په ټولیزه توګه کتاب دویونوسمندردې ، دانسان دفکرانځور، دفکرونونقشه ،دانساني دماغوتوليد ، دخلاقیت پوړۍ ، بې خولې ویاند ، دعلم ، هوښیارتیااستاذ ، دپوهنې مور، دجهالت اوناپوهۍ دوښمن ، درازاوخواله یار ، دعقایدوپېلووزې ، دفکرونواوعقایدوپئغامبر، دناخبروښوونکې ، دښواوبدوتله ،له اسمانه لوړ، له کائناتوپراخ ، پېل لرونکې خوبې پايه ، دشخصیتونوروزونکې ، داړمنوخواخوږې ، دملتونوهنداره ، تلپاتې ژوند ، دزمانواستازې ، دعلوموکان او دښځواونارینه- و ګډه معشوقه ده.
کتابونه دمحتواله نظره ډېرډولونه لري ، لکه مذهبی ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري ، ساینسی، تخنیکي ، تخلیقي اوداسې نورخو ددې سره سره یادوونه بایدوشي چې کېدای شي ځینې کتابونه ګټوورې منځپانګې اوموخې ونه لري لکه دکرکواوجګړودمنځپانګوځينې کتابونه خودا رنګه لیکټولګې دعلمي کتابونوپه ارزښت کی هیڅ رنګ کمښت نشي راوستلای .
ایا کوم کتاب ستاسو په شخصى یاټولنیزژوند باندی کومه اغيزه کړې ؟
زه خوکتابونو له لومړنۍ ښوونځۍ څځه ترکابل پوهنتونه ، له هغه ځایه دجرمني ترپوهنتونه اوبیا له پاکستانه ترامریکا اوپه دې ځای کی ترځینوښوونيزوچوپړځایونوورسؤولم . کتابونوددې جوګه کړم چې مسلکي ژورناليست شم اوپه انیس ورځپاڼه کی کاروکړم ، په پاکستان کی دمهاجرت د ژوند له سختیواومحدودیتونوسره مقابله وکړم ، ځان ، کورنۍ اوپه زرګونوافغان اوپاکستاني ځوانانوته دخدمت اومرستې جوګه شم . که می کتابونه نه وای لوستي ، هيڅکله به دزرګونوافغان کډوالوسره دمرستې ویاړاووړتیا نه وه راپه برخه شوې. که مې نورکتابونه هم لوستلي وای اوپه نورډېرڅه هم خبرشوې وای ، نوهغه دچاخبره (له کېږدۍ ترسپوږمۍ ) به هم رسېدلې وای . زه ټينګ باورلرم چې دکتاب لوست ، زده کړه اوپه عمل کی دګټلې پوهې کارؤونه سړې هغه هدف اومقام ته رسؤلای شي چې ارمان یې کوي . دکتابونو په زده کړه اومرسته دخپلې کوڅې له سپېروخاوروهم داسې څه جوړېدای شي چې ترسرواوسپينوزروقېمتي وي . داتوم زرې په سترګونه ليدل کېدې خوالبرت ائين شټاین له کتابونوڅخه دومره پوهه زده کړېوه اوذهن یې دومره روښانه شوې وچې دیوې ډېرې کوچنۍ اتومي زرې په موندلوهم بریالې شو .
کتابونه دشخصیتونواوعالمانو افکارله یوه نسله بل نسل ته لېږدوي اويونسل دبل نسل له ژوند ، پوهې او تجربو څخه زده کړې کوي اوخپلې تجربې ورسره يوځای کوي اوخپلوراتلونکونسلونوته يې لېږدوي . په دې توګه دانساني افکارواوعلم سایکل نه تم کيږي . په ټوليزه توګه بایدومنوچې کتاب یوه مقدسه پديده ده چې انسانان يې په روحاني توګه خپلومقدساتواوعقايدوته ته متعهد ساتلي دي . دا خوکتابونه دي چې دالهي ارشاداتوښوونه کوي ، دا خوکتابونه دي چې مونږ له تاريخي مهمو پېښوخبروي ، داخوکتابونه دي چې دطب ، فزیک ، مهندسۍ ، زراعت ، کار، کسب ، صنعت ، اقتصاد ، حقوقو ، کلتوراوفرهنګ په هکله دعالمانو، ساینسپوهانو، مختریعینو، لیکوالواوښوونکوپوهنې اوتجربې یې مونږ ته رارسولي دي اوزمونږلخوابه راتلونکو نسلونو ته ولېږدؤل شي اوهغوی به همدغسې وکړي لکه مونږچې یې کوو ، په دې توګه دهرپېرنسلونه نه اړکیږي چې له صفره هرڅه پېل کړي ، دبېلګې په توګه ۱۰۰ کاله پخوا شاید دکمپيوټر په هکله یواځې خوبونه ليدل کېدل اوهغه خوبونه به په کتابونوکی ليکل شوي وو، بیا دلوستونکوڅخه به کوم یوکوښښ کړې وي چې هغه ته ورته یوشې جوړکړي اوبلاخره به په دغه لړۍ اوکوښښونو کی کوم یویاڅوکسه بریالي شوي وي چې کمپیوټرجوړکړي اوهغه په کتابونوکی ذکرشوي خوبونه په حقیقت بدل کړي . نن فکرکووچې هرڅه په کتابونوکی لیکل شوي دي خولاوئیلای نشوچې سبابه څومره نوي علمونه ، نوې پوهې ، نوي تخنیکونه ، نوې معلومات اونوي فکرونه په کتابونوکی خوندي شي ، همدا علت دې چې علم ، تکنالوژي اومعلومات پای نه مومي اودکتابونودمطالعې اړتیازیاتيږي اوهیڅکله نه کمیږي. هوښیارانووئيلي دي چې زده کړه له ځانګوپېل کيږي اوترځنکدنه دوام کوي .
