دهیواددملي اتلانوبېلګې
عبدالواحد مشواڼې
نیوجرسي ، دامریکامتحدایالتونه
2011، 27، سپټمبر، سه شنبه
په نړۍ کی ډېرزیات یرغلګرتېرشؤي دي چې دخپلوسیاسي ، اقتصادي اومذهبي موخولپاره یې په نوروقامونواوملتونوتیري کړي دي ، دهغوی کلتورونه اوتهذیبونه یې لمنځه وړي دي، شتمنیانې یې ورته لوټ کړي دي، غړي یې ورته وژلي دي، هغوی یې بې پته اوغلامان کړي دي خودغویرغلګروته خپل خلک بدنه وایي . دبېلګې په توګه به دمنګولیا (مغولیستان) ملي اتل ، تیموجین چې وروسته ورته دچنګېزخان لقب ورکړشو، یادکړم . چنګېزدشپنودمشر، یسوګي \یسوګای ځوی و. دده قام (منګول) په اوبوکی غسل نه کؤل اوترعمره بویناک ، نجس اوچټل ګرځېدل ځکه چې داد منګولیایانومذهبي عقیده وه ؛ له کلتوراوسوادڅخه هډوخبرنه وو، دیوبل ښځې تښتؤل اودشخصي ګټولپاره به وورورخپل ورورهم واژه. چنګېزهم سواد نه درلود اوکله به یې چې خپل دوښمن ته ماتې ورکړه نووینې به یې ورته دغويي په ښکرکی څښلې اویابه یې ژؤندې په اوبوکی خوټکاوه اوغؤښې به یې ورله خوړلی . چنګیزچې کله دخپل وحشي لښکرسره په پامیرراواوښت ، دانسانانوپه قتل ، وحشت اوبربریت یې لاس پوری کړ. بلخ ، بامیان ، غزني اوهرات دچنګیزي وحشیانواوبربریانوله لاسه په شړه دښته بدل شول ، هلته یې داسیا دلویې کتابخونې اثارلمنځه یوړل اوهیڅوک یې ژؤندې پرېنښودل . چنګیزنه یواځې دافغانانوتاریخي دوښمن دې بلکی دچینایانو ، اویغورو، تاتارو، سوغدیانو، خوارزمیانو،اروپایانواونوروقومونودوښمن هم دې . بې له شکه چې نن به په منګولیاکی کومه محکمه اوقاضیان هغه څوک ونه بخښي چې ایکي یوقتل یې کړې وي خوهغوی ته نن هم بې تفاوته ده چې چنګېززمونږپه بلخ ، بامیانو، غزني اوهرات کی په لکونوانسانان ولی قتل کړي دي ؟ نن هم منګولیایان دچنګیزپه هغې عقیدې ویاړکوي چې وئيل یې ده ته « تینګري » یانی خدای وظیفه ورکړېوه چې په نړۍ قبضه وکړي اودمغولوامپراطوري جوړه کړي . نن هم منګولیایان دچنګېزدټولووحشتونو ، بربریت ، جنایتونو اوظلمونوڅخه سترګې پټوي اودخپل هیوادسترملي اتل یې بولي . منګولیایانوته چې څه ارزښت لري هغه ددوی نوم اوتاریخ دې چې خپل نسلونه ورسره تړي اودسرلؤړۍ احساس اوروحیه پکی ژؤندۍ ساتي . دغه رنګه اروپایي ، فارسي ، ترکي ، عرب اونوروقامونوته که ځيرشوونودوی دیرغلونو، ورانیو، بشري جنایتونواوظلمونوسره سره خپلواتلانوته په درنه سترګه ګوري اوترزیاته حده یې نه ملامتوي ځکه چې ددوی اتلان که بل چاته یرغلګروونودوی ته دخپلوقامونودژغورونکو اوتاریخي پېژندګلوي حیثیت لري .
ملي اتلؤلي شرایط لري
داتلؤلۍ بڼې ، څرنګوالې اوشرایط خؤرازیات دي ، یوچا په سپورت کی اتلؤلي ګټلي وي ، بل دخپل ژؤند په بیه دکوم چا ژؤندژغورلې وي اودخپلوکړنوپه کچ وپېژندل شي خوکله چې یوه مسئله په ملت پوری وتړل شي ، هلته ، شرایط ، وړتیاوې ، کیفیتونه ، کمیتونه ، لیاقتونه ، مکافات، مجازات ، فیصلې او پرېکړې هم دټول ملت په کچ اوارزښت ټاکل کیږي . داتلؤلۍ په ویاړکی یواځې مکافات وي اومجازات پکی ځای نه لري . هرچاته چې د فردي اوټولنیزوکړنوپه بدل کی عالي نوم اومکافات ورکؤل کیږي ، دتحفې معنا هم نه لري بلکی مستحق وګړي ته دهغه دفوق العاده لیاقت ، خلاقیت ، سلاحیت ، ذکاوت ، پوهې، ګټې اوځواک دمنښت لپاره ورکؤل کیږي . ملي اتلان دخپل ملت خلاق خدمتګاران اوژغورونکي وي ، ددوی دکار، زیار، فکر، خلاقیت ، پوهې ، شخصیت ، لارښودنې ، مبارزې اومشرتابه په پایلوکی داسې ګټې ، شهرت اوهوساینې رامنځته شي چې هم دملت دهروګړي په ژؤندکی مثبت رول لري اوهم په ټولیزه توګه دملت دوجودپه ساتنه اوپايښت کی بنسټيزه ونډه لري . بایدهېر نه کړووچې دهیواداوملت په جوړؤنه کی ملي اودولتي مشران کیلیزارزښت لري . ملي اتلان باید په ټولیزه توګه ددې نوم دګټلووړتیا ولري اودغه وړتیایې په کړنوکی رڼؤلی وي . جګړه بایددملي اتلؤلۍ معیارنه وي خوکله چې دحق لپاره اودباطل پرخلاف جګړه وي ، دغې جګړې ته برحقه مبارزه وئيل کیږي اوکه حق بریالې شي ، ورته اتلؤلي وئيل انصاف اومنطق دې . منطقا" هیڅوک اړنه دې چې څوک په زورد (اتل) په توګه ومني ځکه چې (اتلؤلي) حقوقي مسئله نه ده چې دمحکمې ، قاضي ، پولیسواوفؤځ په امرچاته ورکړل شي بلکی یوه افتخاري مسئله ده چې پکی یوچاته دهغه یادهغې دښواوغیرعادي استعداد ، ځواک اوخلاقیتونودمنښت اوویاړپه بدل کی ورکؤل کیږي . داحمدشاه بابا اوغازي امان الله خان په واکمنتیا ، دولت اومبارزوکی نوروقامونوهم برخه درلوده ، ددوی سره په ټولوملکي اونظامي برخوکی شریک وونوپه ځانګړی توګه دادوه پاچاهان په افغانستان کی دټولومېشتوورونوقامونومشران اواتلان دي .
له ښه بخته لکه دنړۍ دنوروملتونوپه څېر، دافغانانوپه منځ کی هم تاریخي ملي اتلان کم نه دي چې دبېلګی په توګه به سوري شېرشاه ، میروئيس نیکه ، احمدشاه بابا اوغازي امان الله خان راواخلواووبه یې څېړووچې دوی په کومه وړتیا ملي اتلان (قهرمانان) وو.
سوري شېرشاه (۱۵۳۹ – ۱۵۴۵ ع )
ځينوخلکوته ښایي دا پوښتنه راولاړه شي چې شېرشاه خوپه هندوستان کی زېږېدلې واوبیادهندوستان پاچاشونودافغانستان سره یې څنګه تړاوکېدلې شي اوولی ورته ملي اتل ووئيل شي ؟ دې پوښې ته زما ځواب دادې چې هغه وخت دپښتنودمشرتابه تخت په ډهلي کی واودافغانستان په نوم لا کوم ځانګړې هیوادنه ونومؤل شوې ، هندوستان هم دافغانانوهیوادوخوواکمنیانې به یې دپاچایانواویادهغوی دقامونوپه نوم مشهورې وې . په هغې زمانه کی دپښتنوسیمې د (پښتونخوا) په نوم یادېدې اوداحمدشاه بابا له شعرڅخه هم جؤتیږي چې وایي :
دډهلي تخت هېرومه چې رایادکړم
زمادښکلی پښتونخوادغروسرونه
هندوستان داسې یوهیوادوچې دنړۍ زبرځواکونواوهرقام ورته سترګې نیولې وې اوځينوچې کله ونیوه نوخپل قامي نوم یې هم ورسره وتاړه لکه «مغولي هندوستان» او« بریټش اینډیا» خوسلطان محمودغزنوي ،نادرافشاراوپښتنوپاچایانوپه خپل قامي نومونولکه (پښتونستان ، پښتني هندوستان ) یا (ترکستان، ترکي هندوستان) نه دې نومؤلې اوکه یې نومؤلې وي نوزه تری نه یم خبر. په هره بڼه ، دهغه وخت دهندوستان هغه افغان پاچاهان چې دملي اتلؤلۍ کارنامې یې سرته رسؤلي وي ، نن هم دافغانستان ملي اتلان (ملي قهرمانان ) دي اوسوري شېرشاه یوله هغومخکښواتلانوڅخه وچې په هندوستان کی یې دهغومغؤلوواکمني ختمه کړه چې دپښتنوله سرونوڅخه یې منارونه جوړکړي وواو دډهلي تخت یې بېرته دپښتنوپه لاس ورکړ. سوري شېرشاه ډېرلوی صفتونه درلودل اوهغه داووچې دې دهندوستان په ټولوپاچاهانوکی یواځينې پاچاوچې سترارمانونه اوپلانونه یې لرل ، ډېرذهین ، زړور، فعال اوخلاق و؛ منظمه اداره یې درلوده ، منظم فؤځ یې درلوده ، په ټولوامورویې منظم کنترول درلوده ، یوسترپښتون اوبې حده عادل و. دعدل په میدان کی ورته دین ، مذهب ، نژاد، رنګ ، شتمنتیااوقام ارزښت نه درلودل ، یواځې انساني حقوقوورته ارزښت درلود. دغه سترپاچا ارمان درلودچې دغرونوپښتانه له غرونوڅخه هوارومیدانونوته ولیږدوي ترڅودمهذب اومتمدن ژؤندسره اړیکي ولري؛ دهغه په پاچاهي کی پښتانه په اتفاق وو، دعلم ،فنونواوپرمختګ لړۍ دده دزامنوترواکمنتیاپوری غزېدلې وه . ښایي نورقامونه داعادل پاچاخپل اتل ونه ګڼي خوپښتون قام تری انکارنشي کؤلې .
میروئيس خان نیکه (۱۷۰۹ – ۱۷۱۵ )
دمیروئيس نیکه دپښتنودازادۍ بریالې مبارز، سترملي مشر اوسترسیاستوال و. په ۱۶۴۹ ع کال کی کندهاردمغولودحکومت له ښکېلاکه ووت اودایراني ښکېلاکګرولاسته ورغې . که څه هم کندهاردمغولوله لاسه وتلې وخوباهم مغول په کرارنه ووناست اودکندهاردبېرته نیولوکوښښ یې کاوه . کله چې ایرانیانوپه کندهارقبضه وکړه نوفرمان یې صادرکړچې پښتانه به مالیه دایران حکومت ته ورکوي . له بلې خوادهندمغولي حکومت په ورڅېرمه پښتنوزوراچاوه چې مالیه به دهند مغولي حکومت ته ورکوي . پښتانه دیوه داسې امبورپه خله کی نیول شوي ووچې یولاستې یې دایرانیانوپه لاس کی واوبل یې دمغولو؛ دوی چې به هراړخ ته ځان خؤځاوه ، دهماغه اړخ ښکېلاکګروبه سکنجه کؤل . پښتنونشووکؤلای چې مشرولري ، په حکومت کی لؤړمقامونه ولري ، دخپل پلرني کندهارحکومتي چارواکي وي اودتعلیم اوتربیې موقع خوپه شعوري توګه نه ورکؤل کېده . تل به دښکېلاکګرولخواداسې واکمن کندهارته استؤل کېده چې ترټولوظالم ، پښتون دوښمن اوبې وجدان وي لکه دبېلګې په توګه ګورګین چې دتفریح لپاره به یې هم دپښتنوپه کلیویرغلونه کؤل اوبیګناه پښتانه به یې قتل عام کؤل . میروئيس خان دپښتنویوتکړه مشرو؛ کله چې ګورګین ته دکندهارواک وسپارل شونوددې لپاره چې له خپلې مخې خنډ لرې کړي اوځانته دمطلقو خپلسروفیصلوضمینه برابره کړي ، میروئيس نیکه یې په توطیه بندي کړاودایران دشاه دربارته یې دیوباغي مجرم په توګه واستاوه ترڅومړیې کړي اوګورګین تری بېغمه شي خومیروئيس خان یوډېرهوښیاراومدبرسیاستپوه و، له زندان څخه یې ځان دشاه دربارته ورساوه ، درباریې دګورګین په اړه بدګمانه کړ،ځان یې ازادکړاوله هغه ځایه حج ته ولاړ. هلته یې دخپلې مبارزې په هکله دعربستان ددیني علماوفتوه هم حاصله کړه اوکندهارته له راستنېدوسره سم یې دپښتنودازادۍ عملي مبارزه پېل کړه ، پکی بالې شو، دوښمن ته یې عبرتناکې سزاګانې ورکړې ، پښتانه یې په اتفاق کړل اودمغول اوایراني سکنجې څخه یې خلاص کړل . میرويس خان اوزامنویې دسیاست اوجګړوپه ډګرکی دهغه وخت ایرانی ستمګرانوته په ثبوت ورسؤله چې دظلم ، تشدد، ناروا اوښکېلاک پایلې هم هماغسې دردناکی اوسختې وي لکه په پښتنوددوی وحشت اوظلمونه چې وو. مغولوخوچې دایرانیانوحال ولیدنوجرأت یې ونه کړچې ځان وښوروي . میروئس نیکه دپښتنودازادۍ عملي بریالې مبارز، سیاستپوه اومشروچې پښتانه یې نشي هېرؤلې .
احمدشاه بابا (۱۷۴۷ – ۱۷۷۳ ع)
احمدشاه با با ددرویشتوکالووچې د۱۷۴۷ ع کال داکتوبرپه میاشت کی دافغانانولخوادپاچاپه توګه وټاکل شو. که څه هم دنادرافشارپه مرګ په سیمه اوپه ځانګړې توګه دهندوستان په واکمنتیاکی تشه رامنځته شوې وه خوهغولسوپښتنوسردارانوته چې دنادرافشارپه فؤځ کی مقرروو، دخپلواکۍ وملي واکمنۍ یوه ښه موقع هم په لاس ورغله. دوی په خپلومنځوکی اتفاق وکړاوهوکړه یې وکړه چې ددوی څخه یوتن بایددپاچاپه توګه وټاکل شي ؛ نوهغه ووچې دوی کندهارته دپښتنو، بلوڅو، هزاره اوقزلباشومشران وروبلل اودشېری سرخ په مزارکی یې یوه لویه جرګه جوړه کړه اوپه هرنوماندیې خبرې وکړې . په نهمه جرګه کی چې هم کومه فیصله ونه شؤه نودصابرشاه په نوم یونېک اوپرهېزګارسړې پورته شواودجرګې غړوته یې ووئيل چې دخدای په خاطر، نورې جرګې پرېږدۍ ؛ په تاسوټولوکی احمدخان دپاچاهۍ لایق دې ؛ هغه ډېردرون ، حؤصیله مند اومفکرسړې دې ، که تاسوپه ده هوکړه ونه کړه نودخدای په قهربه اخته شئ . ددې سره یې له نیږدې پټي څخه یوه قؤده ؤربشې راپرې کړې اوداحمدخان له سره یې تاواوورته یې ووئيل چې دادې خدای پاک ستا تاج کړي . ټولومشرانوومنله اواحمدخان یې پاچاکړ. احمدشاه ابدالي په تش لاس پاچاشؤې وخوده دخپل نظامي اواداروي خلاقیت له کبله وکؤلای شؤل چې دهندوستان مغؤلي حکومت يې ختم کړ، دپښتنوپه شمول يې نورقامونه ځان سره یوځای کړل اویوه لویه امپراطوري یې جوړه کړله چې پایتخت یې کندهارو . داحمدشاه ابدالي له دیموکراتیکې ټاکنې وروسته دیوخپلواک هیوادپه توګه چې مرکزیې کندهارواوبیادده دځوی ، تیمورشاه په وخت کی کابل شو، دافغانستان درامنځته کېدوبنسټ کېښودل شو. داحمدشاه بابا ستره اتلوي داوه چې دنادرافشاردمرګ سره سم یې افغان قامونه خپلواک کړل ، په تش لاس یې دپاچاهي اموپېل کړل ، په خلاقیت اوانصاف یې وچلؤل ، دپښتنو، هزاره ، قزلباشو اوبلوڅوترمنځ یې توپيرنه کاوه ، دښواخلاقواومجازخاوندو، په خپله اداره کی عادل اوماهرو اویوستربریالې جنرال و. دې دافغانستان دټولوقامونولخواغؤره شؤې اوټاکل شؤې پاچاونوځکه داتلؤلۍ ویاړیې ټولوورونوقامونوسره تړاولري .
غازي امان الله خان (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹ )
دنولسمې پېړۍ دپېل سره په نړۍ کی ساینس ، تکنالوژي اوعلوموهم چټکه ځغاسته پېل کړه ، دغشواولیندوجګړې په توپونواوټوپکوبدل شؤې ، دځمکې جګړه هواته پورته شؤه اوپه کمزوروملتونوباندی دیرغلونو، ښکېلاک اوزبېښاک په نؤوتباه کوونکوبڼوبدل شو. ددې سترخطرپه وړاندې مبارزه اوپائیښت دپوهې ، تدبراوتکنالوژیکي برابرښت په ځواک ممکنه وه . له بدقسمته افغانستان له هرې خوادبډوهلویرغلګروپه څلورلارې کی پروت و؛ په اقلیمي توګه یوسخت هیواد، په اقتصادي توګه یوډېرغریب هیواد، په لویه کچه دبې سوادووګړوټاټوبې اودمشرتابه له کبله یوبې رهبره هیوادو. بې مشره اوبې رهبره ورته ځکه وایم چې دهندوچې ته دمغؤلواوبیادانګرېزانودرسېدوسره داحمدشاه ابدالي په څېرپاچاهانودیموکراتیکه اوخپلؤاکه ټاکنې په غلامانواوګوډاګیوبدل شؤې . هغه پاچاهان چې دانګرېزلخواټاکل کېدل ، افغانانودمشرانوپه توګه نه قبلؤل اوهغه مشران چې دخلکولمنځه به راپورته کېدل ، دانګریزي ښکېلاکګرولخوابه په یوه اوبله بهانه نابودېدل . له امیرشېرعلیخان څخه وروسته ، امیرامان الله خان هغه ستراصلاح غوښتونکی ، پرمختګ راوستونکی اودمهذب نظام جوړوونکی پاچاوچې خدای تعالی په ښځواونارینه افغانانولؤرؤلې و. ځينی خلک داسترغازي په أوتوباوتوملامتوي خوزما په اند ، ادم علیه السلام هم غلطیانې کړي دي ، بنده ګان ټول دغلطیواونیمګړتیاوسره دي اوغازي امان الله خان هم انسان وخودې انسان داسې کومه خطا یاګناه نه وه کړې چې په پایله کی یې کوم بې ګناه افغان وژل شؤې وي اویادکوم ملي خیانت مرتکب شؤې وي . نن هم چې په هیوادکی کوم رسمي تهذیب اونظم چلیږي ، یا په زرګونوجینکۍ ښؤونځيوته ځي اویا قانون جوړیږي ، بنسټ یې دغازي امان الله خان په وخت کی ایښودل شؤې دې . مونږفکرکاوه چې ګنې رښتیا غازي امان الله خان په خپلواصلاحاتوکی توندي کړېؤه خوچې کله می دهغه دلورهندیه دافغانستان څخه په دې هکله واورېدل چې وئيل یې پلاریې هیڅ توندي نده کړې بلکه هغه څه چې بایدشؤي وای ، هغه یې وخت واوپلاریې په صداقت کؤل . دشهزادګۍ هندیه داخبره ډېره پخه وه چې وئيل یې چې که هغه وخت داصلاحاتولپاره موزون نه ونوکوم وخت به ښه وخت وای ؟ په خواشینئ سره چې اوس هم ځينې خلک په دې منطق نپوهیږي . غازي امان الله خان لکه داحمدشاه باباغوندی په تش لاس دهغې زمانې دزبرځواک سره ډغره ووهله اوپری لاسبرې شو، افغانان اوهیواد یې خپلواک کړل ، قانون اوانصاف یې پلي کړل ، پوهې ، علم اوپرمختګ ته یې مخه کړه اوپه دې برخه کی یې سترعملي ګامونه پورته کړل . دیوه هیواداووګړوپه ژؤندکی درې څيزونه ډېرمهم دي : اقتصاد ، سیاست اوکلتور. غازي امان الله خان ددې درېؤاړونؤښتګراینجنئيرو، اوپه دې برخوکی بریالې و؛ هرڅوک چې په یوکارکی عالي استعدادولري ، هغه بریالې وي اوبریالي ته اتل وئيل کیږي . غازي امان الله خان هغه افغان پاچادې چې دافغان ولس دپاره یې سرلؤړې تاریخ جوړکړې دې، څوک یې مني اوکه نه ، له تاریخ څخه د غازي امان الله خان اتلؤلي ، شخصیت اوخېرخواهي نشي حذف کؤلې . دافغانستان رښتینې ، صادق ، ویاړلې اونه هېرېدونکې (سترملي اتل) غازي امان الله خان دې .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې