زمایودوست راباندی نیوکې کوي چې په هرڅه کی کارلرم اوزه بیا هغه ته وایم چې خدای دی انصاف درکړي ، داپنځه حسه نوبیاڅه ګټه درته لري چې نه یې کاروې ؟ دې دی خدای لري ، خړې خړې راته اړوي ، بېرته راته ځواب یې هم په وس کی نه دې ، خومایې په خبره غؤروکړ، له یوې شېبې فکرنه وروسته می ځان وپوښته چې آيارښتیا که په دې لیکنه خپل وخت ولګؤم څه ارزښت به ولري کنه ؟ نودې پایلې ته ورسېدم چې که څوک دالیکنه وارزوي ، خؤښه یې کړي ، یایې نه کړي ، په هرحالت کی یوه موخه تعقیبوي نووخت پری لګؤل به بې ځایه نه وي . نوددې دپاره چې پېلیزه کی ورک نه شو، ستاسوسره یوځای اصلي مطلب وراوړم . خبره داده چې په افغانستان کی اولسي جرګې ته د(۲۵۷۷ ) کاندیدانوچې ترڅلورسووپورې پکی مېرمنې دي ، یولست دانتخاباتي کمیسیون له لوري خپورشوې دې چې غؤڅ اکثریت پکی « مستقل » یانې خپلواک اوپه ګؤندونو، ډلواوتنظیمونوپورې په نه تړاوکی ښودل شؤیدي چې په دې هکله په کابل کی دملګروملتونودسازمان استازي اوښاغلي کرزي هم خپلې اندېښنه ښودلې دي . هغوی اندېښنه لري چې په لیست کی ښودل شؤوکاندیدانوپاکي به نه وي پلټل شوي اوله دې سببه شونې ده چې بیااولسي جرګې ته پخواني خېټؤراوټوپکوال لاره پيداکړي. دې اندېښنې ته په ځواب کی دیوبل دولتي کمېسیون استازي وئيلي دي چې دوی دکاندیدانوپه صفایي پلټنې کړي دي ، ټول پاک خلک دي ، صرف پنځه بې اودسه یې پکی موندلي وو اوفټافټ یې له لیسته ویستلي دي . بس داخبرې می چې واورېدې نوماوېل راځه دهرولایت لیست دنومونواودکاندیدانودانځورونوسره وګوره چې څومره پری دسړي زړه خؤږېدای شي . څه ګورم چې نه ګورم ، دپلازمېنې کابل په کاندیدانوکی پخواني ښاغلي، هریومحمدیونس قانوني دخپل ټاکنیزنښان (بې سیمبوله ) بئیرغ ، حاجي محمدمحقق د څلوروچؤکیو، استاذعبدرب الرسول سیاف دڅلورومثلثونو، اوملګرې سیدمحمدګلابزوی دشمعې سره راښکاره شوو. په تادۍ می لست بیاوکوت اوښه مطمئين شوم چې داخوداولسي جرګې هماغه پخواني مستقل وسله وال اونني مستقل کاندیدان دي چې آغلې ملالۍ جویایې داوبوپه بوتلوویشتلې وه . داخوبیاهم تالېمنه وه داوبوبوتل هم پری ونه لګېده خوخدای دی هغوبېچاره ګانوته بهترجنتونه ورکړي چې دې کاندیدانوپخواپه راکټونواوتوپونوویشتلي دي . داچې دوی نورلامستقل شويدي ، هیڅ شک پکی نشته خوماوېل ددوی داانتخاباتي نښانونه (بئيرغ ، چوکۍ ، مثلث ، چراغ اوشمع ) به څه جنګي یاسیاسي معناولري چې دوی خپلوټاکنیزوسیالیوته خؤښ کړي دي ؟ ددوی له نیتونونه مونږخبرنه یوخوماتری خپل تعبیرداسې واخیست : قانوني صېب پخواهم خپل بئرغ پورته کړې واواوس هم دهغه ترسیوري لاندی روان دې ، محقق صېب له کرزي صېب نه پخواهم څوچوکۍ غوښتې وې اواوس هم یې غؤاړي ، سیاف صېب پخواهم په تنظیمي مثلثونوکی یوګؤټ واوس به هم وي خوګلاب زوی صاحب په شمع اولطیف پدرام په چراغ څه روښان فکري رامنځته کؤل غواړي ؟ آیاګلاب زوی صېب افغانانوته وایي چې پخوابدوم اوس ښه یم اویادکابل پرولیتاریایي پتنګانوته شمع ځلوي چې پری راټول شي ؟ دغسې پدرام صېب د بدخشان کومه تیاره سمڅ رڼاکؤل غواړي ترڅودروازه پيداکړي اوترکابله ځان ورسوي ؟ دې به دبدخشان اولس ته ددې وعده ورکوي چې که اولسي جرګې ته یې واستوي ، دافغانستان خانګې به په کومی خواڅېرې کړي اود(غ) په کارؤلوبه څومره غرب غروب رامنځته کړي ؟ په دې هرڅه هغه خدای ښه پوهیږي چې دې دواړوپخوا نه مانه . زماپه کتنه کی یادشوي کاندیدان دلومړۍ ډلې خلک دي خویواځيني اومېدوارنه دي ، ددوی سره ددوی خپلوان ، ملګري ، دوستان اودوښمنان به هم وي چې زه یې اوس نه پېژنم خوزماد کتنې لورې دې ځکه چې په دوی کی هم دداسې نښانونو، دندو، نومونواوڅهروخلک شته چې دسړي پام ورته ورګرځي
مادپخوانومشهوروکاندیدانوسره دناڅرګندوهغونښانونه ترسترګوتېرکړل ، دځينوپه هغوکی راته څه ستونځه نه وه لکه قلم ، ډوډۍ ، لباس ، دزراعتي اوصنعتي توکوانځورونه خوځينې داسې هم پکی ووچې ماهرڅه فکرورته وکړ، په خدای که یې په سراوبررسېدلې یم لکه دبېلګې په توګه ږمنځې ، فیلمرغان ، خربوزې ، دمبورې ، پکولونه ، ډش انټن (ډش انټينا) ډاینمايټ اورباب . یوې مېرمنې ځانته انتخابي نښان دوه ږمنځې ټاکلي دي ، ځه داخوپه شکل داشکالوددرک وړده نوته یونارینه ډاکټرته وایه چې په تاڅه شوي چې ددرې ږمنځوشوقي شوې یې ؟ په دې هم هېښ یم چې دسیاسي پلوه مانالرونکونښانونوپه منځ کی دپکول ، ږمنځ ، فیل مرغ ، دش انټن ، خربوزې ،کاغذپران ،تبر، ډاینمایټ ، دمبورې اورباب دکوم سیاست استازګرنه کوي ؟ بیاچې نوروګورې چې یوځانته یوه دمبوره ټاکلې ، هغه بل بیا درې یاڅلوردمبورې ټاکلي دي . دغسې دیوه کاندیدانتخابي نښان یوتبریایوجوال دې مګربل یوبیادرې تبرونه یادرې جوالونه جوړکړي دي . داسې نښانونوزماپام بل څه ته هم واړاوه اوهغه داچې ماوېل راځه داکسان درنګ اوجامونه هم مالوم کړه چې هسې موسلیان ، ډمان ، شوقیان اوکه رښتیادیوسیاستوال اومسلکي شخصیتونو تابلوهم وړاندی کوي خو، خدایګوکه له لباسه یې ښه اوبدمالومیږي ، ږیروته یې چې ګورې ، سړي ته ملاښکاري اوپه زړه کی ورته درنښت هم راپيداشي خوچې بیایې انتخابي نښان ته متوجه شې چې درې دمبورې یې خؤښې کړي ، هغه ټول درناوې په یوه ناڅاپي غوسه واوړي اوکله خوله خولې نه ورته غېرارادي خبری هم ووځي لکه ... بچه بازه ، نومونه یې چې ولؤلې ، ډاکټر، انجینیر، استاذ به ورسره لیکلي وي خوکه په لاره ورسره مخامخ شۍ نوهرومروبه یې یوې خواته ټېله کړۍ اوتری تېربه شۍ ، کېدې شي ځينې ورته ووایي چې ورک شه پوډري . افغانستان داسې هیواددې چې عجیب اوغریب شیان اوکارونه پکی هم شته اومونږته ډېرعادي هم ښکاري لکه دبېلګې په توګه هلته هرچاته بې تفاوته ده چې دکوم جولا، نداف اوموټروان نوم څنګه ایښودل شؤې دې خوکه دکوم دولتي چارواکي نوم عجیب وي په شېبه کی یې اوازې خپریږي اودومره ملنډې پسې کیږي چې بېچاره سترته مجبورشي اودااندکه شې دومره اغېزه وکړي چې دډېرعالي شخصیت څښتن هم په دوه پيسې وارزوي . دغسې دخپورشوي لیست دځينوکاندیدانوتخلصونه هم دي اوچې دنوم ماناته یې وګورۍ نوسړي ته خنداورولي لکه ممیز، طاقت ، قرمقول ، شمشېري ، قرضي ، راکیټي اوجوالي . کېدای شي قرمقول به په ترکمني اوازبکي ژبوکی ډېره ښه ماناولري خوداچې مونږپه دې ژبونه پوهيږو، غږته یې پام کوواوعجیب راباندی لګیږي . دغه رنګه دسړي هغه چاته لږه خوسه هم راشي چې په خپلوځانونواواولادونوبې مفهومه نومونه اوتخلصونه ږدي لکه (ممیز) خدای دی وکړي چې ددې مانا (کشمش) نه وي بلکه څارونکې وي. پښتانه دې خدای لري ، دوی هم په خپلوبچو تماشه نومونه ږدي لکه شرم ګل ، خړې ، کیدړ، درې پلارې اوداسې نور. دوه مېرمنودخپلونومونوسره «دوکتورس » لیکلي دي خوبیانورومېرمنو(داکتریادوکتور) لیکلي دي . دامی هم چې ولیدل ورټوپ می کړه ، اینسا یکلوپېډیا می راواخیسته ، لټ په لټ می کړه چې «دوکتورس » پکی پيداکړم خوداسې ویي اواصطلاح می پکی ونه مونده ، نپوهېږم چې په کوم کتاب کی به یې لیکلي وي اویابه یې له کومې ژبې پورکړي وي خوداهم راته هغسې فارسي اصطلاحګانې مالومې شؤې لکه زمونږاودایران ځينوخلکوچې له انګلیسي څخه په خپل تلفظ اړولي دي اورواج یې موندلې دې لکه پساپروت (پاسپورټ ) کیلیندر(کلینر) وء ره کشوپ (وړک شاپ) اودایرانیانوپه تلفظ ، موزه (موزيئم ) نوروېژ (ناروې ) اویا بوی مه جیک (بایومېجیک ) اولورال (لوړیئل ). خېر، د پردۍ ژبې تلف څه اسان کارنه وي اونه له هرچاڅخه دسم تلفظ توقع کېدای شي خوکه څوک ځانته ډاکټر، اینجینئز، استاذ اوژورنالیست وایي نوبیاتری هرومرودسم تلفظ هیله کیږي ، ځينې داسې تلفوظ پاملرنه هم غواړي لکه ایرانیان چې قران مجیدته (غوران ) وایي خوهیڅوک یې دسمون کوښښ هم نه کوي . ماته په پېښؤرکی کډؤال ډاکټران معلوم شوي ووچې دخپلوافغانانوپه منځ کی یې خوراشهرت موندلې وخوپه طبي برخه کی په دې هم نپوهېدل چې میډيکل ترمینالوژي یعنې څه ؟ دزیاتروکلینیکي ټسټونوپه طبي لنډېزونواواصطلاحاتوهډوخبرهم نه ووخوهره ورځ یې په سلګونوافغانان معاینه کؤل اوهریوته به یې ددرملوپنډونه ورپه شاکؤل . له بده مرغه دامسلکي بېسوادي اوس هم په لؤړه کچه موجوده ده اوملت یې دروغتیاپرځای په رنګارنګ اوهرډؤل رنځونواخته کړې دې . اوس په هیوادکی ماشیني اوجعلي ډاکټران، انجینران ، ژورنالیستان اوښؤونکي کم نه دي اوڅوک یې پوښتنه هم نه کوي چې رښتیا په خپله چلوونکې ساحه کی مسلکي زده کړې ، تجربې اومهارت لري کنه . افغانستان یوملک ناپرسان دې ، هلته خلک ټوپکوالوته هم انجنیر، ډاکټر، اواستاذوایي نوهلته به څوک دیوچاوړتیامعلومه کړي ؟ بس دغه ناخبره ملت ته دملاریاسره دمجادلې دادارې یوعادي مامورهم ډاکټردې . څنګه چې تيږه وي هغسې یې کربوړي وي . داټول مضمون یوه بېلګه وه چې دلته یې یادؤنه وشوه اودافغانستان دبې شمېره ستونځوسره مسلکي مهارتونه اووړتیاوې هم دومره زیانمنې اونیمګړې وې ، شوي اودي چې مونږورته دخلکوپام اړؤل غواړوونه داچې دچاپه درون شخصیت تېرې کوو

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر
له قدرمنومینه والواولوستونکوهیله کیږي چې دبلاګ دمضامینودکاپي اوبیاخپاروي په صورت کی دلیکونکي اودسیالي وېبلاګ نوم هرومروذکرکړي ځکه چې دټولو خپرو شؤو موادودخپراوي حق خوندي دې