څنگه کيدلى شى په افغانستان کې د کتاب لوستل ډيرشى؟
افغانستان دېرش کاله پخواهم دلیک – لوست په برخه کی له خپلوګاونډیوهېوادونوڅخه ډېروروسته پاتې وواودنړۍ دوروسته پاتې هېوادونوپه لړکی هم ډېروروسته و خوڅومره چې دتېرودرولسيزوجګړو، ورانۍ ، ويجاړتیا ، بدبختیو، کډوالۍ ، بېځایه کېدنې اوککړوذهنیتونو دافغانانوبچي د لیک –لوست له نعمته بې برخې کړل او دیوعجيب اوغريب حالت اوناڅرګندسرنوشت سره یې مخ کړل ، دافغانانوپه تاريخ کی سارې نه لري . په تېرودرې لسیزوکی افغانان له یوواحدتعلیمي نساب څخه وویستل اودهررنګوشرایطوسره یې مخ کړل . په افغانستان کی دپخواني شوروي اتحاددتعلیمي سیستم پېخې کېدې خوهغه هم لکه څنګه چې اړینه وه هغسې ونه شوه اودتعلیم اوتربییې په نسبت سیاسي اوجګړه ایزوموخوته لومړېتوب ورکړشو، ځوانان له ښوونځیوڅځه عسکرۍ ته جلب کېدل ، په کلیوکی ښؤونځۍ لمنځه ولاړې ، په ښارونوکی دنجونوته تریوه حده دتعلیم اوتربيې شرايط برابروو، هغه بلې غاړې ته دافغان کډوالولپاره په ځینوکېمپونوکی ښوونځۍ جوړې شوې وې خو هلته هم یوکمزورې اومتفرق تعلیمي نصاب چلېده ، ځوانان په جهادي جبهوکی جګړوته بلل کېدل اونجونوته دتعلیم اوتربيې اجازه نه ورکؤل کېده. په کابل کی د جها دي تنظیمونودواکمنۍ له پېل سره تعلیمي نصاب لمنځه ولاړ، هرې وسله والې ډلې دښوونځیوپرودانیوقبضه وکړه اوبیا ډېرې ودانۍ ددوی په خپلمنځي جګړوکی ويجاړې شوې . داغمیزه لادطالبانوپه واکمنۍ کی له بده بدتره شوه . له ۲۰۰۲ کال څخه راپدېخوا دتعلیمي نصاب اونووښوونځیواوپه میلیونونوزده کوونکودونډې په هکله خبرونه خؤښوونکي ووخوبیاهم دښوونځیوحالت ، دښوونې اوروزنې معیار، درسي مواد اوامنیتي چارې د ډاډوړنه دي اوحالات هماغه لوري ته روان دي لکه دکمونیست رژیم په وخت کی چی وو . په ځانګړې توګه دپښتنوپه سیموکی دتعلیم اوتربيې حالت داندېښنې وړدې . هلته دپښتنوبچي قصدا له تعلیمه محروم شوي دي اوښوونځۍ یې لمنځه وړل شوي دي. په داسې غميزه کی طبعا دکتاب لوست اوزده کړه کميږي خودکتابونواهمیت اوارزښت پخپل ځای پاتې دې . دښوونځیودزده کوونکودذهني اوتربیوي ودې اوپرمختګ ، دهغوځوانانودمعلوماتي ودې لپاره چې له زدهکړومحروم شوي وي اودعامې وګړنیزې تربیې اومعلوماتو لپاره کتابخونې خوراډېراهمیت لري . دمطالعې اوکتابخونو یوبل ستررول داهم دې چې دخلکوذهني پرېشانۍ کموي اوددماغوحجرې یې فعالې ساتي . له بده بخته اوس هم په ډېروښؤنځیواوښارونوکی عامه کتابخونې نشته ، علتونه یې ښکاره دي چې پراخه بې سوادي ، جګړې ، ترهګري ، غفلت اودکتابونوکمښت یې دبېلګوپه توګه ښودلای شوو. دیوملي پراجېکټ په چوکاټ کی داتشه ډکېدای شي چې کتابخونې دخاص ډيزاین سره جوړې شي خوددې کارلپاره ملي اګاهي ، احساس ، پوهنې ، تعهداووجداني مسؤلیت ته اړتیا ده . په مکتبونو، مدرسو او دسیمې له خلکوسره په خبروکی بایدورواورؤل شي چې دکتابونوسره دوښمني ناروااوددین اومذهب پرضدعمل دې، هرپلاراوهره مورمکلف دي چې خپل اولادونه دکتابوبونوسره دمینې اوساتنې په روحیه وروزي . لنډه داچې دکتابخونواوتعلیمي اداروساتنه فردي اوټولنیزمسؤلیت دې اوافغانان مکلف دي چې داسې مسؤلیتونه په غاړه واخلي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې