په امریکاکی دکرکې یوه بېلګه

زه به دځان په هکله دومره ووایم چې ازاده ساه لااخیستلای شم اودشیطان غؤږونه دی کاڼه وي ، تراوسه لاچادمرۍ نه نه یم نیولې . تاسوشایدفکروکړۍ چې ګنې په ګډوؤډوسریم ، نه داسې نه ده هرڅه چې وایم ، راباندی تېریږي اویاکېدې شي راباندی پېښ شي ، هغه متل دې چې وایي له پېښې تېښته نشته خودپېښومخنیوې داګاهۍ پرمټ کېدې شي. هغه تلوېزیونې مرکې اورادیویي پروګرامونه به اوس پرېږدم چې پرامریکاد ۲۰۰۱ دسیپتمبردیوولسمې تروریستي حملې راهیسې دمسلمانانو، ددوی له دین اوکلتورونوسره په دوښمنۍ کی هیڅ موقع له لاسه نه ورکوي اویاپه سلګونومسلمانان دکرکې سره مخ شوي دي خوبده به نه وي که دې ته ورته دخپلوسترګولیدلې داسې یوه پېښه له تاسوسره شریکه کړم چې ګومان کیږي چې نسلي اونژادي کرکه یې اصلي هدف و. زه ددې قیصې په شریکؤلودارنګه اګاهي ترتاسودررسول غواړم اوداځل دزړه دخوالوپرځای دزړه یونیم دردهم په زګېروي کی دراوروم اوپه امریکاکی موله داسې څه هم خبرکړم چې مانن ماښام د۴۵ دقیقوپه اوږدوکی دنیوجرسي دایالت په هېلسبوروکی په داسې حال کی مشاهده کړل چې دورزش په پلمه دسړک په پياه روروان وم . هیلس بورویوښکلې ځای دې چې دقدم وهلولپاره هرلوري ته پياده روونه لري . دلته جرمن یهودان ، امریکایي سپين پوستان ،دلاتینې امریکې هسپانویان ، اوخال خال چینایان ، افریقایان ، هندوان ، پاکستانیان اودنړۍ نورنژادونه هم لیدل کیږي خوفکرکوم چې زه به ځانګړې افغان یم چې دلته اوسېږم . په هر ه توګه ، له یوکاله زیات وخت وشوچې دلته اوسېږم . که څه هم څوځله دداسې انفرادي برخوردونوسره مخ شوې وم خودومره یې ځانته نه وم متوجه کړې لکه دانن چې می له یوساعته په لږ وخت کی ولیدل او اندېښمن اوهک پک یې کړم . پېښه داسې وه چې زه دسړک پریوې غاړې روان وم اویوسپين ږیرې هندوله خپلې سپين سرې ملګرې سره چې کېدای شي مېرمن یې وه ، دچکرپه پلمه په بله غاړه روان ووچې تردغه دمه ورته زماپام هم نه وخوچې دموټردټایرونوشورمی ترغؤږوشونوفکرمی وکړچې چاناڅاپه بریک ونیوه . هوهمداسې وه ، په یوه غالبا۹۴ماډل ایره رنګي ټویوټاکېمري موټرکی څوسپيني ځوانان ناست سپاره وواوکله چې د هندووجوړې په خواتېرېدل نوسخت بریک یې ونیوه ، دموټرچلوونکي څنګ ته سپيني ځوان له کړکۍ سروروویست اوډاروونکې کریغې یې ورته وکړې خوهندوجوړې پری غؤږونه کاڼه کړل اوپه خپله لاره ولاړل . زه دې صحنې ته تم شوم خوکله چې ځوانان په ښي لاس سړک وګرځيدل ، زه هم په خپله لاره رهي شوم اودڅودقیقووروسته زه هم دیوبل سړک په ښي کونج تاواوداوټن په نوم سړک روان شوم . دلته هم له څودقیقوتګه یوبل توررنګې موټرچې ګومان کوم امریکایي پنیاک و، زماپه څنګ مخامخ تېرېده اوهماغسې دموټروان څنګ ته ناست یوسپيني هلک له کړکۍ څخه سرراوویسته اویوڅوزورورې کریغې یې ماته هم وویستلې . هغه څه چې یې له کریغووروسته ووئيل ، دموټردسرعت له کبله پری سم پوه نه شوم خوباورلرم چې هرومروبه یې بدردراته وئيلي وي ، په دې وخت کی زمامنزل هم نیم شوې وواولکه دپخواپه څېرداوټن اوام ویل روډ دمخامخ څلورلارې څخه د بېرته ستنېدوپه فکرکی وم . دماښام خړه خپره شوې وه خودسړک دغاړوڅراغونه لانه ووبل شوي اودسړک په بله څنډه سړې لیدل کېدې شو . زه دراګرځېدوپه حال کی وم چې بیامی هماغسې قهرجنې کریغې په غؤږولګېدې لکه څودقیقي مخکی چې می اوریدلې وې خوداځل راته په زړه کی شک پاتې نه شواوداطمنان اواحتیاط لپاره می دې ته هم مخ ورواړاوه اوومی لیدل چې دادریم موټردې ، له هغونورودووبېخي بل رنګ اوهماغسې سپيني ځوانان پکی سپاره ووچې موټروان دڅنګ هغه راته په داسې حال کی چې پخپل فېروزه رنګي ایس –یو- وي کی له څلورلارې تېرېدل ، په قهرجنوکریغواوخبروچې دموټردسرعت له کبله پری پوه نه شوم ، په یوشغ شاته پرېښودم اوترډېره ځایه یې دخپلوکریغواوویناوچې له بدوردوسره به مله وه ، زماله نظره پناه شؤل . خدای شته نورپه پاتې لاره نه یم پوه شوې چې ترکوره پوری څنګه لاړم . په کورکی هم دکؤچ پرسرپه همدې فکرکی وم چې اخرداسې ولی کیږي اوهغه هم په داسې یوهیوادکی چې درنګ اونسل افسوسناک تاریخ خولري مګریودیموکرات قانون هم لري . اوس خوبه په جنوبي افریقاکی هم هغه توپيرلمنځه تللې وي چې په میلیونونوځایي تورپوستوانسانانوسره کېده اوپه خپل ټاټوبي کی ورته پولې ټاکل شؤې وې چې په هغه لاره چې سپينیان ځي ، تورپوستي انسانان نه شي تلای خوداسې څه لاماددې هیوادپه هکله نه وواورېدلي . اوس نودسړک یوتش چکرهم راته ستونځمن ښکاري اوباورلرم چې نژادپرست سپينیان پرمونږرنګدارومخلوقاتودڅوقدموپياده ګرزېدلورینه هم نه لري اوددوی زړه هله راباندی خوښيږي چې یادزندان په څېرکورونوکی بندپاتې یواویاددوی له ګاونډڅخه کډه بارکړوو. کله چې سړې دداسې حالت سره مخ شي نوګرېوان ته سرټيټ کړي ، دخپل هیوادارمان ورشي اوځانته می ووایي چې په داسې هیوادکی نوڅه بلاغواړې چې دیوڅوقدمه چکرلپاره په ډاډه زړه نشې وتلې ، خوبیاچې سړې دخپل هېواد جګړو، کرکواوبدبختیوته پام وکړي ، تردې حالت زیات وبوګنیږي اوبیا ددې ځای اوبل ځای پرتلې پېل شي . حقیقت دادې چې داسترهیوادچې نن دامریکادمتحدوایالتونوپه نوم یادیږي ، دسپينانواصلي ټاټوبې هم نه دې اودوی هم زماغوندې دې هیوادته کډوال راغلي دي نوددوی اوزمارنګ په کوم بنسټ اومنطق دشخصي ملکیت شرط کېدای شي ؟ که دبېلګې په توګه زماقصورزمارنګ وي نوداګناه نه زماپلار، نه زما مور اونه ما کړېده بلکه هغه چاکړېده چې دارنګ یې زما، یوهندواوافریقایي پرمخونوتپلې دې . ماوېل ددې هرڅه سره په داسې هیوادکی نوڅه کوې چې په لاره هم درته کرکې انتظارکوي ، ولې خپل څادرنه څنډې اوخپل ټاټوبي ته نه ځې ؟ خوکوم ټاټوبې ؟ هغه ټاټوبې چې همداسې سپيني هلکان پکی لکه دلته چې پرمونږپرسړکونودکرکې له جوشه کریغې وهي ، هلته راته دماشینګڼوسره په درشل کی ولاړوي ؟ ایاهلته به تردې ځایه ښه حیثیت ولرم ؟ ایازماپه ټاټوبي کی به څوک زمادرنښت وکي ؟ بس په داسې سلودااوهغه می فکرکاوه اوکومې پایلې ته نه رسېدم ، ځان راته هیڅ نه ښکارېده ، ان دیوې خاشې هومره هم نه ،اوحقیقت هم دادې چې نن په ټوله نړۍ کی زمونږژؤنداوحيثیت څه دې ؟ چې په خپل هیوادکی سړې عزت اوپېژندګلوي ونه لري ، دبل په هغه کی به یې څوک ورکړي ؟ زمونږځوانان بایدپوه شي چې دامریکااواروپاپه اسمان څکوماڼيوونه غؤلیږي ، هغوی ته دکتواجازه لاڅوک نه ورکوي . زمونږښکلي ځوانان دی په نیمه خېټه ډوډۍ وخوري خودخپل کوراوکلي له مینې دې ځانونه نه محروموي . افغان ځوانان باید نورتکړه شي ، دخپلونیکونوپه څېرهمت اوهویت پيداکړي اوځانته داسې ټاټوبې جوړکړي چې په هغه کی داسې درنګ ، نژاداودین کرکې نه وي لکه مونږچې ورسره په امریکاکی مخامخ کیږوو. الله تعالی دی دومره عمرراکړي چې داسې ازاد، خپلواک اوپرمختللې افغانستان په سترګوووینم . امین

ژؤندې اویوموټې دی وي ګران افغانستان

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه