عبدالواحد
د۲۰۱۱ کال دنوامبر۱۸
زه دلته دیوکړېدلي پلارخبرې خپروم اوکه تاسوجرأت لرئ ، علم لرئ ، انساني عاطفه لرئ ، انصاف ، قانون اومنطق پېژنۍ نودده له فریادسره خپل آوازهم پورته کړئ . یوپلاردژؤندپه لټه کوم هیوادته تللې و،له کلونووروسته خپل کورته راستون شؤې واوماته یې دخپل غم اوغوسې قیصه داسې راواورؤله : تاسوته خوهرڅه مالوم دي چې ژؤندڅنګه دې ، زمونږپه وطن ، کلي اوکورکی څه حال دې ؛ دلته هیڅوک دچاپه غم نه سؤزي ، هرڅوک دمطلب یاران دي ، دوستي اواشنایي هم دپيسواوزورپه کچه پالل کیږي ، خپلویانې خوله هغوپېړیوراهیسې په زرواوپيسواخیستل کیږي چې دتاریخ پاڼې یې ګواهي کؤلې شي . زمونږنیکونودومره غېرت درلودچې زمونږنیاګانې یې په پيسوورخپلې کړې اومونږهم هغه باوجدانه اوباتورخلک یووچې تراوسه مودخپل أبا اوأجداد رسمورواجونه ساتلي دي ؛ هغوی هم په جګړواودوښمنیوکی تکړه وواومونږهم ، هغوی به چې هرڅومره وګړي ووژل ، هغومره به یې جګه شمله تړله ، مونږکه دخپلونیکونوپه څېرجګړه اومرګونه هم ونه کړوونودومره خوکؤای شووچې پرسریې نېغ کړې ټوکروستایوو؛ کاش چې زمونږپښې هم دومره کلکې اولینګي مودومره شخ وای لکه دټوکرشمله ، کاش په خوی ، خاصیت اوژوندکی دټوکرپه څېرنرم وای خومونږهغه سرتمبه خېلونه یووچې پاسته ټوکران هم پرخپل سرنېغېدوته اړکوو، له هغوی څخه خپل طبیعي خاصیت بېلؤوو. ماته په جګړه کی هم دومره غوسه نه راځي لکه څوک چې دشملواوغېرت أپلتې وایي اوزمونږغؤندی خلک هم دځان په څېرکوي . زه چې کله تنها یم ، له ځانه وپوښتم چې دلته په هرکواوهره دېره کی دغېرت خبرې کیږي خوپه یوکوراویوه دېره کی هغه غېرت نه وینم چې زه یې له نښوپېژنم ؛ هغه نښې خوعلم ، کار، ژؤند، ارامي ، سکون ، انصاف ، قضاوت ، قانون ، انساني صفتونه ، لؤړتهذیب ،اواخلاق دي نوکله چې دانښې اوصفتونه پکی نه وي ، بل به داسې څه پاتی وي چې «غېرت» ورته ووایوو؟ ماسرکښته نیؤلې و، خپلې ګؤتې می یوه له بلې سره جنګؤلې ؛ څه ځنډوروسته پوه شوم چې دادوست راڅخه ځواب غواړي ځکه غلې شو. ماورته مخ ورواړاوه ، ورته ومی وئيل : صېبه ، په خدای اوپه قران چې ستاسوهره خبرې حقیقت لري ؛ تاسورښتیا وایاست خوله بده مرغه ، زمونږله وسه اولاسه څه کېدای شي ؟ هغه ته زما پوښتنه زمادبې وسۍ اصوېلې وچې نه یې غوښتل په خپلوهغویې ورګډکړي . زه ښه پوهېدم چې هغه څه وایي اوزمانه څه هیله لري . هغه خيلې هیلې لکه وندني زماپه ملاپورې تړلې ، زه یې چمتوکؤلم چې کوم درون پېټې ورسره په اوږوواخلم خوما دیووړوکي پيټي اوچتؤلوتوان هم نه درلود . مابه په زړه کی وئيل چې ښایي دې په ماغلط شؤې وي ، زه خودهیڅ شي زورنه لرم خودهغه له څهرې څرګندېده چې څومره یې زړه ډ ک دې ، سروسترګویې راته غوسې اونفرتونه پيمانه کؤل خومابه هرڅه ته له یوستړي اصویلي پرته سینه نه شوه ډبؤلای . هغه به کوښښ کاوه چې زه داصوېلوپرځای هغه څه ووایم چې دده ذهن ته کراري ورولي ، دیواځېتوب له کنجه یې باسي ، زړؤرکوي یې اودانتقام توره په لاس ورکوي . زه بیا نورې لارې لټؤم خوکه زه ورسره داونه منم ، زه به هم ورته بې غېرته ښکارم . زه لاتردې دمه په دې هم نپوهېږم چې زماخوږ، پوه ، تعلیمیافته دوست ولې دومره بدل شؤې دې ، هغه څه دي چې یوهوښیاراوعالم یې په داسې حال کړېدې ؟ زه وایم داڅومره زوروردې چې په پټوسترګوراڅخه وعدې اخلي ، په زړه کی می دپخواپه څېرمینه نه ږدي اواوس پکی کرکې اونفرتونه اچوي . اې لویه خدایه ، هغه انسان دې دڅه لپاره داسې بدل کړې چې دمیږي په مرګ به هم زهیرېده ، هغه عالم دانا اوحلیم انسان دولې داسې راپارولې چې اوس ورته خپل شاګردان ښوؤنه کوي ؟ اې خدایه ، زه نشم کؤلای چې ددې سترانسان هیلې په یووړوکي اصویلي وارزؤم ، ته راته هدایت وکړه ، زه څه وکړم ؟ مابه په زړه کی دهغه په هرې غوسې همدا وئيل . مانشوکؤلای هغه قانع کړم چې لږارام ومومي اوهغه هم داسې راڅرګندوي چې زه ګنې هیڅ حس نه لرم . هغه کوښښ کوي چې ماوپوهوي چې قانع شم خوګومان کوي چې دهغه په خبرونه پوهېږم ؛ هغه اړکیږي چې نورهرڅه راته صفااوپه ډاګه ووایي ترڅوپه غم کی ورسره داسې شریک شم لکه په دوستۍ کی چې ورسره وم . هغه له اوله هم بې حؤصلې وخوزماچوپتیانورهم بې حوصلې اوناکراره کړ. زه دده د وچوشونډو، سروسترګو، توررنګ اوبدل غږ تعبیرکؤلای شم خونپوهېږم چې داولې ؟ زه دهغه خبروته دومره پام نه کوم لکه څومره چې دده په مخ دراڅرګندونښودعلتونوپه لټون بوخت یم . زمادعمرونوخوږدوست فکرکوي چې ګنې ویده یم ځکه ماته رانیږدې کیږي ، له مټه می نیسي ، ښوروي می اووایي : زماخوږملګریه ! پوهېږم چې زماببولالوخوب دروست خولږراویښ شه ، زه تاته راغلې یم ، له خدای اوستاڅخه مدد غواړم ، زه نورڅوک نه لرم ، نه ځوی ، نه ورور، نه ښځه اونه کوم بل خواخوږې ، یواځې ته یې ، ته !!!! هغه خوږدوست چې په یوه کوڅه کی به خاپوړې کؤلی ، ښؤنځۍ ته به یوځای تللوو، دورځې به موپنځه ځل جنګونه کؤل ، کله به چې خفه شوونوقسمونه به موخؤړل چې بیا به سره په یوه لارنه ځوخوبیابه هم یوله بله نه بېلېدوواوهغه خوړلي قسمونه به موماتول . دااوس درباندی څه چل شؤې چې زما پوښتنوته ځواب نه وایې ، ولې ؟ زه خوتاته راغلې یم ، ماته لارراوښيه ! زمادوسته ، زماسردې له تانه قربان وي ، زه یواځې دخؤښیودوست نه یم بلکی ستاغم اوخؤښي دواړه زماسره شریک دي ، په غم دی غمجن کېږم اوپه خؤښۍ دخؤښېږم خوزمانه پخپله لارورکه ده نوتاته به څه لاردروښيم . ته خودډېرې حوصلې خاوندوې ، مونږته به دی لارې راښودلې اومونږبه په تاډاډه ووخوکله چې له هیواده مسافرشوې نوما داسې حس کؤل لکه څه می چې ورک کړي وي . اوس چې دډېروکلونووروسته کورته راغلې ، زه ډېرخؤښ وم چې ته به زمونږددردونودواوکړې خوته هغه پخوانې سړې نه یې ، داولې ، څه چل شؤې؟ دهغه خله خنداته نه جوړېده خوپه زوریې یوه لنډه خنداوکړه . هغه که څه هم وخندل خوخندانه وه ، ددردونواشارې وې چې زه یې دفکر کوڅوته که سمؤلم اوکله تم کؤلم . ښه شو چې زمامزل یې لنډکړاوهغه ځای ته یې ورسؤلم چې پته یې راته نه وه معلومه .
زماګرانه دوسته ، زماخوږملګریه ! مننه کوم چې تادخپل زؤرېدلي زړه حال راته ووایه اوزما ګؤتې چې څومره پری خؤځېدای شي ، زه به یې پری ستړې کړم اوستا له فریادونوسره به داسې انګازې یوځای کړم چې کاڼه یې هم واوري؛ اودچاسره چې لږغوندی حس وي ، لږترلږه به ووایي چې « لعنت شه په داسې خلکو»
نوربیا
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې