عبدالواحدمشواڼې
2011، 04، جنوری، سه شنبه
زه هم قبیلوي نوم لرم او لنډنومي (تخلص) ورته نشم وئيلې ځکه چې افغان تخلصونه هیڅکله (خلص) نه وي بلکه پوره نوم وي. په هره بڼه ، پښتانه ځوانان پرته د(پښتون) له [ ملنوم] څخه نورقبیلوي نومونه بایدځانونوته غؤره نه کړي ځکه چې دایوډؤل قبیلوي تبلیغ دې چې دپښتنوترمنځ دجداوالي اوکله هم د تفوق اوتکبرذهنیت ژؤندې ساتي .
هېره دې نه وي چې پښتنوپه لوی لاس ځانته دبې اتفاقیوۍ توکي جوړکړي دي اودوښمنان یې د تاکتیک په ډؤل بېرته په دوی کاروي اوخورالویه سواستفاده تری کوي . دپښتنودخواپرستۍ اوپرګنیزوالي تبلیغ ان ترامریکارسېدلې اوځینې وخت چې پښتانه له ځينو امریکائيانوسره مخ شي نوپوښتنه تری کوي چې غلجې یې که درانې . دې اوروان کورني حالت ته چې وکتل شي ، د[پښتون] دګډاوملي نوم شهرت اوتاثیرفرعي اوبې ګټې هویتونه نیسي اوپه دې کارکی پښتانه هم پوره لاس لري . مونږدپښتنوضدتبلیغیانوخبرې هم نشوردؤلای ځکه چې داسې ځاندوښمنیانی موپه تاریخ کی ثبت دي اوهمدااوس عملا″ په پتنوکی شتون لري . وګورۍ دپښتنوځينوهغو(دوه رګه) پاچاهانوته چې دپښتون قام سره یې د خواخوږۍ اوپېرزوینې وجدان هډونه درلوده ، دخپلوشخصي ګټواومقامونولپاره یې پښتانه دقبیلوي تړون په ذهنیت پخپلوکی سره جنګؤلي دي اوپخپلومنځوکی یې دوښمنان کړیدي . ددې ترڅنګ دنوروقامونوخلک هم دپښتنوڅنګ ته مېشت شوي دي اودنسلونودچورلن اوبدلون سره په پښتنواووښتي دي. له بده مرغه داسې پښتانه هم دتبلغ اوبډوښکارشوي دي اوغواړي چې له پښتنوځان بېل وښيي . دې پښتنوته زمامشوره داده چې په مېړانه دپښتنوڅنګ ته پاتی شي ځکه چې پخپلوتاریخي قامونوکی یې په فطري توګه دجذب امکان نشته اودې ته به اړشي چې خپل ځان پرهغوومني نوولې هغه تړوون مات کړي چې ددوی نیکونودپښتنوسره کړې دې ؟
زه دهرهغه څه مخه نیول غواړم چې ټوټه ټوټه پښتانه نورهم پسې ټوټه ټوټه کوي اودهغه څه کلک ملاتړکوم چې پښتانه اوراتلونکي نسلونه یې سره یوموټې ساتي . هغه شیان په لومړي ګام کی یوه واحده ژبه ده ،یوقامي نوم دې چې د[پښتون \پښتانه ] په نوم شهرت لري . دغسې دپښتوژبې واحده لیکبڼه اولیکدوددپښتنونسلونه له بېلتون څخه ساتي . هرڅوک چې د[پښتون] له نومه بل هغه ته اړتیاویني ، ناپوه اوجفاکاردې . لکه ځينې پښتانه چې خطاوتي دي اووایي چې «خېلونه» دپښتنوګلونه دي ، زه یې په کلکه ردؤم . «خېلونه» په پښتون بڼ کی هغه اغزي دي چې په دې بڼ کی دهرګرځېدونکي په پښوننؤځي اودبڼ دښکلاڅخه خؤنداخیستل یې پيکه کوي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې