د (مۀ ین) ویي

‏2011‏، 16‏، اپريل‏، شنبه
له دې سترکی نه شي پټېدای چې په پښتوالفبا کارؤنه کی هم لکه عربي اوفارسي لیکنې ستونځې شته خودستونځودلری کؤلولاری چاری لټؤل هم اړین دي اوکه دکومی ستونځې وره کؤلولاره اوچاره نه وي نولږترلږه بایداسانه اویابدیل ورته وموندل شي . ډېرپښتولیکونکي (مئين) په (مین) لیکي اواستدلال یې داوي چې د (مین) ویي له (مینې) څخه اخیستل شؤې دې . (مینه) نوم دې اوپه صفت کی یې دنارینه اوښځينه توپيرکېدلې شي لکه دنارینه دپاره (مئين) اوښځينه دپاره (مئينه) . که د(مینه ) ویي لکه څنګه چې اوس رواج دې د نارینه دپاره (مین ) ولیکوواودښځینه لپاره (مینه) نود ښځينه نوم اوصفت ترمنځ لیکنیزتوپيرنه شي کېدای . دغسې په (مین ) کی دغږاولیکنې ترمنځ یؤوالې هم نه رامنځته کیږي . په پښتوغږونوکی (زؤره کې) چې په عربي ، لاتیني اوفونېټيکي الفباوکی یې تورې شته ، ډېرزیات کارؤل کیږي خوپه لیکنه کی ورته څرګند تورې اویا کومه قاعده نشته اود ې ستونځې دژبې زده کوونکي په اغېړتیا کی پرېښي دي .

ښایي زه به لومړې پښتولیکونکې ؤم چې (ء) دزؤه رکي پرځای زیات کارؤم اودامی دلیکبڼې ځانګړې سبک دې .

په هره توګه ، زمونږکوښښ به داوي چې پښتوژبه په لیکنیزه لاره یواځی پرېنږدوو. دلته دیادؤنې وړګڼم چې مونږبه دشونتیاپه صورت کی هر(ويي) داسې لیکووچې دغږاوتوروترمنځ انډؤل وساتل شي اوکوم ویوونه چې کټ مټ نه شي لیکل کېدای ، هغوی به هماغسې لیکوولکه څنګه یې چې لیکنیزرواج موند لی دې . په دې لړکی د(مین) دویي غږیزتوپيرپه لیکنه کی کمېدای شي که چېرې (مین) په (مئين) ولیکوو. ماته (مین) سم نه ښکاري اونه دااستدلال چې (مین) له (مینې) اخیستل شوې دې ، سم ښکاري . که غؤاړووچې د(مینې) له ویي څخه برابرنوم اویاصفت جوړکړوونوغؤره به داوي چې (مین ین) یا (مینین) ولیکووخوداتراوسه په غږاولیک کی رواج شوې نه دې .

لیکنیزتؤپير:

مينه = نوم
مئينه = ښځينه صفت اونوم
مئين = نارینه صفت اونوم
مین ینه = ښځينه صفت اونوم
مین ین = نارینه صفت اونوم
مېنه = نوم (کور

هغه ویوونه چې پښتونه دي خوپه پښتولهجوکی کاریږي :

 مهین = صفت (نرې)

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه