دافغانستان دتاریخي خپلواکۍ اهمیت په څه کی دې ؟


ځينې افغانان دهیوادتاریخي خپلواکۍ ته اهمیت نه ورکوي اووایي چې هیوادیې اشغال شؤې دې نودخپلواکۍ ورځ نمانځل څه ارزښت لري ؟
ځينې وایي افغانستان خوهماغسې وه ټوټې پاتی دې نودنیم افغانستان خپلواکي څه په دردخوري ؟
اوځينې نوربیا دامان الله خان داصلاحاتوسره عقیدوي اوسیاسي ضدیت لري ځکه چې ددوی دډلواهداف اومرامونه په قومي اومذهبي توګه دافغانستان دنوم ، جوړښت اویووالي سره نه جوړیږي

دپورتنیودوه ډلوپوښتنې منطقي دي اوتحلیل ته اړتیالري . افغانستان دخپلې ازادۍ څخه وروسته دوه ځله اشغال شؤې دې اودروس په شړلومیلیونونوافغانانوځاني اومالي قربانیانې ورکړي دي چې ددغه هیواددویاړونوپه تاریخ کی ثبت دي اوخپل اهمیت لري . نن هم افغانستان دډېروهیوادونوتراشغال لاندی دې ، حکومت اوپارلمان یې ملي حیثیت نه لري اوددغههیوادپه تاریخ کی لومړنې فاسداوشرمېدلې حکومت دې، افغانان دخپلوکورونواک نه لري ، دخپلوسرحدونوواک نه لري اودلسوکالووروسته ځینی ښارونه حکومت ته سپارل کیږي خوددهرڅه سره سره دازادۍ اوخپلواکۍ تاریخي ورځ خپل ملي اونړۍ وال اهمیت له لاسه نه ورکوي . دخپلواکۍ ورځ نماځل دافغان ولس تاریخي سنددې چې هراشغالګرته په مخکی ایښودل کیږي . په لکونوافغانان دنړۍ په متلفوهیوادونوکی ژؤندکوي چې اولادونه یې دمختلفوکلتورونوتراغیزې لاندی دي اوپه کولتوري توګه سره وېشل شؤي دي ، دغوماشومانوته دملي تاریخي ویاړونواوحقونودورښودلواغېزمنه لا رنمانځنه ده اوپه دې توګه دخپل واحدهیواد سره په پېژندګلوټول دیووالي احساس پيداکوي ، د تجزیه طلبانومخې ته ورډال کیږي ، ځوانان په خپل تاریخ خبریږي اوخپل ځان ورمعلومیږي چې څوک دي . ددې سره خوراډېرې نوری حقوقي ، سیاسي اوکلتوري ګټې هم لري چې دعلم اوتحلیل بې طرفه افغانان پری پوهیږي . په کابل کی فسادي اداره هم داورځ تجلیلوي خوهغوی داکارصادقانه نه کوي بلکی ددې په ذریعه افغانانوته ښيي چې ګنې دولت یې خپلواک اوپرخپلواکۍ مئين دې خوپه حقیقت کی پروپاګنډکوي اودخپلواکۍ اوپاچا امان الله خان دتفکرخلاف یوه دؤلتي پروژه ده . مونږدخپلواکۍ ورځ د تاریخي ویاړاوملي تلپاتې ارزښت له کبله دزړه له اخلاصه نماځواوارزښت ورکوو، دکابل دفسادي ادارې په څېرپری تجارت نه کوو. که دخپلواکۍ ورځې ملي ، تاریخي اوتربیوي ارزښتونه نه درلودای نودامریکامتحدوایالتونودخپل اقتصادي ، تکنالوژیکي اونظامي ځواکونوسره څه اړتیا درلوده چې هرکال دجولای ۴ مه ونمانځي ؟ مونږبایددخپلواکۍ دتاریخې ورځې ملي اوحیاتي مهمتیا اوارزښت هېرنه کړوو

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه