بده بخته ، دې هم دخپلو ورونواوپه تېره دسلطان محمدخان دخیانت اودوښمنۍ له کبله بریاوته نه پرېښودل کېده اواصلي دوښمنانوته به کمزوری کېده . سلطان محمدخان دمقام اوپيسولپاره دپنجاب دسیکانوسره دامیردوست محمدخان پرخلاف جوړجاړې وکړاوسیکهانووکولای شؤل چې په اټک راپوریوځي اوپېښؤرونیسي . دې کارامیردوست محمدخان سخت ناکراره کړاوله هرې لارې یې کوښښ وکړچې دپښتنوسیمې له سیکانوڅخه بېرته ازادی کړي خوبریالې نه شونوبیایې فکروکړچې شایددانګرېزانوسره په دوستۍ کی ورته خپلې سیمې بېرته په لاس ورشي نوددې هدف لپاره یې انګرېز، لورډاکلینډ ته دحسن نیت اودوستۍ څوپرلپسې لیکونه واستؤل خوددې پرځای چې دامیرځواب ورکړي ، دهغه پرخلاف دسیکانوپه ملاتړودرېد. په دې کارامیردوست محمدخان اړشوچې له روس اوایران څخه مرسته وغواړي . پردې برسېره په ۱۸۳۳ ع کی انګرېزانوشاشجاع ولمساوه چې په افغانستان حمله وکړي . انګرېزانوبه په پټه داکارونه کؤل اودامیردوست محمدخان پرخلاف به یې ورته خپل پښتانه ورونه لمسؤل ترڅوپه خپلمنځي اخ وډب کی انګرېزانوته داسې موقع برابره شي چې دوطنپرست امیرپرځای یوغلام ګوډاګي ته دافغانستان واک وسپاري اوبیاچې دوی (انګرېزان) هرڅه غواړي هغه وکړي . شاشجاع په لدیانه کی په خپل هیوادباندی دحملې تیارې وکړاوورسره دسرکلاډویډپه نوم انګرېزپه افغانستان کی لویوسردارانوته لیکونه ولېږل اوهغوی یې دشاشجاع مرستې ته وبلل. ددقت اوفکرمندۍ خبره خوداده چې دپښتنوټولې ناکامیانی اوبدبختیانې ددوی په خپلولاسونوراپيداشوي دي ، دوی په خپلومنځونوکی اتفاق نه دې کړې اوداسې خاینانوته یې په خپلوکتارونوکی ځای ورکړې چې له ښکاره دوښمنانوڅخه څوځله خطرناک وو. لکه امیردست محمدخان چې سلطان محمدخان ته پېښوروسپاره ، انګرېزانودامیرپرخلاف شاشجاع راپاڅاوه ، دغه رازپښتنوځانته په لستوڼوکی ماران ساتل چې دتودېدوپه وخت کی به یې ټک ورکړلکه شاه زمان رنجیت سینګ ته مقام اومنزلت ورکړاوهغه بیاپه پښتنوحمله وکړه اوتردېره اسماعیل خانه پوری یې دپښتنوسیمې ونیؤلې . په هره بڼه تاریخي بحث نه اوږدوم اودافغان ـ انګلیس له لومړۍ جګړې څخه چې له ۱۸۳۹ څخه تر۱۸۴۲ پورې اوږده وه پېل اودغازي امان الله خان ترخپلواکۍ اخیستواوپاچاهي پورې ټکوته لنډه لنډه ګؤته نیسم . که څه هم افغانستان دخپل تاسیس څخه تر۱۹۱۹ پوری دکوم هیوادمستقیمه مستعمره نه وخوانګرېزانودرې ځله دبشپړې نیؤنې کوښښ کړې دې اوچې په دریم ځل پوه شؤل چې داځل دیوداسې یوپاچاسره مخ شوي دي چې هم دوګړوملاتړورسره دې اوهم دخپلواکۍ رښتینې مبارزدې اونورنشي کولای چې په زوراوجګړوپه دغه هیوادکی هدف ته ورسیږي نواړشؤل چې افغانستان رسما دیوخپلواک هیوادپه توګه وپېژني اوتعهدوکړي چې دافغانانود خاورې واک به نوردافغانانوسره وي اودوی به پکی کارنه لري . انګرېزان دهندپه نیمه وچه کی داسې تسلیمېدوته تیارنه ووخویوغریب افغانستان ته اړشول نودافغانانودپاره دایوسترویاړدې اوارزښت یې هم ډېرزیات دې . دافغانستان اوسنۍ خاوره له تاسیس څخه پخوادمختلفوقومونواوځواکونومستقیمه مستعمیره پاتی شوې ده، په دې خاوره اووګړوله سکندرکبیرڅخه نیولې ترفارسیانو، ترکانو، منګولیایانواوعربوپوری واکمنیانې کړيدي خوددې سره سره ددې خاورې وګړي هیچاته نه دي تسلیم شوي اوپه تاریخ کی یې خپل ویاړونه ثبت کړي دي . دموضوع سرپه تړاوبایدیادونه وشي چې یووخت افغانانوپه اوسني ایران اودهندپه نیمه وچه واکمني درلوده ، هغه وختونه اوسیاستونه بېل وواوټوله نړۍ دزوروروقامونوترمنځ وېشل کېده اودقامونودمېشتېدولړۍ پای ته نه وه رسېدلې خونن دنړۍ قامونه دهیوادونوپه چوکاټ کی مېشت دي اودکلونیالیزم اغېزمنتوب کم شوېدې خو په ننۍ نړۍ کی لادپخواپه څېربډای اوغریب ، زوروراوکمزوري ، ویناوال اوکمزوري شته اودوی هماغسې اهداف لري لکه د۱۸ او۱۹ پېړیویرغلګروچې درلودل ، توپيریې یواځې په نومونو، تاکتیکونواوتخنیکونوکی دې چې په ټولیزه توګه د(نوي کلونیالیزم)ترکته ګورۍ لاندی مطالعه کېدې شي . که له انګرېزانوموخپلواکي نه وي اخیستې ځکه چې هیڅکله دهغودمستقیم کنترول لاندی نه یوراغلي نوپه وینوخوموساتلې ده اودادهغه غازي اواتلوافغانانوبرکت دې چې پخپلوقربانیواومېړانویې مونږته د یوتاریخي ثبوت اوسندپه توګه پرېښې دې . هربهرنې اوکورنې غلیم چې زمونږددغه خپلواک هیواددپاشلوکوښښ وکړي، مونږورته په ویاړدغه ثبوت اوسندمخې ته ږدو. کاش چې ملي خاینانوغازي امان الله خان ته موقع ورکړې وې چې افغانستان په اقتصادي، پوهنیزاوتخنیکي ډګرونوکی ازاد، خپلواک ، خودکفااوپایدارکړي . دادهغه سترشخصیت سترارمانونه ووچې دمسلمان په جاموکی انګرېزانودخاوروسره خاورې کړل. که په لنډوټکوکی یې ونغاړونوبایدووایوچې دافغانستان دخپلواکۍ ورځ بایدبې اهمیته اوله پامه ونه غورځؤل شي ځکه چې داموتاریخي وياړدې ، په دې زمونږنیکونوقربانیانې ورکړي ، دادعدل ، انصاف اوپرمختګ تاریخي نښه اونمونه ده ، په دې ورځ دبشرحقوقوته لاره هواره شوې ، افغاني مېرمنوته حق ورکړشوې ، دیونوي تهذیب اوذهنیت بنسټ ایښودل شوې اونه هېرېدونکي ریفورمونه رامنځته شوي دي. که امان الله خان اواصلاحات یې نه وای ، دکابل ښاربه دسګ جنګیو، قماربازیواوبودنه بازیوپه میدانونوبد ل شؤې وای.
دسترامان الله خان اودازادۍ داتلانوروحونه دې ښادوي
تل دې ازاد، خپلواک اوپرمخ تللې وي ګران افغانستان
په درناوي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې