ځانوژنې ته په کوموطریقویوانسان چمتوکیږي ؟


د اسلام په تاریخ کی ځانمرګي نشته، په غزاګانوکی هم دځان کلکه ساتنه فرض وه اودمرګ مفاجات جوازهم نشته. هغه څوک چی ځان وژني ،ملامت دې اوکه دبل چادمرګ سبب ګرځي، قاتیل دې. جهاد، غزا اومبارزه په اسلام کی خپل مقررات اواصول لري. دافغانستان اوپښتنوپه تاریخ کی ډېری سختې اواوږدې جګړې تېري شؤي دي خو دځانمرګیوبېلګې پکی نشته اودشوروي دیرغل په وخت کی هم چا نه پېژانده . داکارپرافغانستان باندی دامریکادفؤ ځي یرغل څخه وروسته پېل شواوترننه دوام لري اویوداسی عمل دې چې زیات تاوان یې مسلمانانوته اوړي . دځوانانوداګاهۍ لپاره لاندی لیکل شؤوټکوته ګؤته نیسوترڅوځوان کوول په دې پوه کړووچې ځانمرګي په اسلام کی یونه منونکې اوناخؤښوونکی عمل دې چې اخروي مجازات هم لري اوباید هوښياراوسي چې دمداریانواوجرم پېشه افرادودمنافقت اومجرمانه وسا یلو ښکارنه شي اوورسره په دې هم پوره ایمان ولر ي چې هربنده ته دمجازاتو اومکافاتو، دغه رنګه دجنت اودوزخ ورکؤلو اختیارمن یوا ځی اویواځی الله تعالی دې اوبس . دوی بایدپوه شي چې دالله هیڅ پیغامبرهم داتوان اواجازه نه لري چې دخدای کوم بنده ته جنت اویادوزخ په انعام اویاجزا کی ورکړي نوڅنګه کېدای شي چې یوعادي سړې دا سې اختیارولري ؟ حقیقت دادې چې زمونږپاک زړي ځوانان دجنایتکارانواومجرمانودشخصي ، سیاسي ، مذهبي اواقتصادي مقاصدولپاره په لاندی مجرمانه طریقوښکاراوقرباني کیږي.

درمل (ادویه
 
ایل – ایس – ډي اونورې دواګانې لکه نارکوټیک درمل
ايل – ایس ـ ډي داسې دوا ده چې که څوک یې وخوري نوله دېرشودقیقوڅخه تریونیم ساعت پورې یې پربدن اوپه ځانګړې توګه ددماغوپردوه برخویې اغېزه تردولسوساعتونودوام کؤي خوپه ټولیزه توګه ددماغوهغه برخه چې مووډ ، فکراودرک کنترولوي اوهغه برخه چې دبدن دټولوبرخوسیګنالونه سانسوروي ، تراوږدې مودې پوری اغېزمنې پاتی کیږي . عجیب خاصیت یې دادې چې په مختلفوخلکویوشان اغیزه نه لري ، په ځينوراحت اغېزه لري اوپه ځينوبده ، ددوااندازه هم بېلابېلې اغېزې لري اودکاروونکي شخصیت ، توقع اوچاپېریال پکی هم برخه اخلي . په هربڼه ، سترې اغېزې یې داوي چې دکاروونکی په رواني حالت کی ګړندي بدلونونه راځي لکه له ډارڅخه نیؤلې ترخیال پلاوپوری اوداپه عین وخت کی دڅوشیانو دلیدلوحس ورپيداکړي . ددې ترڅنګ دکاروونکي درنګونو، غږونو، بوی اونوروحسونه یې ډېرحساس شي چې له کبله یې سانسوري فعالیت په داسې حالت واوړي چې په سترګویې رنګونه ښکاره شي ، په غؤږونواوازونه واوري اوپه پوزه یې بوی ورشي خوپه حقیقت کی هلته داټول شیان وجودونه لري . ددې دوارواني تاثیرات ترډېره وخته په کاروونکي کی پاتی کیږي اودحقیقتو له پېژندلواوادراک څخه یې عاجزوي . دهمداسې حالت سره مذهبي عقیده تړل کیږي اوساده خلک پری ژرغؤلیږي

سایکالوژي (ساه پوهنه)

مذهب ، غؤلؤنه او هایپنوټيک کنترول
هایپنوتیک یاهایپنوتیزم هغه رواني اغېزې دي چې په وسیله یې سړې بې هوښه یاویده شي اودده دمغزواودبدن کنترول دیوویښ اوهوښ لرونکي انسان په اختیارکی وي . هایپنوتیک ویده شوې انسان چې په دغه حالت کی هرڅه وکړي اوبیا په هوښ شي ، هغه کړنې یې په حافظه کی نه پاتی کیږي اودهوښ په حالت کی خپل خوب په یادکی نشي راوستلې . داسې وئيل کیږي چې دامریکا دمتحدوایالتونوخفیه ادارې (سي ، آی ، أی ) له دې وسیلې څخه کاراخیسته اوهرچېرې به یې چې خفیه عملیات سرته رسؤل نوهغه به دمامورانوپه یادکی نه پاتی کېدل . په هیپنوتیک خوب کی له انسان څخه روبوټ جوړشي چې په لارښؤونه کارکوي خوبیا حافظه نه لري چې څه یې وکړل
دځينوماهروکسانولخواکیداشي چې مذهب دغؤلؤنې دوسیلې په توګه استعمال شي اودساده اوپاکواحساساتوځوانان پری اغېزمن اووغؤلوي . له سلوڅخه به یوداسی مریدهم پيداشي چې دخپل پيرلپاره قربانۍ ته تیاروي . د دین اومذهب له نوم څخه په استفاده ، داسې ځوانانوته به دځانمرګۍ روزنه هم ورکوي چې راسخه اوقوي مذهبي عقیده ولري اودخپل دین لپاره له خپل ژؤندڅخه تېریږي ، دداسې خلکوژؤنداودنیا نوره هم بې ارزښته کوي ترڅوک تری بېزاراوځانؤژنې ته چمتوشي . ددې ترڅنګ داسې انسانان هم شته چې دځينوامراضوله کبله دژؤندسره اختلاف پيداکوي اودځان وژنې سره مینه لري . دځان وژونکودتربیې متخصصین دارنګه ځوانان تشخیصؤلای شي اودهغوی له رنځ څخه دخپلواهدافوپه لاسته وروړنه کی سؤاستفاده کوي .

زور، مجبوریت اوناخبري

دپيسو، برمتې ، وسلوپه زوراودفقراوغربت په مجبورۍ ځانؤژنې ته چمتوکؤل نورې لارې دي . کله داسې هم کیږي چې یوڅوک هډوله ځان اوپلان څخه خبرنه وي اوپه چل یوځای ته واستؤل شي اوهلته دچاودېدونکوموادوسره هم دې اوهم نورژؤندله لاسه ورکړي لکه دبېلګې په توګه یوڅوک چاته دیوکارپه بهانه یو موټرپه لاس ورکړي چې چاودېدونکي موادپکی ځای پرځای شؤي وي ، اوکله چې مطلوب هدف ته ورسیږي نودریموټ کنترول په ذریعه یې وچوي . داسې خلک ځانمرګي نه وي اونه له داسې تؤطیې اګاهي لري خوپه پټه ورته ځانوژنه پلان شؤي وي اوپه ناخبرۍ کی قرباني شي
ځينې وخت داسې هم پېښيږي چې سړیتښتوونکي یا زورواکان دچاڅخه ماشوم وتښتوي اودځانمرګي بریدلپاره یې وکاروي یادمړدک په زوریوڅوک ځانؤژنی ته برابرکړي اویاهم څوک دغریبۍ له تاړاکه مجبورشي چې خپل بچي خرڅ کړي اواخیستونکې تری په ځانوژنه کی کارواخلي .
لنډه داچې داسې نوری لارې ، چلونه اووسیلې کېدای شي هم وي چې دځانؤژونکودجلب ، جذب اوتربیې لپاره به کارؤل کیږي خومونږته به نه وي معلوم خومونږخپلوهیوادوالواودهغوبچوته دموجودوخطرونواوددی دتېرایستلوپه چلونواووسایلویوه اګاهي خپرؤوچې دخپل ځان ساتلواودنورونیتونواواهدافوته پام وکړي اوڅوک یې له پاکواحساساتوناوړه ګټه وانخلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه