دژبوپه نړۍ واله ورځ کی پښتوژبه


که رښتیاترخه هم وي اوځينی به په سپینوخبروغوسه هم شي ، ردی بدی به ووایي خوراځئ چې یوڅه رښتیا وایووځکه چی په وئيلوکی یې ډېری حیاتي ګټی دي . پښتنوتل ځانونه غؤلؤلي اوڅېړنه اوارزؤنه یې نه ده کړې . دډېررښتینؤلیوپه منځ کی یوه داهم ده چې پښتوژبې لاتراوسه قامي ، ملي ، حقوقي ، رسمي ، مکتبي اونړۍ واله پېژندګلو، حیثیت اوارزښت نه دې ترلاسه کړې . په پښتنوپاچاهانوتورلګؤل کیږي چې دؤه سؤه شپېته کاله یې په افغانستان کی په نوروقامونوحکومت کړې دې خورښتیا دادي چې زیاتره پښتانه پاچاهان فارسي ژبي وواوهماغوفارسي ژبوپښتنوپه ۱۹۳۹ع کال کی دسیاسي مجبوریتونوله کبله په لومړي ځل پښتوژبه تش په نامه رسمي کړه خونه پری کومه عریضه چلېده ، نه کوم رسمي أمراونه یې ترننه رښتینی رسمیت پيداکړ. احمدشاه ابدالي دپښتنودغرونولپاره دډهلي تخت هم هېراوه خوزوی یې په پښتوژبه بندېزلګاوه . ميرویس خان اوزامنویې دومره زواک اومېړانه درلوده چې دایران پرتخت قبضه وکړي اواحمدشاه ابدالي له اصفهان څخه ترډهلي پوری امپراطوري جوړؤلای شؤه خوټول بیا دومره کمزوري ووچې په خپلوښارونوکی په پښتوژبه ښؤنځای پرانیزي . هغوی خوځه ، هرڅه چې وو، په سوونوکاله مخکی تېرشؤي دي ، راشئ ننني پښتانه وګورئ ؛ جوړې شؤې ښؤنځئ ورانوي . داخوڅه چې ځينې خوبیخي دعلم سره دوښمني لري ، جهالت ورته غیرت ښکاري خوعلم ، پوهه اومهذب ژؤندورته لوی عارښکاري . چې په خپل کورکی خپلې (کورنۍ) ژبې ته درناوې اوپاملرنه نه کوي ، کارورته نه کوي اودخپل کلتوراوحقونواړینه برخه یې نه ګڼي زه خووایم چې دلرواوبروپښتنویې دمورنۍ ژبې په نړۍ واله ورځ څه ؟ په افغانستان کی ورسره دميرې سلوک کیږي اوپه پاکستان کی یې پخپله پښتانه ګډه وډه اوسبوتاژکوي . هلته که پښتوژبه په درې برخوووېشل شي نویوه برخه به یې اردووي ، بله برخه به يې انګلیسي وي اوپاتی برخه به هم په عربي اوفارسي ککړه وي . دافغانستان دپښتنوله شمېرڅخه په پاکستان کی پښتانه دوه برابره زیات دي ، تاسوخوهلته دپښتوژبې څرنګوالی لږ وڅېړئ چی څه حال، څه حیثیت اوکومه روښانه راتلونکی لري کنه ؟!ماخوچې لیدلي نویواځې بې سواده قبائيل نګه پښتووایي خود پښتون بچې چې ښوؤنځای ته ننؤځي دخپلې کورنئ ژبې دوښمن شي ؛ ترلسم ټولګي پوری پښتوپه اردوواړوي ، بیاچې تردې پورته لاړشي نوکوښښ کوي چې ځان انګرېزکړي اوهرڅومره چې ځان پيرنګې حس کړي هغومره په ځان ویاړي . په پاکستان کی چې څوک هرڅومره لؤړه پوهه ولري خوچې په ويي پسې یوانګلیسي ویي ونه تړي ، څوک یې هډوپوهمن نه ګڼي . اوس خوپه لروبروپښتنوترټولولوی ناتارداشؤې چې پخپل کورکی دخپل ورور، مسلمان ، عیسوي اویهودي له لاسه په ارام خوب نشي کؤلای . دپښتون په نوم وژل کیږي اودیوښه مسلمان په توګه هم پری زړه سؤې نه کیږي ؛ جګړه یواځی د پښتنوپه سیموکی روانه ده اودهمدوی لمنځه دسیاست ، مذهب ، چارواکي ، قوماندان ، پولیس ، عسکر، ملا ، ملک ، قاچاقبر اوجاسوس په جامه اودنده کی دوښمنان راپورته شؤي اوددوی دکلتور، ژبې اوپرمختګ مخه یې نیؤلی ده خوپخپله په میلیونونوپښتنوکی دځان سره دمرستی ، دخپلوطبیعي حقونوڅخه ددفاع ، داتفاق اواتحاد ، سیاست اوکلتورفکراوخلاقیت نشته. پښتانه په پوچ غروراوبی ځایه صفتونوغؤلېدلي دي اوهمدې غؤلؤنې دپردو لپاره ځانؤژنې اوجګړوته هڅؤلي اودخپل وجود ارزښت یې تری پټ کړې دې . ددې ځاندوښمنه خېلونوپه منځ کی داسې غمخورنشي راپيدا کېدې چې ددوی پوچ ذهنیتونه رښتينؤلۍ اوپرختګ ته واړوي اومخامخ ورته ووایي چې دټول پوچ غرور،غفلت ، بې سوادۍ اوسرتمبه توب نتیجې موڅه دي ، تاسوخودسیاست ، اقتصاد ، کلتور، پوهې اوروغتیا په ډګرکی یوڅومننونکی لاسته راوړنی وښایا ست. که یوقام ، یونوم ، یوه ژبه ، یوکلتوراوددې سره کلک اوپایښتي یووالی اواتفاق غواړئ نوبیا په سلګونوخېلونوته څه اړتیا ده ؟ دپښتون نوم درته بسنه نه کوي ؟ بس په همدې به یې بس کړووچې ووایووچې اې ځاندوښمن ځانمرګیه ! ترڅوچې لومړې ځان اوبیا جهان ونه پېژنې اودځان لپاره دوخت لومړېتوبونه ونه پېژنې ، نه دڅوک ننګ مني اونه غیرت ، هسې اسمان په لوټوؤله څه به په لاس درنشي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر

له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې

په سیالۍ کی ډېرې ګټې اوښېګړې شته

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۲ ع کال ـ ډکنړپه مرکزکی دافغان ـ جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام سیمه ایزه مؤسسه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه

۱۹۹۳ ع کال – کنړ،دحجارۍ اونجارۍ فابریکې کتنه